اشک­های تورنتو در پای درخت انار

اشک­های تورنتو در پای درخت انار

یو په زړه پورې ناول

(اشک­های تورنتو در پای درخت انار) دهیواد دتکړه لیکوال او ژورنالست سیامک هروي ناول دی چې په دې وروستیو کې په ښکلې قطع اوصحافت په کابل کې چاپ شوی دی .

((اشک­های تورنتو در پای درخت انار)) په وروستیو کلونو کې ددري ژبې دچاپ شویو ناولونو په ډله کې یو بې ساری ناول بللی شو.

دناول دکیسې لنډیز: ماري یوه کاناډایي ډاکټره ده چې دتورنتو ښار په یوه روغتون کې دسترګو دیوې بریالۍ ډاکټرې په توګه دنده سرته رسوي،دروغتون رهبري پریکړه کوي چې ماري کندهار ولایت ته چې پکې کاناډایي ځواکونه میشت دي دروغتیایي خدمتونو دسرته رسولو لپاره واستوي.دافغانستان او کندهار په اړه دماري معلومات یوازي دمطبوعاتو ترخبرونو پورې محدود دي دا دوه زړې ده ددې خاوند (دیوید)اوزوی یې(جان) هم ددې دنوې دندې مخالفت کوي. ماري د(حبیب) په نامه له یو ه افغان څخه چې ددې دکور خواته پیتزا خرڅوي او دا تل دپیتزا لپاره دهغه دکان ته ورځي هیله کوي چې دافغانستان او ددې هیواد دیوه لوی ولایت کندهار په اړه زیات معلومات ورکړي له هغه سره تر خبرو وروسته ماري دغې دندې ته زړه ښه کوي خپل خاوند اوزوی ته هم قناعت ورکوي چې څلور میاشتې دومره زیاته موده نه ده دسترګو په رپ کې به تیرې شي.

ماري کندهار ته راځي دلته له کاناډایي سرتیرو او خپل موظف ژباړونکي جاوید سره اشنا کیږي او په کار پیل کوي ،دادخپلو سرتیرو ترڅنګ محتاج افغانان هم تداوي کوي له داسې ناروغانو اوپیښو  سره مخ کیږي چې تراوسه یې نه وې لیدلې او ددې دحیراني سبب کیږي. ددې دژباړونکي پلار (عبدالباري) چې له روسانو سره دجهاد په وخت کې یې دواړه سترګې ړندې شوې نه غواړې چې سترګې یې جوړې او دنیا پرې وویني.دجاوید کور دپنجوایي په ولسوالي کې دی چې له خپلې کورنۍ پټ له کاناډایي ځواکونو سره کارکوي دده یو ورور (توریالی) دسرکونو اینجنیر دی او بل ورور یې(اسماعیل) نومیږي او په سیمه ایز ښوونځي کې زده کړې کوي له خپلې یوې کلیوالې(مریم) سره چې پلار یې(( داوود))دده دپلار ډیر نږدې ملګری دی مینه لري خوطالب قوماندان ددغې نجلۍ پلار مجبوروي چې دمریم دسمال ده ته ورکړي. داوود چې صمد اخوند یې له پخوا ښه نه ایسي مجبوریږي چې دخپلې لور لاس دخپل نږدې ملګري دمشر زوی توریالي په لاس کې ورکړي. توریالی په کابل ښار کې له یوې بلې نجلۍ سره مینه لري ددغې پریکړې سخت مخالفت کوي خو دکلي د دود له مخې مجبوریږي دغه واده ته تن کیږدي.ورور یې اسماعیل چې له مریم سره ډیره مینه لري دواده په ورځ له کلي څخه تری تم کیږي پاکستان ته ځي هلته دملا صمد په مرسته په مدرسه کې شاملیږي ،ماري ددې لپاره چې دخپل ژباړونکي پلار دسترګو دعملیاتو لپاره چمتو کړي په پنجوایي کې ددوی کورته ځي خو عبدالباري نه غواړي دبهرنیانو له خوا خپل هیواد پخپلوبینا سترګواشغال شوی وویني ،څه وخت وروسته دعبدالباري زامن،ورور او دده نږدې ملګری داوود ټول راځي او کوښښ کوي چې عبدالباري ته قناعت ورکړي چې خپلې سترګې عملیات کړي په همدې شپه یې ورک زوی اسماعیل هم له پاکستانه راځي په پای کې عبدالباري هم دسترګو عملیاتو لپاره خپل تیاری ښیي ماري یې په ډیره مهرباني سره دسترګو عملیات کوي ،دی لا په روغتون کې وي چې دکندهارـ پنجوایي دسرک دپرانیستلو په مراسمو کې اسماعیل ځانمرګی برید کوي په دې پیښه کې توریالی او جاوید وژل کیږي ،ماري سخته ټپي کیږي او دلاس ګوتې یې پرې کیږي)

