يو غمی د سيند په تل کې
2010-02-21 01:27:28
يو غمی د سيند په تل کې
يو غمی د سيند په تل کې رانه ورک شو
نه پوهيږم په څه چل کې رانه ورک شو
اننګو کې دې زما د کتو فصل
ټوکيدلی و،په ګل کې رانه ورک شو
يو شين خال به مې نمانځه هميش په زړه کې
ستا خواره واره اوربل کې رانه ورک شو
د شانې خوله کې زما ارمان نيمګړی
د هغې د زلفو ول کې رانه ورک شو
د نيرون* په هوسونو کې لاهو شو
خوږ کابل مې په کابل کې رانه ورک شو
6\8\1382
پکتيا،زرمت-اسلامخيل
* نيرون،د لروغوني روم يو با الهوس امپراتور و،چې د روم ښار ددۀ د هوس په ليمو کې وسوځيد،چې بيا دا متل مشهور شو:از دست يک شوم-سوخت شهر روم