د ماشومانو په روزنه دادبیاتو اغیزې

علم ګل سحر

 

د ماشومانو په روزنه دادبیاتو اغیزې

 

     موږ تل دا خبره بیا بیا کوو چې ماشومان د ټولنې را تلونکې جوړوي  خو تل یوازې د ماشوم د اساسي اړتیاوو لکه خواړه ، روغتیا او د اوسیدو د ځای په اړه فکر کوو.

او دنورو پر مختللو ټولنو برخلاف  په دې لږ فکر کوو چې څه ډول وکولای شو د نن ورځې ماشوم د سبا ورځې د یوه سالم انسان په توګه و روزو چې ټولنې ته ګټور ثابت شي.مثبت ټولنیز ارزښتونه وپالي  ،دیوې هوسا او بسیا ټولنې په جوړو لو کې ونډه واخلي د روښانه ذهن او پراخ نظر خاوند  و اوسي اوله نورو سره د کرکې پر ځای مینه وکړي .

ددی مقصد لپاره د ماشومانو دلومړنیو بنسټیزو اړتباوو ترڅنګ ټولنیزې او فکري اړتیا وې هم شته ،چې د ماشومانو دروزنې لپاره اړینې دي.

          د ښوونې او روزنې پوهانو د ماشومانو د روزنې لپاره بیلا بیلې لارې چارې ښودلې دي،چې یوه بې هم ماشومانو ته د روزنیزو پیغامونو  لیږ دول دي .

   داچې څنګه ؟یوه لاره یې هم د ماشوم ادبیات دي .د اڅر ګنده خبره ده چې مستقیم او نیغ په نیغه  پیغامونه او وچ کلک نصیحتونه پرماشوم ډیره اغیزه نه لري ، دادبیاتو په وسیله غیر مستقیمه لارښوونه د ماشوم عقل ته و ده ورکو ي او د ادبیاتو په وسیله د ماشومانو د فرهنګي سلیقې کچه لوړ یږي د ماشوم ذوق روزل کېږي د فکر کولو ساحه یې پراخیږي او دنو یو نویوشیا نو په اړه فکر کولو ته هڅول کېږي .

     له ښوونځي د مخه دوره کې که ماشوم ته تصویري کیسې او کیسه ایز شعرونه وویل شي د هغه د ذهن په وده اغیزه کوي کله چې په ښوونځي کې شاملیږي دډیرو شیا نو په اړه مخکینۍ نسبي پوهه پیدا کوي .

      یو ډ‌ول او په یوه کچه چاپ شوي کتابونه او د ښوونکي همیشني نصیحتونه د وخت په تیریدو سره له زده کړې څخه د ماشوم زړه تو روي ،ځکه خو د ښوونې او روزنې ډیر ماهران په دې آند دي چې د ماشوم د ادبیاتو اړوند کتابونه باید د ښوو نځي کتابونو ته ورته نه وي او د ښوونځي له کتابونو جوت توپیرولري .

     کله چې ماشوم د شعر او کیسو کتابونه لولي په دغو کتابونو کې له بیلا بیلو جملو او کلمو سره مخامخ کیږي ، داچې د ماشوم له ذوق سره برابرې وي نو بیا بیا یې لولي اوله دغو کلیمو سره بلد یږي اوژبه یې پرې اوړي .

       ماشوم چې کله یوه کیسه لولي د کیسې د کرکترونو په اړه فکر کوي ماشوم تل د نورو تقلید او پیښې کوي .په کیسه کې ده ته معلومیږي چې دکیسې کوم شخصیت تر نورو ښه ،عادل ،زړه ور او بریالی و ، ماشوم له همدغه مثبت شخصیت څخه متا ثـیره کېږي چې د ده د شخصیت په جوړولوکې ښه رول لوبولی شي.

       دغه راز ماشومان چې کله کیسې اوري  په دغو  کیسو کې له ماشوم څخه پوښتنه مطرح کیږي  .ماشوم د پوښتنې د ځواب دپیدا کولو لپاره فکر کولو ته اړ کیږي ،کله چې فکر کوي معلومه ده چې یوې نتیجې ته رسیږي ،دا فکر کول یې په را تلونکې کې هم یو عادت ګرځي د هر نوي او نا پیژندل شوي شي په هکله فکر کوي او کوښښ کوي چې ځان پرې پوه کړي.

      د نن زیاتره پوهان اوبریالي کسان د پرون ورځې هغه ماشومان و،چې له اد بیاتو سره یې سرو کار درلود  د ماشوم ادبیات د ماشوم په فکری وده کې ټا کوونکی رول لري ادبیات دماشوم ذهني بنسټونه ږدي.

    ماشوم چې کله شعرونه او کیسې لولي ورسره ددوی د لیکلو وړتیا لوړ یږي  د ماشومتوب دوخت لوستل شوي مفاهیم یې په تحت الشعور کې ځای نېسی کله چې لوی شي دغه انځورونه یې په ذهن کې وي کیدای شي لیکوال او یا یو ښه مفکر انسان ترې جوړ شي.

