دپنځو متلونو کیسې / علم ګل سحر
2010-01-05 03:02:17
وايم تاته ورېنداره دې يې واوري
وايي په يوه کلي کې دوه وروڼه او يوه خور اوسېدل،دوى واړه يتيمان پاتې شوي ول،چې لوى شول مشر ورور ته يې واده وکړ، څو مياشتې وروسته يې مشر ورور د خوارۍ مزدورۍ له پاره بل ملک ته ولاړ، خور او ورور خپله ورېنداره ډېره نازوله ورېنداره يې ورو ورو دټول کور واکمنه شوه او دکور په کارونو کې به يې هېڅ برخه نه اخېستله. ورور به يې هر کار خورته سپاره خور يې هم دکور کارونو ډېره ستړې کړې وه، بله ورځ يې خپل ورور ته ګيله وکړه،چې ځوانه ناوې په کور کې شته، هغه هم بايد کاروکړي، ته ولې دهر کارماته وايې.
ورور يې ورته وويل : وايم تاته په غوږ ورېنداروهم ګوندې هغه پوه شي او په هغو کارونو پسې،چې تالېږم دايې وکړي. له هغه وروسته دا متل عام شو.
چې بادشي له غزني، غزني واورې اوروي
ددې متل په باره کې دوه روايتونه دي :
يوداچې دغزني دشاوخوا سيمو خلک وايي،چې پخوابه په غزني کې تل واورې اورېدلې او د واورو اورښت به دورېځو له مخې نه بلکې دبادونو له مخې خلکو اټکلا وو،چې کله به دغزني له خواباد راوالوت، نو خلکو به ويل،چې نن به حتماً واوره اوريږي.
ځينې بياوايي دا،چې غزني يوه هواره سيمه ده،پخوابه واورې په کې ډېرې وې، نوبادونه به يې هم لرل کله به،چې باد شو،نو په ځمکه پرتې واورې به يې بادولې، دا واورې به داسې بادېدې،چې دواوروتر اورښت به زياتې وې. نو ځکه هغه وخت دامتل وشو،چې بادشي له غزني غزني واورې اوروي.
ويل کيږي،پخوا به په غزني کې په ژمي دومره واورې وې،چې خلکو به ديو بل کورونو يا يوه بل کلي ته تر واورو لاندې تونلونه جوړول او دتونل له لارې به يوې بلې سيمې ته تلل .
تربور له ځانه کم مه ګڼه يا سيال کم مه ګڼه له ځانه
دپښتويو پخوانى متل دى،ددې متل کيسه شاعر او ليکوال اسدالله بلهار جلالزي په نظم اړولې ده،چې دلته يې کټ مټ رااخلم. سيال کم مه ګڼه له ځانه .
داکيسه مې پخوا کړې اکاوه
زما په ذهن کې هرسحربېګا وه
وې کوچى و په نامه دمير افغان
ډېر هوښيار و ډېر ځيرک و ښه کاردان
زماله پلار سره يې دوستي او اشنايي وه
رسېدلې ان تر حده د وروري وه
ډېر خواږه وو، وه په يو اوبل به ګران
په مجلس به سره تل ناست وو خندان
زما پلارته کوچي هسې حکايت که
ما له هغې ورځې له ځان سره عبرت که
وې خانه کبر څه دى غرور څه دى
داخوښۍ او خندا څه ده سرورڅه دى
خانه ستاسو په مالت کې خلک وايي
په اتام باندې پښه ښودل نه ښايي
وايي دا دکبر غرور لويه علامه ده
چې ترپښو شو اتام ورځ يې چپه ده
دامنمه قدر ډېر لري اتام
ورته وکړو بايد موږ ډېر احترام
خو داواره چې دا کبرنه دى خانه
کبر دا دى چې سيال کم ګڼي له ځانه
دسيالانو احترام تل ساته خوندي
که خپل ځان ساتې دنورو له خندي
خانه غوږ شه چې کيسه دسکندر کړم
تابه زه په حال احوال دده خبر کړم
دسکندر وو زيات پوځونه اولښکر
ډېر ملکونه يې کړل لاندې لر اوبر
هم درلودې يې پيسې او سيم و زر
ډارېدل ترې نه شاهان ډېر زورور
سکندر به چې حاضر وو په ميدان
نه وو چاسره دسڼ اېستلو توان
اميران قوماندانان ترې ډارېدل
دده مخکې لکه پاڼې رپېدل
يوه ورځ دسکندر په زړه کې ډېره
شوه دکلي مينه لاندې باندې تېره
وې يې ځمه دخاپوړو ځاى مې ګورم
دخپل پلار او دنيکه سراى مې ګورم
ويې کړ امر چې لښکر دې شي تيار
زه ورځمه نن ترګوره دخپل پلار
درسره لښکر تيار شو سمدستي
لوى امير شو دخپل کور په خوا رهي
په قدم قدم ولاړې پرګنې وې
سکندر ته يې نيولې سرې غنچې وې
پېغلو نجونو عطرونه پرې پاشل
او ځوانانو لاګلونه پر شيندل
شاعرانو په شعرونو کې ستايل
هر هر څوک وو دده طبعې ته مايل
څوله دوى ځينې خپه نه شي امير
کنه شي به بنديوان بيا په ځنځير
سکندر چې وو په زړه باندې ملال
اوس دسيمې له دې خلکوشو خوشحال
چې خپل کلي ته ورلنډ شو اونېږدې
ورته مخې ته يې راغله خپله ادې
کليوالو ته سکندر يو کليوال وو
په راتګ يې نه خپه او نه خوشال وو
ورسره لښکر يې هم ورته هېڅ شان وو