ناول په داسې جملو پیل شوی دی چې لا په پیل کې دلوستونکي تلوسه راپاروي:

(طیارهی نظامی اردوی کانادا به هوا برخاست و به نرمی از روی درختان سرو و چمنهای سبزگذشت، به ساختمانهای سر بهفلک کشیدهی شهر رسید و با عبور از روی شهر،  در غروب زیبای تورنتو گم شد.

ماری که در کنار پنجره نشسته بود با دور شدن از تورنتو، کتابی را ازکیفش بیرون کرد و شروع به ورق زدن کرد.  این کتاب در بارهی افغانستان بود. ماری برای اولین بار فهمید که قندهار یکی از ولایتهای بزرگ افغانستان است و در گذشتههای دور برای سالهای متوالی پایتخت بوده و راه ابریشم از آنجا میگذشته است و همسرحد ایالت بلوچستان پاکستان میباشد.)

لوستونکی چې دغه دپیل جملې لولي په ذهن کې یې ګڼې پوښتنې راولاړیږي پوهیږي چې دناول اتله افغانستان ته په سفر تلونکې ده داچې دې ته به څه ورپیښ شي او دڅه لپاره دې هیواد ته روانه ده هغه څه دي چې لوستونکی دکتاب نورو پاڼو لوستلو ته رابولي. همدغه تلوسه دناول ترپایه ساتل شوې ده .دا کتاب له هغو کتابونو څخه دی چې کله یې څوک لوستل پیل کړي نه غواړي ترې جلا شي او ترپایه یې لولي .

ددغه ناول یوبل ښه والی دادی چې حرکت لري پیښې یو په بل پسې راځي ډیرې اظافي خبرې چې په ځینو ناولونو کې ترسترګو کیږي په دې ناول کې نه لیدل کیږي.دکرکترونو او صحنو دمعرفي او ښودلو په وخت کې لنډوالی په پام کې نیسي دبیلګې په ډول دناول داصلي کرکټرې ماري په اړه وایي:( ماری ویلسون در شهر پر جمعیت تورنتو زندگی میکرد. او دستهای جادویی داشت و جراح چشم بود. مردم زیادی از سراسر کانادا وحتا امریکا بهخاطر بازیابی بینایی خود به او مراجعه میکردند)

زما په باور دماري لپاره همدومره پیژندنه بس ده داچې هغه دسترګو یو تکړه ډاکټره ده ځکه دهغې وروستي کارونه هم په همدې برخه کې دي دلته لوستونکی دهغې له نورو اظافي ځانګړنو سره کار نه لري.

دناول یوبل مرکزي کرکتر اسماعیل داسې په لنډو جملو کې راپیژني(اسماعیل در بین برادران بیشتر به پدر شباهت داشت. از دیگر برادرها کمی چاقتر بود و نسبت به آنها قد کوتاهی داشت. او همیشه پیراهن خامک دوزی قندهاری میپوشید، کلاه موره دوزی به سر میکرد و صنف دوازدهم مکتب بود. اگرچه در مکتب پنجوایی نه معلم لایقی بود و نه درس جدی، اما اسماعیل تلاش میکرد تا از دیگر برادران عقب نماند و خوب درس بخواند.)

