دعلم ګل سحر

 

علم ګل سحر

 

غزل

نظر مې شي ستومانه،بيرته ستا رخسار ته راشي

بې کوره مسافر دی،نا اشنا ديار ته راشي

 

په سترګو کې ځای نه لري،په زلفو کې دې ورک شي

يو ستړی کليوال،تياره ماښام بازار ته راشي

 

د ژوند لوبه بايلي،خو په ګډا ځي د مرګ خولې ته

تش والوزي هواته،مرغۍ بيرته مار ته راشي

 

يتيم چې په ژړا شي،ميره بيا څپيړه ورکړي

ماشوم که څوک خپه کړي،په ژړا به پلار ته راشي

 

هندارې ټولې ماتې کړي،څو کاڼي دلته پريږدي

يو څو ليونيان ووځي،يو څو بيرته ښار ته راشي

 

په کور کې څراغ نه لري چې کښيني رڼا ته

چې توره شپه خوره شي،سحر ځکه يار ته راشي

11/1/1381

وزير اکبر خان مينه

 

 

 

 

 

 

غزل

زمونږ وطن ته لوګي مخکې،رڼا وروسته راځي

اول ژړا وي فرياونه،خندا وروسته راځي

 

وسلې راوليږي او غلي راته ووايې چې:

د ډوډۍ غم مه کوئ،دغه سخا وروسته راځي*

 

هغه سپوږمۍ ده،خو سپوږمۍ غوندې تنها نه راځي

تر مخ يې ډار د بيرته تلو وي او دا وروسته راځي

 

په کومو ګلو به ستا مينه ماتومه ګلې

سپرلي راځي،خو وايې ښکلې تر تا وروسته راځي

 

د تسبو لړ نه يوې ښکلې ته  اميل جوړي

لمونځ قضاء کيږي،نيت تړئ چې ملا وروسته راځي

 

يتيم ماښام پورې په خاورو کې لوبيږي وايي:

يوازې نه ځمه خپل کورته،بابا وروسته راځي

 

دوی وايې وکړئ ګوزاره له ښامارانو سره

ډير زورور دي،کوه طور نه امساء وروسته راځي

1383/1/16

وزير اکبر خان مينه - ازادۍ راډيو

 

 

 

 

غزل

په تورتمونو،په اورونو کې لار روغ پاتې يو

ترکاڼي کلک يو،توپانونو کې لا روغ پاتې يو

 

هره خوا کرکه وه،کينې وې،موږ به مينه کړله

عجبه نه ده؟امازونو* کې لا روغ پاتې يو

 

بيرغ دمينې مو په هيڅ جګړه کې ښکته نه کړ

له دې سببه په تيغونو کې لا روغ پاتې يو

 

دا ښکلې هسې له موږ مخ اړوي،ځان کنجوي

موږ يې په روح،موږ يې په زړونو کې لا روغ پاتې يو

 

سرو اننګيو ته يې ګورو،خو لانه پرې سوځو

په دومره ښکلو او حسينو کې لا روغ پاتې يو

 

که مومن خان دې چيرې وليد ورته ووايه چې:

موږ د ښامار تيرو غاښونو کې لا روغ پاتې يو

 

مخامخ خاندي او له شا مو په خنجر ووهي

                      سحره!مونږ داسې وختونو کې لا روغ پاتي يو        



*  د درويش دراني له يو شعر نه په الهام

*  د امازونو په قام په لرغونو زمانو کې دښځو يو قام و،چې خپل نارينه اولادونه به يې په ځوانۍ کې وژل او لوڼې به يې د جګړو لپاره روزلې.