دپنځو متلونو کیسې / علم ګل سحر

شپه دتنور هم تېريږي،

شپه دسمور هم تېريږي

بهلول،چې زياتره افغانان يې دغزني اوسېدونکي او دسلطان محمود غزنوي ورور بولي، دخپلې زمانې يو هوښيار او حاکم شخصيت و، دده دځينو عاقلانه خبرو او کړنو په باب پښتو متلونه جوړشوي دي.

له داسې متلونو څخه يو هم دا متل دى :

شپه دتنور هم تېره شوه، شپه دسمور هم تېره شوه.

وايي،چې بهلول به دپاچاهۍ چندان پروا نه کوله، په ښار کې به دشپې دکوم تنور يا دېګدان ترڅنګ دغزني په ساړه ژمي کې څملاست.سلطان محمود غزنوي څو ځله ورته وويل،چې پاچاهي ماڼۍ ته راشې او که نور څه نه وي شپه خو توده تېره کړې، خو بهلول نه منله، يوه شپه يې مجبور کړ، شاهي دربارته يې راوست، په هغه وخت کې به دپاچاهانو له پاره دسمور له پوست څخه ډېرې ښکلې او تودې کمپلې جوړېدلې،چې دخپل وخت ډېرې عصري او پرمختللې کمپلې او بړستنې بلل کېدلې. دسمور په نامه يادېدې،چې يوازې پاچاهانو به ترې ګټه اخېستله .

سلطان محمود غزنوي امروکړ،چې بهلول نن شپه په شاهي ماڼۍ کې ويده شي او دسمور کمپلې پرې واچوي. بهلول دانا په شاهي ماڼۍ کې دسمور په کمپلو کې شپه تېره کړه،سهار سلطان راغی، په دې هيله،چې بهلول به ډېر خوشحاله وي او په تېرو شپو،چې دتنورونو او دېګدانونو خواته يې په يخ کې سباکړې دي ډېر پښېمانه وي. سلطان له بهلول څخه پوښتنه وکړه،چې څنګه وه نن شپه ؟ښه خوب دې وکړ! بهلول ورته وويل، شپه دتنور هم تېره شوه، شپه دسمور هم تېره شوه.

له هغه وروسته دا متل عام شو چې :

شپه دتنور هم تېريږي ، شپه دسمور هم تېريږي .

 

هرڅوک غوړلستوڼي ته ګوري

وايي،چې يوه ورځ بهلول په خوارو جامو کې ديوه واده مېلمستيا ته ورغى، په دروازه کې ولاړو کسانو بهلول ته په واده کې د ګډون اجازه ورنه کړه، ځکه دى خوار ورته ښکاره شو،بهلول بېرته خپل کورته ولاړ، دخوارو او شلېدلو جامو په ځاى يې ډېرې قېمتي ورېښمينې جامې واغوستې او دواده ځاى ته بياورغی، دا وار يې بهلول ته په ډېر درناوي په مېلمستيا کې دګډون بلنه ورکړه، بهلول،چې په دسترخوان کښېناست، نو په ځاى ددې،چې ګوله خولې ته يوسي، په لستوڼي به يې اچوله، حاضروخلکو يو بل ته وکتل او سره ويې ويل: دا لېونى څه کوي ؟بهلول ورته وويل : تاسې مه حيرانېږئ، دا ډوډۍ زما له پاره نه ده، زما دجامو له پاره ده، ځکه يې په جامو بايدوخورم، نو دامتل،چې وايي هرڅوک غوړلستوڼي ته ګوري ، له همدې اخېستل شوى دى. .

----------------------------

باران په مچلغووشو، خره يې دکلالګو يووړل

 مچلغو دپکتيا ولايت دسيدکرم په ولسوالۍ کې يو سيمه ده او کلالګو دزرمت ولسوالي په لويديځه برخه کې يو لوى او ښکلى کلى دى،دزرمت په منځ کې،چې کوم رود تېريږي،دسيدکرم او مچلغو له شاوخوا سيمو سرچينه اخلي او ددې سيمو اوبه زرملي ته ځي. وايي يو وخت په مچلغو سخت باران اورېدلى و،خو په زرمت او کلالګو کې اسمان شين و، باران نه و اورېدلى او ځمکې وچې وې، خو دمچلغو دباران له امله لوى سېلاب راغلى و او دکلالګو ځمکې باغونه او څاوري يې وړي ول، دمچلغو باران زرمت او کلالګو ته زيات زيانونه واړول.

