دشپږومتلونو کیسې / علم ګل سحر
2009-12-29 01:41:14
پوره ورک دې کړه، دوه کوره
دوه دوستان ول ، يوه ورځ يوه ته دپيسو ضرورت پيدا شو، نو له دابل دوست څخه يې پيسې وغوښتلې، دوست يې ورته وويل،چې سمه ده،زه به پيسې درکړم، خو دا پور بدشى دى، هسې نه،چې سبازما او ستا ترمنځ زړه بدوالى پيدا نه شي. بل دوست وويل،چې نه داسې به نه کيږي لکه څنګه چې تاماته پيسې راکړې، زه به يې هم په خپل وخت تاته درسپارم، دوست يې پيسې له بله قرض کړې، ده ته يې ورکړې. ډېروخت پرې تېرشو، پيسې يې نه ورکولې، بيا يې ترې غوښتنه وکړه، خو هغه ورنه کړې،مجبور شو په حکومت کې عرض پرې وکړ، دواړه څومياشتې په حکومتي اداروکې سرګردانه ول، دواړو څه،چې پيسې لرلې، په رشوتونو او نورو مصارفو ځينې ولاړې،وروسته له هغه دامتل وشو،چې : پوره ورک دې کړل دوه کوره .
------------------------------
چې ولاړ شي ترکابل ،خوى به راوړي هغه خپل
وايي په کندهارکې يو ډېرمالدار سړى و،داسړى ډېرکنجوسه اوشوم و، نېک عمل يې هم نه درلود،خلکو ته به يې هسې په هره خبره کې کنځلې کولې. دى په خپله سيمه کې دخپلو بدو عملونو له امله په تنګ شو، نيت يې وکړ،چې کابل ته ولاړشي، هم به له نوروبې غمه وي، او هم به تجارت وکړي. خلک هم خوشحاله ول،چې داسړى که کابل ته ولاړ شي، خوى به يې ښه شي اوپه اصطلاح ښه سړى به ځينې جوړشي، بالاخره دى کابل ته ولاړ، خو هلته يې هم ګوزاره ونه شوه،وروسته له يو څه وخته بېرته خپل کلي ته ولاړ. خلک يې پوښتنې ته په دې هيله راغلل،چې اوس به سم شوى وي، خو دى هماغسې و، خبرې او کړه وړه يې هم هغه پخواني و، خلکو په خپلو منځو کې وويل، چې ولاړشي تر کابل، خوى به راوړي هغه خپل. ياچې ولاړ شي ترکابله ،برخه به راوړي هغه خپله .له هغه وروسته دا متل مشهور شو.
غزني يې غوښت خير يې نه غوښت
وايي په غزني کې به تل ډېرې واورې اورېدلې، واورې دومره ډېرې وې،چې خلکو به لارې اومنډونه نه شواى په کې جوړولى، تر واورو لاندې به يې تونلونه اېستل او په تونل کې به له يوه کلي بل کلي يا دښار له يوې او بلې برخې ته تلل . ويل کيږي،چې يو ژمى په غزني کې واورې ونه اورېدلې، دغزني اوسېدونکي ډېر وارخطاول،چې که واورې ونه شي فصلونه به يې له منځه ولاړ شي. نو خداى ته به يې سوالونه کول ،چې واورې واورې. داسې به يې نه ويل،چې دخير اورښت دې وشي په دې باره کې يو روايت دادى،چې له ژمي وروسته دوري (حمل )دمياشتې په نهمه په غزني دومره واوره واورېده،چې په نيمه ورځ کې یې ټول غزني غرق او ويجاړ کړ.
يوه تجربه لرونکي سپين ږيري تمامه شپه په خپله او خپلو اولادونو له خپلو بامونو څخه واوره پاکه کړه، دوى به دشپې دلاندي غوښې پخولې، په بام به يې خوړلې او واوره به يې وار په وار پاکوله. په غزني کې يوازې همدا کورنۍ پاتې شوه او نور ټول له منځه ولاړل . روايتونه وايي،چې په غزني کې يوازې همدغه سپين ږيرې خير ياد کړى و او بيا يې د واورو په پاکولو کې ډېر زيار اېستلى و، له هغه وروسته دامتل وشو،چې غزني يې غوښت خير يې نه غوښت .
