دا بلاګ دم ګړۍ په ليکه ندی.

تور زړه

علم ګل سحر

 

تور زړه

د ځنګله پاچا زمري د خپل حکومت کارونه د ځنګله دنورو حیواناتو ترمنځ ویشلی و ، هر یوه ته یې د هغه له لیاقت سره سم کار سپارلی و ، ټول حیوانات له خپلو ورسپارل شویو کارونو راضی و ، هریوه خپل کار کاوو.

  په دې منځ کې یوازې ګیدړه ناراضه وه ، دې به خپل کارونه په خپل وخت نه کول ،هسې بهانې به یې کولې له نورو به یې شکایت کاوو ، خپل کارونه به ترې پاتې و.

ګیدړې به تل زمري ته  د کارګه غیبت کاوو. ویل به یې :

- دا تورکارګه کار نه کوي ، دخزانې پیسې یې ټولې پخپله ولګولې .

زمري به د ګیدړې خبرو ته ډیرغوږ نه نیو. زمري لیدل له هغې ورځې چې کارګه د خزانې امر ټاکل شوی و  دخزانې کارونه ښه شوي و.

خو دګیدړې په کارګه کینه راتله ، چې نوره پلمه به پاتې نه شوه زمری ته به یې ویل:

- د کارګه توره او بدرنګه څیره ګوره ، دی به په دې توره څیره ټول کارونه خراب کړی .

شپې ورځې تیرې شوې ، دګیدړې مکاریو د ځنګله پر پاچا زمري هم اغیزه وکړه او دا یې د خزانې په سر وټاکله.

ګیدړې همدا له خدایه غوښتل ، په غوړه مالیو او نرمو خبرو یې د زمري پام بلې خواته اړاوو ، په خپله یې د بیت المال په پیسو مزې چړچې شروع کړې ،. په لږ وخت کې یې خزانه تمامه کړه .

زمری چې یوه ورځ خزانې ته ورغی ویې لیدل چې په خزانه کې هیڅ هم نه دي پاتې، له ګیدړې یې د خزانې د تشیدو علت وپوښت .

ګیدړې بیا هم د پاکي او صداقت خبرې کولې ، غو ښتل یې زمری بیا غلط کړي .

زمري د ځنګله ټول حیوانات را وغوښتل د ټولو په مخ کې یې ګیدړې ته وویل :

-        په یاد دې دي چې تل به دې ځان سپین ښود او د کارګه شکایت به دې کاوو زه له هغه چا کرکه لرم چې څیره یې سپینه خو زړه یې تور وي.

-        زمري ګیدړې ته د ځنګل له قانون سره سمه سزا ورکړه او کارګه ته یې بیرته د خزانې چارې وسپارلې.