دپنځو متلونو کیسې / علم ګل سحر
2010-01-12 04:57:10
یو با م او دوه هوا
دا متل په دري کې داسې دی:
قربان شوم خدا را ،یک بام ودو هوا را
کیسه یې داسې ده وایي چې یو وخت دیوې کورنۍ غړي په بام ویده کیدل د یوې ښځې زوی او نږور یوې خوا ته او لور او زوم یې بلې خو اته څملاستل ، دې ښځې زوی او نږور ته ویل چې لیرې لیرې پریوزﺉ چې هوا ډیره توده ګرمي به مو وشي اوبیا لور او زوم ته ورغله ورته و یې ویل چې ښه سره نږدې شي چې نن شپه هوا ډیره سړه ده هسې نه چې یخني مو وشي او ناروغ شي. زوی یې له هغې خوا سر را پورته کړ مور ته یې وویل :
فربان شوم خدا را، یک بام ودو هوا را
له هغه وروسته دا متل وشو .
اوبه چې شي تر غاړې
زوی او لور شي تر پښو لاندې
روایتونه وایي د نوح (ع) دتوفان په وخت کې یو سړی له توفا ن څخه دخلاصون لپاره له خپل زوی او لور سره د یوه لوړ غره سر ته وختل خو هلته هم اوبه ور ورسیدې سړي لور او زوی را واخیستل او دیوې بلې جګې څوکې سرته وختل خو هلته هم اوبه ور ورسیدې چې اوبه ډیرې شوې او دده تر غاړې ورسیدې نو دځان دخلاصون په خاطر یې زوی هم تر خپلو پښو لاندې واچاوو خو اوبه نورې هم ډیرې شوې او بیا دسړي تر غاړې ورسیدې سړي دځان ژغورلو لپاره خپله ګرانه لور هم تر خپلو پښو لاندې واچوله خو توفان و ، اوبه نورې هم ډیرې شوې او سړی له اولادونو سره یوځای غرق شو.
دې ته ورته زما دسترګو لیدلي حال یوه کیسه ده:
په ۱۳۷۷ لمریز کال کې چې ما په بي بي سي راډیو کې کار کاوو ، د بی بي سي دفتر هغه وخت په پیښاور کې و او زما کور په کابل کې و ، کله کله به دتورخم لاره بندیدله او موږ به له نورو لارو لکه څڅوبي او ... په لارو پیښاور ته په ډیرو ستونزو تللو.
یوځل په همداسې خطرناکه لاره ور برابر شوو ، په غرونو کې مو سختې اوخطرناکې لارې په پښو ووهلې ، ها خوا مو یو پایکي موټر کرایه کړ چې د پښتونخوا په لوړو غرونو مو واړوي ، موټر په ډیره خطرناکه لاره دغرونو په ډډو او دغره په سر لاره لنډوله ، با الاخره دغره پر سر یوه ډیر خطرناک پیچومي ته ورسیدو،له موږ سره په موټر کې ډیر کسان ول په دې کسانو کې له یوه سره خپلې دوه کوچنۍ د۸ـ ۱۰ کلنو په شاوخوا کې لورانې هم وې چې ده په ټوله لاره کې ډیر کړاو ورسره ګاله ، موټر دپیچومي سرته وخوت خو بیرته دشا په خوا را خوشی شو ، بریکانو یې کار پریښود ، موټر دغره له سره دراپریوتو په حال کې و ، نور دژوند هیله نه وه پاتې ، څو کسو ځا نونه له موټره وغورځول . ددوو وړو نجونو پلار هم خپلې لوڼې پریښودې او خپله له یې له موټره ټوپ کړل ، ما دا یوه کوچنۍ نجلۍ تر لاس را ونیوه چې راسره وایې چوم خو را باندې ناوخته شوي ول. .