که هرڅو يې وزيران او سپاهيان وو
که آسونه که يې فيلان او که قوت وو
ورسره که دوژلو هم قدرت وو
خو تربور ته يې دا هرڅه خاروخس وو
په ظاهره که ناتوانه او بې وس وو
سکندر ته يې راوړاندې يو وزيرشو
وې يو عرض درته کوم لښکر دلګير شو
څه افت دى نازل شوى په دې کلي
دلوى مشر مخ ته هېڅوک نه راځغلي
په رڼو سترګو زموږ خواته راګوري
بې پروا تېر شي زموږ دڅنګ له لوري
امر راکه چې زه داسې دعبرت ورکړم
له نړۍ ورته دا ژر ژر رخصت ورکړم
سکندر شو په شونډانو کې موسکين
او تندى يې ترپخوا شو لاښه ورين
وې وزيره ځير شه زما دغه خبرته
دغه کلي دغه قام دغه ټبر ته
دومره پوه شه دا وګړي زموږ دکلي
ترښاغلي سکندر دې ډېر ښاغلي
خاپوړې دلته کړې سکندر دي
دوى هم غړي ددې قام ددې ټبر دي
سربه ټيټ نه کاتربورته کوم تربور
ترسر کوزي ژوند مرګ ښه ګڼي ضرور
په ښکاره که وي کم وسه او مجبور
اندرون ګوره لېرې بيا ډېر غرور
که زماخبر منې راسره خانه
تربور هېڅ کله کم مه ګڼه له ځانه
زړه يې مه ازاروه واوره له مانه
دښمنۍ څخه يې لېرې ګرځه ګرانه
دپيشو دوژلو وخت تېر دى
وايي دوه کسه ملګري ول، ديوه له خپلې مېرمنې سره ژوند سخت و، تل به يې په کور کې شخړې وې، مېرمنې به يې دده خبره غوږ ته نه وروړه، دکور کارونه به ټول همداسې پاتې ول، خو دده بل ملګري له خپلې مېرمنې سره ښه ژوند درلود، تل خوشحاله و، مېرمنې يې دده خبرې منلې، لومړى ملګري به تل دابل ته شکايت کاوه، خو ددويم به ورته ويل، زه چې خپلې مېرمنې ته سترګې ورواړوم، زما سترګو ته ګوري ، هر کار په خپل وخت سره کوي، لومړي ترې پوښتنه وکړه،چې ستا دکاميابۍ راز په څه کې دى،چې مېرمن دې دومره درڅخه وېريږي، له ما څخه خو هېڅ ويريږي نه. دويم ورته وويل،چې ما دواده په لومړۍ شپه ددې له پاره،چې ښځه مې راڅخه وډاره شي، پيشو په توره ووهله ، دوه ځايه مې کړه،له هغې شپې راهيسې مې مېرمن فکر کوي،چې زه ډېر قهرجن سړى یم، که يې خبرونه منم، زما حال به هم دپشې په څېر وي، لومړي چې دا خبره واورېد له، کله چې کورته ولاړ، دمېرمنې ترمخ يې توره راواخېستله، پيشو يې په قهر سره پرې ووهله، مېرمنې يې پرې وخندل ورته ويې ويل: د پيشو دوژلو وخت تېر دى، اوس ماته معلوم شوى يې. يانې،چې خپل قهر او غوسه دې بايد په اوله ورځ ښودلې واى ، له هغې ورځې دا متل عام شو، چې :
دپشو دوژلو وخت تېر دى .
دتبر خولې ته لیمڅی ورغلی
دوو کسو د ځمکې پر سر دعوا لرله ، یوه هم دغه ځمکه خپل ملکیت ګڼله او دا بل هم . خبره یې قاضي ته ورسیده ، لومړي کس قاضي ته وویل چې دا دځمکې مو ضو ع زما په ګټه فیصله کړه زه به تاته دلرګیو ماتولو لپاره ډیر ښه تبر در کړم ، قاضي ورته وویل سمه ده ، زه به فیصله ستا په ګټه وکړم .
چې دا سړی ولاړ ، دوهم کس راغی قاضي ته یې وویل چې زه ډیر ښکلی لیمڅی لرم ، د ځمکې موضو ع زما په ګټه فیصله کړه دا لیمڅی به تاته درکړم قاضي له دغه سړي سره هم هوکړه وکړه .
کله چې دفیصلې په ورځ قاضي او خلک کیناستل ، خبرې پیل شوې هر یوه خپل خپل دلایل وویل ، نورو خلکو هم چا دلومړي چا ددوهم په ګټه خبرې وکړې ، د قاضي فیصله وځنډیده ، ځکه قاضي په دې کې دوه زړی و ، چې تبر ښه دی که لیمڅی؟ دکوم یوه په ګټه پریکړه وکړي.
لومړی کس په خپل وعده شوي رشوت ډاډه و ، پوهیده چې فیصله به دده په ګټه کیږي ، نو په کنا یه یې قاضي ته وویل :
قاضي صاحب ژر یې په تبر غوڅوه.
قاضي ورته وویل چې ته صبر چې دتبر خولې ته لیمڅی ور غلی د تبر خوله یې نیولې ده .
له هغه وروسته دا خبره متل شوه چې:
دتبر خولې ته لیمڅی ورغلی دی
ددغه متل دکیسې راوي افغان مشهور شاعراولیکوال ښاغلی پیر محمد کاروان وایي چې دغه متل په خوست کې ویل شوی دی او دغه کیسه هم هلته تیره شوې ده ، په خوست پکتیا او نورو غرنیو سیمو کې له تبر څخه دلرګیو د غو څولو او ماتولو لپاره ډیر کا ر اخیستل کیږي او لیمڅي هم دنورو سیمو غوندې په خوست کې ډیر رواج ول.اوس هم په ځینو کلیو کې لیدل کیږي.