هغه وخت دامتل وشو،چې وايي :

باران په مچلغو وشو،خره يې دکلالګو يووړل .

 

 

 

 

 

 

زور قالب نه لري

يوه وري په وياله کې له لېوه لاندې خوا ته اوبه څښلې، لېوه وري ته وويل، ولې اوبه راخړوې، وري ورته وويل، زه خو ترتاکوزيم، له دې خوا اوبه نه خړيږي .

لېوه دوري د خوړلو له پاره هسې بهانې جوړولې بيا لېوه ورته وويل،چې تېره کال دې ولې ماته کنځا کولې. وري وويل، تېر کال زه زیږیدلی نه وم. لېوه ورته وويل،چې تېرکال ستاپلار کنځاراته کړې وې، نو ورى يې وخوړ. بيا دا متل وشو،چې زور قالب نه لري .

 

 

 

دروازې تاته وايم دېواله ته واوره

دا متل په دې ډول هم ويل شوى دى (( وايم تاته په غوږ ورېنداره وهم يا وايم تاته ورېندار دې يې واوري )). هروخت،چې څوک ونه شي کولاى دځينو عذرونو له امله خپله خبره چاته په مستقيم ډول وکړي، نو په کنايه او غير مستقيم ډول يې بيانوي، څو نور پرې پوه نه شي.

ويل کيږي،چې دامتل اصلاً له يوې عربي جملې ( اياک اعنى واسمعى يا جاره ) څخه اخېستل شوى دى،چې دمينې يوه په زړه پورې کيسه يې شاته پرته ده ، وايي،چې سهل بن مالک الغرازي له خپل وطنه دلقمان دليدو له پاره روان شو، په لاره کې يوه کلي ته وروګرځېده، دقبيلې مشر د حارث بن لام طايي په نوم يو سړى و، دى دقبيلې دمشر کورته ورغى، هغه په کور کې نه و، خو دهغه خور،چې يوه ډېره ښکلې او پى مخې نجلۍ وه، سهل کورته بوت او دهغه يې ښه مېلمه پالنه وکړه، په دې وخت کې ناڅاپه سهل دهغې ښکلاته پام شو، دهغې ښکلاحيران کړ، پرې مين شو، نيت يې وکړ،چې نجلۍ ته مرکه وليږي او واده ورسره وکړي، څوورځې هلته پاتې شو، يوه ورځ،چې نجلۍ په خپله کېږدۍ کې ناسته وه، سهل يو دمينې شعر بل چاته په خطاب کې ووايه،چې مفهوم يې دا و: اې خورې ديوه کليوال ځوان حال دې څنګه وليد،چې په يوه ښکلې نجلۍ يې زړه بايللى دى، تاته وايم ګاونډۍ مېرمنې ته واوره. کله. کله چې نجلۍ دغه شعر واورېده، پوه شوه،چې مطلب يې داده، وايې ويل داخبره ديوه يوه اوعاقل سړي نه ده او ښه نظر هم نه دى او دابيتونه يې هم وويل :

اناقول يافتى فزاره             لا ابتغي الزواج ولا الدعاره

ولافراقاهل هذالمجاره    فارسل الى اهلک يا ستخاره

يانې زه تاته وايم اې فزاره ځوانه،چې نه خاوند غواړم نه دوست ، نه معشوق او نه غواړم له دې طايفې لېرې شم، نوځه روغ رمټ خپل کورته ستون شه . سهل وشرمېده ويې ويل: ماخو کوم داسې بدنيت نه درلود ،نجلۍ له دې چې دى يې تورن کړى و، وشرمېده. وروسته سهل لقمان ته ورغی تصادفاً دنجلۍ ورور هم هلته و، داچې سهل زړه ور اوښکلى ځوان و، نجلۍ يو کس ور ولېږه،چې که ددې غوښتونکى وي ، واده دې ورسره وکړي، سهل له نجلۍ سره واده وکړ او بېرته خپلې سيمې ته راغى له هغه وخته دا مصرع (اياک اعنى واسمعي يا جاره ) متل شوه .