((ګل سپرلي)) ته یوځغلند نظر

علم ګل سحر

((ګل سپرلي)) ته یوځغلند نظر

   

  ګل سپرلي دښاغلي اسدالله اسد دشعرونو دوهمه ټولګه ده ، چې په ۲۰۰۳میلادي کال کې په بلغاریا کې په ښکلې قطع او صحافت چاپ شوې ده .

تردې دمخه د ښاغلي اسدالله اسد دشعرونو لومړنۍ ټولګه (دکاڼوموسکا)په نوم په کابل کې دلیکوالو دټولنې لخوا چاپ شوې وه ، دلومړنۍ مجموعې چاپ یې هغه وخت په کابل کې په ادبي کړیو کې بیلابیل غبرګونونه راوپارول ، ځینو په دې ټولګه کې خپاره شوي شعرونه داسې شعرونه وبلل چې یوازې شاعر ورباندې پوهیدای شي او د زیاترو بیتونو په معنایې پوهیدل ګران کار و،خو ځینو نورو شاعرانو او ادبپوهانو بیا دکاڼو موسکا په کتاب کې خپاره شوي شعرونه په شعر کې یو نوښت او آن په شعر کې اوښتون وباله ، هماغو شعرونو اسدالله اسد دیوه بیل لارې شاعر په توګه را څرګند کړ .

خو بیا چې کله اسدالله اسد له هیواده وتلو ته مجبور شو ، نو ډیره موده یې شعرونه په مطبوعاتو کې نه تر سترګو کیدل له همدې امله د ښاغلي زرین انځور په خبره هیر شو او دا ویره هم موجوده وه چې ښایي اسد له شعر سره مخه ښه کړې وي اوبیا قلم را وانه خلي .

له نیکه مرغه مې په دې وروستیو کې د ښاغلي اسدالله اسد دشعرونو په دوهمه ټولګه سترګې خوږې شوې.

په دې ټولګه کې د ښاغلي اسدالله اسد دپنځه شپیتو په شاوخواکې شعرونه را ټول شوي دي ،که څه هم دا شعرونه په بهر کې د چاپ په برخه کې د شته ستونزو له امله خطاطي شوي دي خو دنورو خطاطي شویو شعرونو په څیر یې په لوستلو کې کومه ستونزه نه لیدل کیږي .

     په دې ټولګه ښاغلو زرین انځور او غلام حیدر یګانه سریزې لیکلې دي ،دهیواد پیاوړی لیکوال او کره کتونکی زرین آنځور دسریزې په یوه برخه کې لیکي(( داسد دشاعرۍ دغه بیلګې سره له دې چې داوسنۍ او نوي پښتوشاعرۍ ولولې نه لري او له اوسنیو حالاتوڅخه یوڅه زړې دي او دهغه دشاعرانه یون دبري بشپړې نښې نه دي خو دهغه دژوند دبیلابیلو پړاوونو هندارې خامخا دي ، ددې ترڅنګ ترې دا خبره هم راڅرګندیږي چې که چیرته داسد دشاعرانه زړه کب بیرته دخپل وطن اوبو ته شو او که یې دشاعر زړه رابطې بیرته دخپل هیواد له شاعرانه زړونو سره جوړې شوې نوبه یې شاعري له نویو ولولواو مستیو او دغه راز له نویو ښکلاووډکه شي ))

داسدالله اسد دشعرونو په دغه مجموعه کې زیاتره شعرونه د غزل په قالب کې ویل شوي دي:

زړه یې رانه یووړ دخیال ټال یې رانه وانه خیست

دادغم سیاهي او دژوند تال یې رانه وانه خیست

څومره با وفا و،دمغروراشنا یاغي نظر

ژوند یې که لمبه کړو نو دیوال یې رانه وانه خیست

زه اسد له ظلمه فقط دومره ګیله مند یمه

خپور په ښکلي مخ دزلفو جال یې رانه وانه خیست

یا :

ژوند ته ځوړند سر په سودا ګورمه

ستا د ښکلو سترګو ښکلا ګورمه

دې ته ورته ښکلې بیلګې نورې هم داسد په دې ټولګه کې ترسترګو کیږي سره له دې چې دښاغلي اسدالله اسد دلومړنۍ مجموعې او دغې دوهمې مجموعې ترمنځ زماني واټن ډیر زیات نه دی خو په دې ټولګه کې یې دهغې بلې پرتله داسې شعرونه چې پوهیدل ورباندې ګران وي لږدي:

