دپنځو متلونو کیسې / علم ګل سحر

دغومبر خوليه لوړې، سردې مه خېږه له لړې

 

دغومبر خولۍ دپکتيا ولايت د زرملې د ولسوالۍ دروحاني بابا دزيارت خواته دغره لوړه څوکه ده، دزرمت خلک دغره دا لوړه څوکه د ( غومبر خولۍ ) بولي. ددغې څوکې په سر کې داوبو يو ډنډ شته ،چې شاوخوايې شنه ده، په زرمت کې داسې روايتونه هم شته،چې دا ډنډ د بدرۍ جمالې تالاب دى، وايي،چې بدرۍ جماله به له نورو ښاپېريو سره يوځاى د جمعې په ورځ دلته راتله.

دا متل ځکه په دې څوکې پورې شوى دى،چې دا دغره ډېره لوړه څوکه ده، دپکتيا او شاوخوا ځينو ولايتونو څخه معلوميږي. دا چې دا څوکه ډېره لوړه ده، تل يو ګرځ يادوړې پرې پرتې وي او زياتره وخت وريځو پټه کړې وي، آن کله کله چې وريځ هم نه وي، ددغې څوکې سر دګرځونو او دوړو له امله نه معلوميږي .

چې بيا خلکو دامتل پسې جوړکړى دى، کله چې کوم څوک تل له ستونزو او خواريو سره مخ وي، بيا نو خلک دا متل ورته وايي چې :

 دغومبر خوليه لوړې ،سردې مه خېږه له لړې

 

 

 

 

چې  ډیرغواړي جنګونه

هغه دوه کوي ودونه

 

ديوه سړي اولاد نه و، چاورته وويل،چې بل واده وکړه، خو مور يې د دويم واده مخالفه وه، ورته ويل به يې،چې هرڅه الله کوي، د خداى په هرکار صبر اوشکر اېستل په کار دي، که ته بل واده وکړې، نو په کور کې به دې تل جنګونه وي، ځکه چې دوه بنې ګوزاره نه سره کوي او د بنو جنګونه مشهور دي.

خوده ونه منله او بل واده يې وکړ، څه وخت وروسته يې دښځو جنګونو زور واخېست، ټول پرې خبرشول دى به حيران و،چې څه وکړي، يوه ورځ يې مورته وويل، دا څه په غم واوښتم، چاته پورته نه شم کتلى. موريې ورته وويل،بچيه !

چې ډېرغواړي جنګونه

هغه دوه کوي ودونه

تاهم داغوښتل، داجنګونه دې خوښ و،که زما دې منلي واى ، نن به دې داحال نه و.

----------------------------

 

ته خو دغونډو وې، زه دې هم دغونډوکړم

وايي،يوه کس دوه مېرمنې لرلې، نو تمامه ورځ به په غونډيو ناست و او سندرې به يې بللې،ځکه چې کورته د دوو مېرمنو د جنجالونو له امله نه شواى تللى .

يو بل کس،چې دى وليد،چې تمامه ورځ په غونډۍ ناست وي او سندرې بولي، پوښتنه يې ترې وکړه. ده په ځواب کې ورته وويل،چې زه يونېکمرغه سړى يم، دوه ښځې لرم، د کورټول کارونه دوى کوي او زه خپلې مزې چړچې کوم، دادى سندرې وايم.

دې بل کس هم بل واده وکړ، څو شپې وروسته يې د دوومېرمنو ترمنځ جګړې او جنجالونه پيل شول، خاوند يې ډېر په تنګ شو، بس ورځ به يې ټوله دغونډيو په سرونو تېره کړه او د غم سندرې به يې بللې، لومړى کس يې حال وپوښت، ده ورته وويل :

ته خو دغونډو وې، زه دې هم د غونډو کړم

ماويل ته رښتيا خوشحاله يې،رښتيا،چې دوه مېرمنې دژوند خوشحالۍ وړي. له هغه وخته دامتل مشهور شو.

دږيرې ښورولو وخت

ددې متل دکيسې په باره کې دوه نظره موجود دي،ځينې وايي چې داکيسه دسلطان محمود غزنوي په وخت کې پیښه شوې ده، خوځينې نور بيا وايي،چې دا کيسه دامير عبدالرحمن خان په زمانه پورې اړه لري، ډېر خلک وروستۍ نظريه تائيدوي ،کيسه داسې ده: وايي،چې يوه شپه امير عبدالرحمن خان په په  بدلو جامو کې ښار ته ووت، په توره شپه کې له دريو تنو سره مخامخ شو، پوښتنه يې ترې وکړه، هغو ورته وويل،چې موږ غله يو او دغلا له پاره راوتلي يو،پاچا ورته وويل چې زه هم درسره ملګرى کېږم، غلو ورته وويل،چې موږ خو هريو،يويو کمال لرو،چې غلا کوو، ته څه کمال لرې؟

پاچا ورته وويل،چې اول تاسې وواياست ،تاسې څه چلونه او کمالونه لرئ؟ يوه ورته وويل: زه چې په شپه کې څوک ووينم په سبايې پېژنم. دويم ورته وويل: زه دسپي د غپا په معنا پوهېږم،چې څه وايي. دريم غله ورته وويل: زه د غلا ځاى ښه پېژنم.