دلته داسماعیل له کرکتر سره سم هغه راپیژندل شوی دی.

ښاغلی هیروي دصحنو په ښه او لنډه راښودنه کې هم یوبریالی لیکوال دی وګورﺉL ماری برای اولین بار بود، در راه از نزدیک با طبعیت و محیط قندهار آشنا میشد. او با دیدن باغها و مزرعههایی که در راه پنجوایی یکی پشت دیگری با عبور موتر از مقابلش میگذشت، به وجد آمده بود و افسوس میخورد که در این طبعیت زیبا ناآرامی است. خانههای گلی گنبددار، برای ماری مسحور کننده بود و هزار سوال در ذهن ماری خلق شده بود، اما به دلیل احتیاط، از گپ زدن پرهیز میکرد و با هر تکان موتر که سرش به سقف موتر میخورد، بیشتر عصبانی میشد و با خود میگفت: شاید از همین خاطر باشد که زنها در راهی پنجوایی به چشم نمیخورند.)

په پورتنۍ او دې لاندینۍ بیلګه کې لیکوال له یوې خوا دپیښې صحنه په ښه ډول بیانوي ترڅنګ یې پیغام هم په ښه ډول پکې ځای کړی دی: (اما دیگر دیر شده بود. انفجار مهیبی به وقوع پیوست و جمعیت در یک لحظه از هم متلاشی شد. خون، آتش و خاک در هم آمیخت. دود سیاهی به هوا بلند شد و آژیرهای موترها به صدا درآمد. ماری به اثر شدت انفجار ده متر دور تر برروی تپهی ریگ پرتاب شده بود. مدتی گیج بود و نمیتوانست بفهمد چه اتفاق افتاده است. آهسته سرخود را بلند کرد. گوشهایش دپ شده بود و چشمهایش ابتدا جایی را نمی دیدند.

او آهسته آهسته رمق گرفت و دیدش را باز یافت. او از فراز تپهی ریگ جمعیتی را دید که در میان خون دست و پا میزدند. تعدادی بدون حرکت افتاده بودند و برخی هم برمیخاستند، اما دوباره به زمین میافتادند.

از دستههای گل دیگر خبری نبود و طفلها یکی به روی دیگری درهم غلتیده بودند. او در میان انبوهی از دست و پای قطع شده و آدمهای تکه پاره شده، جاوید را دید که نیم خیز میشود و دوباره نقش زمین میگردد. به نظرش آمد که «جان» پسرش با پیراهن آبی و پتلون کاوبای رنگ و رو رفتهاش درخون میتپد. ماری فریاد کشید و چند بار با تمام نیرو «جان» صدا کرد و سپس به سوی جاوید دوید. وقتی میخواست او را از زمین بلند کند، متوجه شد که  کلکهای دست چپ او قطع شده است و دست راستش چند زخم عمیق برداشته است. اما چرا درد نداشتند؟ ماری فکر کرد که کابوس میبیند. باورش نمیشد که کلکهایش قطع شده باشد و درد نداشته باشد. چشمهایش به سوی جاوید کشیده شد. خون پیراهن آبی او را سرخ کرده بود و او مانند مرغ تیر خوردهای میتپید. ماری بادستان پرُ از خون و زخم جاوید را بغل زد و به سوی موترها دوید. برخی از موترها سالم مانده بود و سربازان آسیب ندیده به عجله زخمیها را در آنها میانداختند. ماری و جاوید را هم به موتر بالا کردند و موتر با سرعت تمام آژیرکنان به سوی پایگاه در حرکت شد...)