دلته اوښکې وینې څاڅي هریو ګل په لمن داغ شو

مرګ د ژوند په قیمت اخلو دا وطن دلیونو دی

په خندا کړه وچې شونډې د اسد ژونده بهاره

ښکلوه زلفې دښکلو زړه محتاجه دوږمو دی

یا دابله بیلګه:

شونډې دې نشې نشې زلفې دې دامونه کړه

تیرلکه وږمه په ما دا ترخه وختونه کړه

له بده مرغه له ماسره دهغه لومړنۍ مجموعه دکاڼو موسکا نشته او په هغه ټولګه کې راغلي شعرونه مې هم پوره په یاد نه دي چې دلته مې له هغې ټولګې څخه هم بیلګې راوړې وای خو پر ځای به یې ددغې مجموعې څخه دهغو شعرونو څو بیتونه راواخلم چې دلومړنۍ مجموعې اغیز پکې تر سترګو کیږي ، دا یو څو بیتونه وګورﺉ:

هجرچې تالی ستا دجفا راکړلو

زه یو ناخبره مینې ستا په جهنم کې ورک

وخت چې تخییل ګاڼه مین او دوصال کوڅه

نن به زما عشق پرې درښتیا ګامونه ووهي

شماره بیا دانې داوښکو عقله درقیب پرمخ

ستا دداغ په لوري که دوا ګامونه ووهي

په دغو بیتونو کې داسې ترکیبونه کارول شوي چې له یو بل سره تړاو نه لري ، دلته ددوا ګام اخیستل او درقیب پرمخ دعقل له خوا داوښکو ددانو شمیرل دعشق رښتیاني ګامونه ، دهجر له خوادجفا تالی او ځینې نور هغه کلیمات دي چې پوهیدل ورباندې ګران او په معنا پسې دلوستونکې ستړیا دشعر خوند له منځه وړي .

یوه بله بیلګه سره لولو:

زړه ځانګې په ټال دزلفو سرپه زنګانه ژاړي

 اوښکې مې اشنا ته په درشل کې دکاله ژاړي

ددې او یو شمیر نورو بیتونو په معنا دپوهیدل یوڅه ګران دي په حقیقت کې شاعر د سن فیکشن هڅه کړې ده خو پوره پکې بریالی نه دی شاعر کوښښ کړی چې شیانو ته شخصیت ورکړي زړه دزلفو په ټال سر په زنګانه وژړوي ، اوښکې وژړوي اوپرمینه دیار په کوڅه ګامونه واخلي  خوخپله خبره یې تر مخاطبه په ښه ډول او روښانه نه ده رسولې .

خو ترکومه ځایه چې زما یې لومړني شعرونه یادیږي په اوسنیو شعرونو  یې دهغو نورو په پرتله پوهیدل دومره ګران نه دي ، ځای ځای یې ځینې ذهني انځورونه کارولي .

داسد په شعرونو کې داسې ترکیبونه شته چې نوي یې بللای شو، خو زما په نظر دهنري نوښت نوم نه شو ورکولای لکه : دزلفو بام،ژړاګامونه،دزړه غوټې،دسودا او خنداګامونه ،داقرار ټالۍ داوښکو ګام او نور.

اسدالله اسد خپلو ځینوشعرونو ته اوږده ردیفونه ټاکلي دي ،په اوږدو ردیفونو کې دمفهوم رسول یوڅه ستونزمن وي ځکه دیوه بیت ډیره برخه ردیف نیسي خو ښاغلی اسد ترډیره حده بریالی ښکاري وګورﺉ:

پرته جفاده په اوربل تڼاکې ماتې نه دي

لا خو مې داغ شته په ګوګل تڼاکې ماتې نه دي

خاندې داغونه مې دزړه ستا دنظر په تمه

سترګې راواړوه یوځل تڼاکې ماتې نه دي

یا دابل مثال:

هغه شیبه یار زما دومره راته یاده ده

زړه و،ناقرار زما دومره راته یاده ده

اویا:

ځم چې میخانو ته په سر خاورې بادوم

ګوټ دپیمانو ته په سر خاورې بادوم

 

اسدالله اسد زموږ یو ښه او تجربه لرونکی شاعر دی موږ د هغه ډیر ښکلي شعرونه لوستي دي وروستۍ ټولګې یې دا ثابته کړه چې اسد دشعر په ډګر کې په مخ روان دی او که خدای کول په راتلونکي کې به موږ دهغه ښکلي شعرونه بیا واورو او ولولو.

هیله ده له وطنه لیرې والی هغه دشعر له نړۍ څخه هماغسې لیرې پرې نه ږدي او موږ یې په راتلونکي کې دلا ښکلو شعري ټولګو دخپریدا شاهدان واوسو.