ددریو متلونو کیسې / علم ګل سحر
2009-11-19 01:02:28
زوى وروڼه به پرې شته کړې، داخرت ځواب به څه کړې
وايي، په تېرو زمانو کې په يوه کلي کې دوه کسان اوسېدل، يو يې ډېر نېک سړى و، خپل کار او روزګار به يې کاوه، خولې به يې تويولې او روزي به يې ګټله، خو دده بل د اکازوى به هېڅ کار نه کاوه، دى د کلي ملک هم و، ده به له خلکو رشوتونه اخېستل او په حکومت کې به يې د هغو کارونه په پيسو خلاصول، په زور او ظلم به يې د نورو ځمکې ترې نيولې، چې په نتيجه کې ډېر شتمن شو او دا بل داکازوى ته به يې پيغور ورکاوه، چې زه دومره پيسې او ځمکې لرم، وروڼه او زامن به مې تل خانان وي او ته به تر مرګه دبل مزدوريې .
داکازوى يې ورته وويل،چې تاخو پيسې په کار او زيار نه دي پيدا کړې، په رشوتو دې پيدا کړې دي، په هغه دنيا به د خداى ځواب څه وايې، له هغه راوروسته بيا دا متل وشو،چې : زوى وروڼه به پرې شته کړې ، د اخرت ځواب به څه کړې .
يعنې زامن او وروڼه خو به دې شتمن شي، خو داخرت ځواب به څنګه وايې، چې دا پيسې دې له کومه کړې دي .
څه به دې په زړه کړم،چې وير به دې پرې وکړم
په يوه زمانه کې يوه ښځه د خپل مېړه سره د ژوندون په جريان کې ډېره په زحمت او تکليف وه، هغه دا،چې همېشه به نوموړې ښځه دمېړه له خوا په مختلفو بهانو سره وهل او ټکول کېده او د ژوندانه په چارو کې به دمېړه له خوا هر وخت مداخله او لاس وهنه کېده، چې ښځې به مخالفت ورسره وکړ،نوبيا به دمېړه له خوا هغه وهل ټکول او بده ورځ وه، وخت همداسې تېرېده يوه ورځ د نوموړې مېړه مړ شو او په حق ورسېد. خو ښځې يې هېڅ غم او غوسه نه کوله او چې چابه ورته وويل،چې د مېړه په مړينه هېڅ غم نه کوې، دې به دا متل وايه،چې ( څه به دې په زړه کړم،چې وير به دې پرې وکړم.
نو په دې توګه دامتل د خلکو په منځ کې رواج او خپور شو.
---------------------------
زما مينځه پاپله د پاپلې مينځه بله
په پخوا زمانوکې،چې مريي او دمينځو رانيول او خرڅول رواج وه او د هغوى د کارونو د اجرا له پاره به مؤظف وه، نو يوه مينځه دپاپلې په نامه يادېده،چې هغې د خپل ځان هوساینې له پاره بيا دبلې ښځې نه د مينځې په توګه کار اخېست ، نو بيا پاپلې دا بله ښځه يوه ورځ په يوه کاروګمارله او هغې يعنې بابلې د خپل بادار په مخ کې په هغه بلې مينځې باندې امر وکړ په دې ځاى د بادار له خوا ورته وويل شول،چې ( زما مينځه پاپله د پاپل مينځه بله ) او له هغه را په دې خوا دامتل رواج شو.