د(اشک­های تورنتو در پای درخت انار) ناول یوه بله ځانګړنه داده چې پیښې یې په مختلیفو ځایونو کې کیږي یو کرکتر پریښودل کیږي لیکوال دناول دیوه بل کرکتر له حاله موږ خبروي په دې ځای کې له لوستونکي سره دهغه بل کرکتر له حاله دخبریدوتلوسه پیدا کیږي په دې ناول کې کله چې ماري کندهار ته راځي پخپله دنده پیل کوي له خپل ژباړونکي جاوید سره معرفي کیږي په نورو صحنو کې مو لیکوال دجاوید دسیمې او کورنۍ له حالاتو خبروي په څو نورو برخو کې دهغه اړوندې پیښې بیانیږي لوستونکی دماري په اړه فکر کوي چې هغې ته به څه ورپیښیږي دناول لیکنې دغه طرز که همداسې ښه ولیکل شي تل بریالی وي.

ښاغلی سیامک هیروي پخپل ناول کې   دناول لیکني معیارونو ته پام ساتلی دپیښو ترمنځ منطقي تړاو موجود دی دپیښو لپاره منطقي زمینه سازي شوې ده او په تصادفي ډول نه دي رامنځ ته شوې .

دناول ډیالوګونه هم سره له دې چې دسیمې دخلکو په ژبه او لهجه نه دي لیکل شوي خو زیاتره ډیالوګونه یې لنډ او دناول دکیسې په پرمختګ کې مرسته کوي او دناول دکرکتر دموقعیت بیانونکي دي.دناول اصلي کرکتره کله ناکله دحبیب نومي افغان دکان ته دپیتزا دخوړلو لپاره ورځي په وروستي ځل چې دهغه دکان ته ورځي دغه ډیالوګ ددوی ترمنځ ویل کیږي:

(این بار به پیتزا خوردن نیامدم، آمدم با تو صحبت کنم.

حبیب با تعجب پرسید:

- راجع به چه؟

- راجع به افغانستان و رفتن به آنجا.

- نه نه من دیگر افغانستان نمیروم!

- میدانم تو دیگر به افغانستان نمیروی، این دفعه از من خواستهاند که بروم.

حبیب  عینکهایش  را  برداشت،  شروع به پاک کردن کرد و با تعجب پرسید:

- تو مگر سرباز هستی که آنجا میروی؟

- درسته که من سرباز نیستم، اما داکتر هستم، قرار است یک تیم صحی آنجا برود، شاید هم برای من نیاز دارند.

- نگفتند به کجای افغانستان؟

- چرا، گفتند قندهار.

حبیب فریادی از وحشت کشید:

- چه! قندهار؟

- بلی قندهار. خواهش میکنم تا چند روز دیگر مرا با قندهار آشنا کن.

- یعنی جدی میخواهی به این ماموریت بروی؟

- هنوز تصمیم نگرفتم، باید با خانواده صحبت کنم.)

تر دې مکالیمې دمخه دانه ویل کیږي چې حبیب یو داسې څوک دی چې دجګړو له ویرې خپل وطن ته نه شي تللای بلکې دهغه وارخطایي او حالت په ډیالوګ کې څرګندیږي.چې دا دکتاب دلیکوال بریالیتوب ګڼلای شو.دغه راز لاندې ډیالوګ هم همداسې یوه بریالۍ بیلګه بللای شو:

(ماری با لبخندی گفت:

-  تورنتو واقعاً دوست داشتنی است.

و پس از سکوتی پرسید:

- قندهار چطور ؟

- قندهار هم دوست داشتنی است، اما این جنگ لعنتی از خلاصی نیست. از زمان جوانی پدران ما شروع و تا حال که ما به جوانی رسیدهایم، ادامه دارد.

ماری سکوت کرد. نمیدانست به جواب این جوان رنج دیده چه بگوید. او به چهرهی جاوید به دقت نگاه کرد و متوجه شد در مقابلش جوانی نشستهاست که اثر جنگ و رنج را به وضوح میتوان در سیمایش دید. او مانند جوانهای تورنتو شاد و سر حال نبود. ماری در حالیکه نگاهش را از چهرهی جاوید به سوی بوت های خاک زدهی او دوخته بود، گفت:

- امیدوارم به زودی درکشور شما صلح و امنیت بر قرار و قندهار دوست داشتنی شما آباد شود.