غزني،چې زرکاله پخوا دافغانستان پايتخت او داسيايو مهم ښارو، دپښتو ادب په نکلونو،متلونو او فولکلورکې هم خاص ځاى لري.
---------------------------
چې خوب وينم دعمر کلا په اوبوکې وينم
دزرمت ولسوالۍ په منځ کې يو رود (سيند) بهيږي، چې دپکتيا ولايت له سيدکرم څخه پيل کيږي او دغزني دسردې بند ته رسيږي او آن ځينې وختونه دغزني دولاړو اوبو په جهيل کې توئيږي په دغه رود کې په پسرلي کې سېلابونه راځي،چې زياتره وخت له رود سره نېږدې کلي او کورونه وړي.
دعمر کلا دزرمت په اورياخېلو کې دمصطفى پله خواته يوه کلا وه،چې څو واره سېلاب يووړه. له سېلاب وروسته به يې بيا جوړه کړه، خوبل سېلاب به بيا يووړه،چې بيا وروسته دامتل پورې وشو، اوس چې څوک له خطر سره مخامخ وي، يا غواړي ديو ناشوني کار کولو ته ملاوتړي، بل څوک،چې دهغه کار عاقبت ښه نه ورته بريښي ،بيا نو ورته وايي: چې خوب وينم دعمر کلا په اوبو کې وينم
سه ګانه د دوو ډولو ځاى نه دى
دسه ګانې کلی د پکتيکا ولايت د کټواز په ولسوالۍ کې دى، دا کلى په يوه غونډۍ پروت دى.
وايي،چې يو وخت په دې کلي کې دوه ودونه و، يو ډول راوستى و. خو دابل هم ښايي ددې بل له قصده غبرګ ډولونه راغوښتي وي،دسه ګانې په کلي کې دوه ځايه ډولونو ته اتڼونه پيل شول، خوداچې دايو کوچنى کلى و او ديوې غونډۍ په سر جوړ شوى و، د دواړو ودونو د ډولونو اواز سره ګډېده او اتڼ چيانو به اتڼ نه شواى ورته کولى، اتڼ چيانو اتڼ بس کړ، ويې ويل،چې يو ډول بايد وي، سه ګانه د دوو ډولونو ځاى نه دى، له هغه وروسته دامتل وشو.
دکټواز يوه اوسېدونکي راته وويل چې دا متل اصلاً داسې شوى دى،چې په پخوا وختونو کې سه ګانه يو لوى او پراخ کلى و، شل جوماتونه يې لرل،چې خلک به نه په کې ځايېدل، دلته په کوم واده کې دوه ډولونه وو، خو د ډول غږ ټول کلي ته نه رسېده، هلته وويل شول،چې سه ګانه لوى کلى دى ، بايد زيات ډولونه وي، ترڅو يې اواز ټول کلي ته ورسيږي له هغه وروسته دا متل وشو، داچې په دې باره کې کوم روايت صحيح دى اختلاف شته، خو ماچې دا کلى ليدلى کوچنى کلى دى او ديوې غونډۍ په سر پروت دى، ښايي لومړى روايت صحيح وي .
زه دې په مړي ژاړم، ته مې په خوله پورې خاندې
وايي يو وخت په يوه کلي کې مړى شوى و،دکلي ښځې دمړي کورته ولاړې او دمړي وير يې کاوو،ټولو ژړل. په دې ټولوکې يوې مېرمنې،چې خوله يې کږه وه او پورتنۍ نيمه شونډه يې هم نه وه، ډېر ژړل، دمړي دکورنۍ مېرمنو،چې ددغې ښځې ژړا وليدله،چې د ژړا په وخت کې به يې دخولې شکل لا خندنى شو، په دې پورې به يې وخندل،کله چې ددغې ښځې ورته پام شو،چې دمړي دکورنۍ ښځې په دې پورې خاندي، په غوسه شوه او له کوره ووتله، په دروازه کې يې ورته وويل، زه دې پهمړي ژاړم ته مې په خوله پورې خاندې.
له هغه وروسته دامتل رواج شو