موټر د غره له سره د لویدو په حال کې و او دلوی پیچومي اخیري برخې ته رسیدلی و ، بس د خدای فضل وشو موټر په همدې وروستۍ څوکه داسې ودریده لکه څوک چې یې په لاس ټینګ تکیه کړي . هغه سړی هم بیرته موټر ته را پورته شو او خپلې کوچنۍ لوڼې یې ښکل کړې له سترګو یې دخوښۍ اوښکې روانې وې ټولو پورې خندل او ماته دا متل را یاد شو :
اوبه چې شي تر غاړې
زوی لور شي تر پښو لاندې
خدای چارې په مدار کړي
بنده نه دی چې تلوار کړي
وایي یو وخت یوه خان پخپلو یتیمو تربورونو ډیر ظلم کاوو ، ددوی پلار هم ده وژلی و ، خو په حکومت کې یې رشوت تیر کړی و او دهغه دمرګ پړه یې د وژل شوي پر ورور ور اچولې وه ،یعني یو ورور ووژل شو او دابل دهغه دمرګ په تور بندي شو ددغه کور ټولو غړو ته ټول حال معلوم و خو څه یې نه شوای ویلای ددغو ددواړو وروڼو زامن او کورونه دغه ظالم ته ور پاتې شول ، دیتیمانو آواز هیچا نه اوریده ، ددوی انا چې مشره او تجربه کاره میرمن وه ډیره ډاډه وه ، چې ظالم ته به خدای پخپله جزا ورکړي خو دکورنۍ نورو غړو به بې صبري کوله ، انا به یې ډاډ ورکاوو کلونه تیر شول ټولې کورنۍ به انا ته ویل خدای به دې ظالم ته څه وخت سزا ورکوي انا به یې ویل تاسې صبې وکړﺉ خدای کارونه په کرار کوي بنده خونه دی چې تلوار کوي .
ډیر کلونه نور هم تیر شول یوه ورځ دغه ظالم سړي له خپل ورور سره جنګ وکړ خپل ورور یې وواژه او دی بندي شو په همدې وخت کې خلکو پرې شاهدي وویله چې دغه سړي دمخه هم دا بل سړی وژلی و ، دا ظالم سړی په عمري بند محکوم شو اولادونه یې ددا نورو یتیمانو غوندې بې سرپرسته او خوارو زار پاتې شول
له هغه وروسته دامتل وشو چې:
خدای چارې په مدار کړي ، بنده نه دی چې تلوار کړي
دخره څښتن ته ور پیښه ده
ویل کیږي د چا خر له بار سره په خټو کې لویدلی و او په ویاله کې بند پاتې و ، دخره څښتن چې هرڅومره زور وواهه ویې نه شوای کولای چې خر له خټو وباسي له یو بل لاروي یې مرسته وغوښته ، لاروی راغی خریې تر غوږو ونیو خو دزړه زور یې نه کاوو په دې منځ کې ډیر وخت تیر شو ، شپه را نږدې وه ، دخره خاوند ولیدل چې لاروی هسې لګیا دی دزړه له اخلاصه مرسته نه کوي نو ورته ویې ویل :
وروره کور دې ودان ورځه ورځه چې په تا ناوخته کیږي دخره ځښتن ته هسې هم ور پیښه ده .یعني چې ماته خورا پیښه ده مجبور یم خپل کار به کوم .
پکه چا په ورا نه پریښوده، دې دسر کجاوې غوښتې
په زیاترو کلیوالو سیمو کې داسز رواج دی چې دناوې دراوړلو لپاره لومړی درې ورځې یا هم یوه ورځ دمخه خیښې دزوم له کوره دتاوې کورته ځي او بیا دواده په ورځ ورا دناوې د راوستلو لپاره ځي اوبیا ناوې راوړي .
پخوابه یې ناوې په ډولۍ او کجاوو کې راوړه .
وایي په یوه واده کې یو پکه نجلۍ وه دا تر نورو مغروره هم وه نو ویل یې چې زه له نوري ورا سره نه ځم ، زه له ناوې سره یوځای د مخې په ډولۍ کې کینم ، چا ورته وویل اوس هم خوشحاله اوسه چې موږ دې له ورا سره پریږدو ته لا خوشحاله نه یې او دسر کجاوې غواړې .
له هغه وروسته دا متل وشو .
دې ته نږدې بل متل هم شته وایي:
پکې ورا دې راغله،دې ویل ګومان مې نه شي
ړنګه شې درې نر دې پڅ ، ښځې تیرې
وایي یو وخت د یوه کلي خواته یوې درې ته له بلې سیمې کډې راغلې ، دا خلک په دره کې میشت شول په دوی کې رواج و چې دباندې ټول کارونه ښځې سرته ورسوي .
نار ینه به یې په کورونو کې ناست ول ښځو به خواري مزدوري کولې ،که به یې له بل کلي او قبیلې سره جګړه هم پیښه شوه نارینه به په کورونو کې ناست ول ، ښځو به جنګ کاوو .
یوه ورځ یې له بل کلي سره جنګ شو ددغې درې ښځو سختې جګړې ورسره وکړې او دبل کلي ډیر کسان یې مړه او ټپیان کړل . وروسته له هغه دا متل وشو چې:
ړنګه شې درې
نر دې پڅ ښځې تیرې