    زیاتره اوسني لیکوال پخپلو مرکو کې وایي چې په کو چینېوالي کې یې شعرونه یا کیسې لوستلې یا اوریدلې دي ،مینه یې ورسره پیدا شوې او بیا یې د شعر یا داستان دلیکلو تکل کړی دی . د همدغو شعرونو او کیسو تراغیز لاندې  په ځینې ماشومانو کې د دوی پټ استعداد رابرسیره کیږي او ددوی د ابتکار لپاره د پرمختګ لار پرانستل کیږي.

    د غه ادبیات د ماشومانو د تعلیمي نصاب مرستندوی مواد دي چې باید لوستل یې عام شي.

     ماشومان چې کله یو داستان لولي دوی پوهیږي چې د داستان آتل له ډیرو کوښښو نو وروسته خپل هدف ته رسېږي  ماشومان هم دې ته هڅول کیږي چې پخپلو درسونوکې کوښښ وکړي او د ژوند په ټولو چارو کې بري ته ورسیږي.

    ادبیات ماشوم ته جرات او زړورتیاو ورکوي ،ماشوم له ټولنیز و اصولو او قوانینو سره اشنا کوي ،ماشوم په کیسو کې په ټولنه کې له موجو دو اصولو او  دود نو سره بلدیږي.

     د شعرونو او کیسو په لوستلو سره دماشومانو د لغتو نو زیرمه پر اختیا مومي،  دوی په ادبیاتوکې له نویو لغاتونو سره مخامخ کېږي چې د کیسې په لوستلو یې معنا هم ورته اسانه وي سره له دې  چې دماشومانو ادبیات په ساده ژبه د ماشومانو له سویې سره سم لیکل کیږي خو که چیرې کوم لغت مغلق او ستونزمن هم وي ماشوم پرکیسه او شعر د پوهیدو لپاره د هغه په باب له نورو پوښتنه کوي په دې توګه یې د لغتونو زیرمه پر اخیږي .

  په افغانستان کې د ماشومانو ادبیات نږدې به نشت حساب دي چې په را تلونکی کې به په دی اړه مفصلې خبرې ولرو.

    په نورو پر مختللو  هیواد ونو کې د ماشوم ادبیاتوته ځانګړې پاملرنه کیږي .دماشومانو لپاره ځانګړي کتابتونو نه هر ځای جوړ شوي او د ماشومانو له عمر سره سم د هرې کتګوري لپاره هر کال بې شمیره کتابونه خپریږي .

       د چارو یو شمیر شنونکي په دې آند دي چې زموږ د زیاترو اوسنیو ستونزو دشتون یو لامل داهم کیدای شي چې زموږ په هیواد کې د ماشومانو روزنې ته لازمه پاملرنه نه ده شوې ،که موږ د نورو هیوادونو په څیر دماشومانو ادبیاتو ته کلونه د مخه پاملرنه کړې وا ی  ممکن زیاتره او سنۍ ستونزې تر دې حده نه وای .

      ماشومان دراتلونکې ټولنې بنسټ جوړوي  او د ماشومانو ادبیات د هغوی په روز نه کې کارنده ونډه لرلی شي .

    په کار ده په دې اړه جدي پاملرنه وشي په دې منظور دې د ماشومانو لپاره ځانګړې او ونیزې او میاشتنۍ خپرونې رامنځ ته شي .د افغانستان اسلامی جمهوري دولت دې د ماشومانو دادبیاتو د کتابونو د چاپ او خپرولو بهیر ګړندی کړي او دهیواد د ټولو سیمو ماشومانو ته دې یې په رسولو کې هلې ځلې وکړي .

 لازمه ده د ماشومانو د هڅونې لپاره ددوی خپل اثار خپاره شي او ددوی تر منځ د کانکورونو او سالمو سیالیو پروګرامونه ترسره شي .

د ماشومانو داثارو لپاره باید جایزې وټاکل شي ، ترڅو دوی لیکلو ته وهڅول شي ، همدارنګه هغه کسان چې د ماشومانو لپاره لیکنې کوي ،و تشویق شي څو د ماشومانو لپاره لا نور ښه اثار رامنځ ته کړي .

مصور خپرندوی بنسټ تر اوسه پورې د ماشومانو لپاره په لسګونو کتابونه خپاره کړي دي ، هیله ده  هغه ادارې چې په دې برخه کې په کار بوختې دي خپل فعالیتونه همغږي کړي .

  په رسنیوکې دې ماشومانو ته ځانګړې ونډه ورکړل شي  او هره ورځ دې د ماشومانو لپاره روز نېزې خپر ونې وړاندې شي .

      د هیواد ملي پا نګوال او سوداګردې دماشومانو لپاره د روز نیز و مرکز و نو په جوړولو او د ماشومانو لپاره د کتابونو دچاپ او خپرولو په برخه کې لازمه مرسته وکړي.