جاوید با لبخند تلخی گفت:

- خانم ماری! سیسال است در وطن ما جنگ است جنگ!  و ما عقب میرویم. خدا میداند که این عقب رفتن ما تا به کی ادامه پیدا  میکند.

ماری گفت:

- جاوید! اگر همه جوانها مانند تو فکر کنند و از جنگ تنفر داشته باشند، همین موضوع خود یک پیشرفت است.

جاوید با لبخندی گفت:

- متاسفانه همه مانند من فکر نمیکنند، تعدادی هنوز هم به جای درس و تعلیم، تفنگ به شانه دارند.)

دغه مکالمې هم لنډې دي او هم ویونکی خپله خبره په ښه ډول رسولې ده  ددې ترڅنګ موجود حالات هم دکیسې دکرکترونو له خولې بیان شوي دي او دپیښو په اړه دلیکوال بې طرفي چې دکیسه لیکنې مهم اصل دی ساتل شوې ده.

لیکوال په ټوله کې خپله بې طرفي ساتلې ده حالات لکه څنګه چې دی هغسې بیان شوي دي دکلي په خلکو دطالبانو زور زیاتي او دسیمه ایزې حکومتي ادارې ظلم په ډیره بې طرفي بیان شوي دي لیکوال دهیچا پلوي نه ده کړې دغه ډول لیکنې هم ناول دټولو لپاره په زړه پورې کړی دی او هم یې د داستان دپيښو له رښتیا غوندې توب سره مرسته کړې ده.

((اشک­های تورنتو در پای درخت انار)) ناول کې پیغامونه په هنري ډول راوړل شوي دي .

ددې ناول پیغامونه زیات او تر ډیره حده نوي دي چې ډیر مهم یې مینه، دانسانانو ترمنځ ګډ تفاهم، دافغان میرمنو بدمرغي ،ناوړه رواجونه،نشه یي توکي،ځان غوښتنه او بشري حقونه یادولی سو.

ناول په هنري انداز دا په ډاګه کوي چې موږ باید له خپل همنوع سره پوهاوی ولرو یوه بل ته دټوپک له میل څخه ونه ګورو دنورې نړۍ انسانان هم زموږغوندې عواطف لري خو ستونزه داده چې انسانان ځینې وخت پر یوبل بدګومانه وي او دنورو کړو وړو ته تل دشک په سترګه ګوري  ((اشک­های تورنتو در پای درخت انار)) ناول کې ماري جاوید ته دخپل زوی جان په سترګه ګوري او پر هغه دخپل زوی مینه ماتوي.( در سیت موتر، ماری جاوید را به آغوش گرفته بود و به او میگفت:

- «جان» تو را هیچ چیز نمیشود، تو را نجات میدهم. قوت داشته باش.

خون از شکم وسینهی جاوید جاری بود و درحالیکه سرش برشانهی ماری خمیده بود، میگفت:

- مادر! شکم مرا درد گرفته. برایم دوا بده. تریاک نمیخورم.

جاوید این گپها را به زبان آورد و چند تکان محکم خورد. دیگر گرمی نفسش برشانه ماری پخش نشد. دستان ماری را دردگرفت.)

ماري دجاوید دپلار دتداوي لپاره ځان خطر ته ورکوي او په ډیرو ستونزو دهغه کورته ورځي څو ورته قناعت ورکړي چې دخپلو سترګو عملیات وکړي.عبدالباري چې په لومړیوکې دناټو دپوځیانو دړندو بمباریو او دبې ګناه او ملکي خلکو دوژلو او دهغوی دظلمونوپړه هم په ماري اچوي او هغې ته دیو دښمن په سترګه ګوري بیا وروسته چې وینې دهغې ګوتې په چاودنه کې زخمي او پرې شوې دي دزړه له کومي پرې خوابدی کیږي .ماري له دې پیښې وروسته دعبدالباري دسترګو دخلاصولو لپاره ورځي(ماری با جملات شکستهی گفت:

- عبدالباری آمدهایم تا چشمهای تو را باز کنیم.