بيا درې واړو له پاچا پوښتنه وکړه،چې ته څه کما ل لرې؟ پا چاروته وويل، که څوک په اعدام محکوم وي او زه ږيره وخوځوم، مجرمين له اعدامه خلاصيږي. غله خوشحاله شول ورته ويې ويل،چې موږ نن غواړو،چې د پاچاخزانه غلا کړو، پاچا هم ورسره ملګرى شو، دريم غله لاره ورته وښودله، دوى،چې دخزانې په خوا روان ول، سپي وغپل،پاچا دسپي دغپا په باره کې پوښتنه وکړه، دويم غله ورته وويل: سپي په غپا کې وايي،چې دکورخاوند هم درسره دى، پاچا دمخه خپل کسان پوه کړي ول، کله چې خزانې ته ورسېدل، دحکومت کسانو ټول ونيول، غله يې زندان ته واچول ، پاچا خپلې پاچاهۍ ته راغى .

سبا پاچاغله راوغوښتل،محکمې دپاچا په مخ کې غله په اعدام محکوم کړل. لومړي غله،چې ويلي يې و، زه چې په شپه کې څوک ووينم په سبايې پېژنم، پاچاته مخ ور واړاوه، ويې ويل: ( دږيرې خوځولو وخت دى ).

له هغه وروسته دا متل وشو.

 

 

 

ما چې دخاوو مړي لیدلي ،             

                             زما کور غړي وتلي

دغه متل کابو اتیا  کاله وړاندې د پکتیا په زرمت کې ویل شوی دی

خاوو په زرمل یا زرمت کې د یوې غونډۍ نوم دی چې د همدې غونډۍ په شاوخوا کې سخته جګړه پیښه شوه ، ځینې کسان وایي چې دا خپل منځي جګړه وه خو ډیر بیا وایي چې دا جګړه دسیمې دخلکو او سقاوي لښکرو تر منځ پیښه شوه .

   د سقاو حکومت غوښتل چې خلک بیعت ورکړي خو د زرمت خلکو بیعت او مالیه نه ورکوله ، چې بیا وروسته سقاوي ټوپکوال زرمت ته راغلل د زرملې ځوانانو هم دخاوو غونډو شاوخوا ورته ونیوله ، چې ددواړو  خواوو تر منځ سخته جګړه پیل شوه په جګړه کې له دواړو خواوو ډیر کسان ووژل شول دجګړې مړي څو ورځې په میدان پا تې ول ، وایي کوم سړی دې غونډۍ ته ورغلی و ، دلته یې مړي لیدلي ول ، چې بیرته خپل کورته تللی و ، په کور ډیر خواشینی و ډوډۍ نه خوړله چا ترې پوښتنه کړې وه ده ورته ویلې ول : ما جې دخاوو مړي لیدلي  زما کور غړي وتلي .

چې دده دا خبره وروسته وروسته متل شوه

غړي په دوو معناوو کارول کیږي یو داچې غړي یو ډول پنډې پنډې ډوډۍ دي چې دډبرې په تیغنه یا تبخي اوه اته پاستي په غوړو کې پخوي بیا یا دښې شپې په شپه یا نورو خیراتونو کې جومات ته وړي هلته یې کلیوال او مسافر خوري دمړي کورته دعا کوي .

بل غړي یو ه استعاري جمله هم ده کله چې څوک دیوې سختې پیښې له امله ډیر هیجاني شی هم نو وایي چې غړي مې ووتل ددې متل په اړوند یې دواړه معناوي صدق کوي.

ویل کیږي دسقاو لښکرو دپکتیا په جګړه کې دهغه وخت له پرمختللو وسلو او ماشینګڼو هم کار اخیستی و . په دې باره کې ولسي سندرې هم شته لکه:

ملک داسلام دی ، داسې حال به په چا وي عالمه

                                               سقاو ظالم دی ماشینګڼ پرې چلوي عالمه

په دې برخه کې نورې سندرې او لنډۍ هم شته ، که خدای کول په نورو کتابونو کې به پرې پوره خبرې ولرو.