داوومتلونو کیسې / علم ګل سحر

 

که زموږ پاچاهي شوه دا به مو ګز وي

وایي کله چې حبیب الله ( بچه سقآ) دغازي   امان الله خان په ضد جګړې پیل کړې ، د هیواد په شمال کې یې یو شمیر ځایونه ونیول ، دوی ویل چې امان الله خان کافر دی ، موږ داسلام لپاره جنګیږو ، ځینو کسانو ددوی په خبرو باور وکړ  او ددوی ملاتړ یې وکړ ، دوی هم  سوکه سوکه یوه یوه سیمه نیوله  او کابل ته نږدې شول .

یوه ورځ د سقاو د ډلې یو ټوپکوال  په چاریکارو کې یوه دوکان ته ورغی ، دوکاندار ته یې وویل چې ماته یو ګز(متر) رخت راکړه چې بیرغ ترې وتړم . دوکاندار له ډاره درخت بشپړ تان ورته راواخیست ، ورته ویې ویل چې ته پخپله کچ کړه او یو ګز درواخله . سقاوي ټول تان تر خپلې اوږدې لکړې تاو کړ  او روان شو.

  دکاندار ورته وویل : صاحبه ستا خو یو ګز رخت په کار و ، اوس خو دې ټول تان در سره یووړ .

سقاوي ورته وویل:

که زموږ پا چاهي شوه دا به مو ګز وي

 

 

        تلوار د شیطان کار دی

په پخوا زمانو د یوه سړي میرمن مړه شوې وه ، یو کوچنی زوی ورپاتي و. دغه سړي په کو ر کز یو ډیر وفادار سپی  در لود ، کله به چې چیرته ، ته  نو خپل زوی به دسپي په تمه پریښود او سپي به دهغه د زوی ساتنه کوله .

 وایي یوه ورځ چې دا سړی په مزدوري پسي ووت  ، دتل په شان یې زوی په کور کې سپي ته پریښود . یو لیوه یې کورته راغی ، سپي له لیوه سره ډیر جنګ وکړ ، په پای کې یې لیوه مړ کړ  ، خو سپی هم ډیر ژوبل شو  .

مازدیګر چې کله دکور څښتن راغی ګوري چې دسپي خوله په وینو سره ده ، سړي فکر وکړ چې سپي یې زوی خوړلی دی تبر یې را واخیست او په ډیر تلوار یې سپی وواژه ، چې کوټې ته ننووت  ګوري چې زوی یې روغ دی او لیوه مردار پروت دی ، سړی پوه شو چې دسپي خوله دده دزوی په وینو نه بلکې دلیوه په وینو سره وه او په تلوار کې یې لویه غلطي وکړه چې خپل وفادار سپی یې وواژه ، له هغه راهیسې دا متل شوی چې   :

  تلوار دشیطان کار دی

 

 

 

چې مشر یې قمبر وي

                              اختر یې مازدیګر وي

وایي په یوه لیرې پرته سیمه کې پښتانه او هزاره ګان په یوه کلي کې اوسیدل ، پښتانه دملک یا دکلي دمشر دټاکلو په سر نه سره جوړیدل ،هر یوه ځان  مشر باله اخیر یې فیصله وکړه چې تر منځ یو هزاره د خپل کلي مشر وټا کي . نو دقمبر په نا مه یې یو بې تجربې هزاره خپل مشر وټاکه  ، ټولو به دهغه اطاعت کاوو ، یو کار یې هم دهغه له خوښې پرته سرته نه رساوو ، روژه راغله  ورپسې اختر راغی  خو قمبر علي وویل چې نن اختر نشته سبا به تول په بوه اتفاق اختر کوو ، هغه وخت رادیوګانې او دخبر تیا نور اسانه وسایل نه ول  او دا کلی هم د غرونو منځ کې له ښار او نورو کلیو لیرې  پروت و، روژه پوره وه خو قمبر علي دخپل اعتبار د پخوولو لپاره لا اختر نه و کړی .

      څو کسه کلیوال نورو سیمو ته ولاړل ، چې وګوری په نورو ځایونو کې اختر دی که نه؟  دوی ولیدل چې په ښار او کلیو کې  داختر ورځ ده ، نو بیرته په تلوار خپل کلي ته راغلل  ، مازدیګر مهال کلي ته را ورسیدل  او په خلکو یې داختر زیری وکړ  ، خلکو په مازدیګر کې اختر جوړ کړ ، یوه سپین ږیري چې  دمخه ددغه کلي مشر و، وویل:

چې مشر یې  قمبر وي

               اختـــــــر  یې ماز دیګـــــــــر وي

دا متل له هغې ورځې وروسته مشهور شوی دی..

 

 

وسله کومه وسله؟

                  هغه چې په لاس درغله

اکبر پاچا د بیر بل په نامه یو ډیر پوه هوښیار وزیر درلود چې دخپلې هوښیارۍ له کبله پر پاچا هم ګران و، اکبر پاچا ټولې مشورې له ده سره کولې .

 بیر بل ډیر حاضر ځوابه سړی و که به پاچا ترې کومه پوښتنه وکړه بې له ځنډه به سم ځواب ورکاوو .

    یوه ورځ اکبر پاجا دده دهوښیارۍ امتحان اخیست ، پوښتنه یې ترې وکړه چې :

وسله کومه ښه وسله ده؟

ده ورته وویل: پاچا صاحب تر ټولو ښه وسله هغه ده چې په لاس درشي .