عبدالباری درد و مصیبت را از این جملهی کوتاه ماری حس کرد و با نگرانی پرسید:

- تو را چه شده است؟

- چیزی نه، فقط بالایم چای داغ چپه شد و دست هایم سوخت.

- چه بد. حیف از این دستهای شفا بخش که سوخته. سوختگی خو عمیق نیست؟

ماری را گریه گرفت. لحظههایی گریه کرد و همانطور که هقُ هقُ میزد، گفت:

- هست عبدالباری! هست!

عبدالباری دل انداخت و تشویش ناشناختهای تمام وجودش را فرا گرفت... چشمهای تازه بینا شدهی عبدالباری به ماری دوخته شده بود، باورش   نمیشد، آنچه میبیند و میشنود، حقیقت داشته باشد. فکر میکرد کابوس  میبیند. خیره به سوی ماری نگاه کرد و ناگهان فریاد کشید:

-        نه، نه، دروغ است! آنچه میبینم دروغ است! چشمهایم به من دروغ  میگویند. تو سالمی! تو را هیچ چیز نشده است)

ناول دیوې ناکامې مینې بیانوونکی دی چې یوه افغانه پیغله دبدورواجونو قرباني کیږي دخپلې خوښې برخلاف بل ته واده کیږي او مین وطن پریږدي او هغه لنډۍ چې وایي(هلک مین شي وطن پریږدي = نجلۍ میینه شي مخ پټ کړي وژاړینه) ددغې مینې په داستان تطبیق کیدای شي.

ناول دکندهار دخلکو میړانه ،میلمه پالنه،دبل انسان لپاره قرباني اوځان تیریدنه هم په ښه ډول تصویر کړې ده .دناول کیسه دطالبانو او سیمه ایزحکومت دظلمونو پر وړاندې دکندهار دخلکودصبر،بردباري او مقاومت ښه څرګندونه کوي.

په ناول کې ددوو پیښو یادونه شوې چې دنجلۍ پلار دخپلې لور دسمال دبل کورته ور وړي داچې یوازې دغه دوه استثنایي پیښې بیان شوې لوستونکی فکر کوي چې دکندهار دخلکو رواج به همداسې وي په داسې حال کې چې دا ډول ډیر کم او په ډیرو استثنایي مواردو کې پیښیدای شي البته لیکوال یوازې همدا استثنایي پیښې یادې کړې دي همدغه خبره په کلي کې دنشه یانو دشته والي په اړه هم دګوت نیونې وړ ده په داسې حال کې چې زموږ په کلیو کې که نشه یان وي هم ،دمشرانو او نورو کلیوالود درناوي لپاره هرځای او په هره لاره کې چرس نه څکوي او زیاتره پټ ګرځي.البته دلته هم لیکوال یوازې استثنایي موارد یاد کړي دي چې په ټولو دتطبیق وړ نه ده.

لیکوال دناول دپیښو په بیانولو کې ډیر بریالی دی لوستونکي ته داسې بریښي لکه لیکوال چې ډیر وخت دکندهار په زیاترو سیمو کې ګرځیدلی وي او دا دلیکوال بری دی.

د(اشک­های تورنتو در پای درخت انار)  ناول زموږ پر ادبیاتو یوه ښه زیاتونه ده په وروستیوپه هغو ناولونو چې په دري ژبه خپاره شوي دي او مالوستي دي دا ناول ترټولو په زړه پورې ناول دی .لیکوال ته مبارکي وایم او ددوی دلازیاتو بریو هیله کوم.

علم ګل سحر