پاچا چې پخپله پاچاهي کې رنګارنګ او دخپل وخت پرمختللې وسلې لرلې  او بیربل دده دپاچاهي د کومې وسیلې نوم وا نه خیست  ډیر په غوصه شو ، امر یې وکړ : چې د خپلې پاچاهي مست او خونړی فیل پرې را خوشی کړي چې ورته معلومه شي تر ټولو کومه وسله ښه ده؟

  کله یې چې په لوب میدان کې فیل ورپسې را خوشی کړ له بیربل سره هیڅ وسله نه وه ، چې دځان دفاع پرې وکړي . فیل په ډیر قهر دده په لوري را منډه کوه ، بیربل شاوخوا وکتل  یو کوچنی کونګری(کوتری ) هلته پروت و ، هغه یې را واخیست او فیل یې  پرې وویشت  ، کونګری د فیل په خړتم پورې ونښت  او کوکارې یې پیل کړې ، فیل سخت وډار شو بلې خواته یې منډې کړې  او بیربل ترې خلاص شو .

  اکبر پاچا یې  له پاسه سیل کاوو  چې دا حال یې ولید  ، ویې منله چې بیربل  رښتیا وایي . رښتیا هم ښه وسله هغه ده چې په سخته کې په لاس در شي ، دبیربل  هوښیارتیا یې وستایله او دده درجه تر نو رو وزیرانو نوره هم لوړه کړه.

 

 

خدای یې کوي ، خو شولې اوبه غواړي

 

یوه ساده سړي دملا له خولې اوریدلي ول ،چې ټول کارونه الله (ج) کوي ، بنده هیڅ نه شي کولای ، خدای پاک هرڅه کولای شي .

دا ساده سړی کورته راغی له ځان سره یې پریکړه وکړه چې دا ځل د للمي غنمو پر ځای د پسرلي بارانونو ته شولې(وریجې) وکري .

 په سبا دغره لمنو ته ولاړ  ، په وتره ځمکه یې شولې وشیندلې او ترې ولاړ .

 د وریجو درسد په وخت کې د شولو کروندې ته ور غی  ګوري  چې وچ ډاګ دی ، شولې نه دې را شنې شوې ،په لار کې کیناست ، په ژړا یې پیل وکړ او ملا ته یې سپکې سپوري ویلې یو سړی راغی پوښتنه یې ترې وکړه ، ساده سړي ټوله کیسه ورته تیره کړه ، لاروي ورته وویل :

خدای یې کوي ، خو شولې اوبه غواړي

 

 

تا دې خدای راته جو ړ کړي  ،موږ دې غله یو

وایي یو وخت یو شتمن سړی و، ده ډیر جایداد او پیسې لرلې خو دخپل کور امنیت یې هم ډیر ښه نیولی و ، غلو نه شوای کولای چې له ده څخه غلا وکړي  تل یې څاره خو دغلا بهانه نه ورته جوړیدله.

دورځو نه یوه ورځ دا شتمن سړی بازار ته ولاړ غله هم پټ پسې روان شول  چې بازار ته نږدې شو غلو ونیو یوه غله له بازاره چپرکټ راووړ  ،شتمن سړی یې په چپر کټ کې ټینګ وتاړه ، ټولې پیسې یې ترې واخیستې  ، کټ یې په اوږو واخیست او روان شول ، سړي چیغې وهلې : او خلکو دخدای لپاره دا غله دي ، زه لوټ کړم مه یې پریږدﺉ .

غلو به پخپل منځ کې سره وخندل ، بیا به یې سړی ته دجار قربا ن وبلو تر څنګ ویل:

موږ دې هم غله یو خو تا دې خدای را جوړ کړي.

په دې خبرو سره یې نورو ته داسې ښودله چې دا یې ورور دی او لیونی شوی دوی نه پیژني ، دوی یې دتداوي لپاره روغتون ته په کټ کې وړي.

سړي به چې هر څومره نارې سورې وکړې  غلو به جار قربان ورته وایه او دابه یې ویل چې  تا دې خدای جوړ کړي موږ دې هم غله یو .

سړی یې همداسې تړلی پریښود دوی ترې ولاړل .

وروسته له دې پیښې دا متل وشو چې:

تا دې خدای را جوړ کړي ،موږدې هم غله یو

 

انسان په همنشیني معلومیږي خر په ناني

نانی د غزني ولایت یو اړوند کلی دی  دا کلی پخوا داندړو ولسوالي مربوط و ، پخوا په ټوله سیمه کې یوازې په همدې کلي کې ژرنده وه ، خلکو به له ډیرو لرې ځایونو دغې ژرندې ته دخرو په وسیله غنم داوړه کولو لپاره وړل  خرو به ډیر مزل واهه تر څو دې ژرندې ته ورسیږي . زیاتره وخت به خره له کاره لویدل او بار به تر ژرندې نه  شوای رسولای ، یوه نیم خر به چې ډیر پیاوړی و ،خپل بار تر ژرندې رسولای شوای ، نو هغه وخت به چې چا غوښتل چې نوی خر راونیسي یوځل به یې تر ناني پورې بار ورباندې ووړ. که به بار بې له کوم تکلیفه په یوه ساه تر ناني ورساوو نو معلومه به شوه چې دا خر ښه خر دی  او دا هم معلومه ده چې هر انسان تر څو چې له چا سره په یوه ګاونډ کې ژوند ونه کړي او ټول خویونه یې سړي ته له نږدې څرګند نه شي سړی باور نه شي ورباندې کولای  ، دغه متل ځکه وشو چې:

خر په ناني معلومیږي او انسان په همنشیني