علم ګل سحر پرخپلو تجربو ولاړ كيسه ليكونكى

 

علم ګل سحر پرخپلو تجربو ولاړ كيسه ليكونكى 

                               ليكوال: صديق الله بدر
 ، د پښتو د معاصر داستاني نثر د ځانګړنو په لړ كې ،د پښتو اوسنۍ لنډه كيسه د ګڼو ښكلاوو او ځانګړنو لرونكې ده، چې په دې لړ كې د نثري اسلوبو په پام كې نيول او د خپلو تجربو بيانول هغه دوې ځانګړنې دي، چې زموږ ځوان كيسه ليكوال ورته ډېره توجه كوي. علم ګل سحر يو له همدغو كيسه ليكوالو څخه دى، چې ډېره هڅه كوي په روانه او ساده ژبه كيسې وليكي او هره كيسه يې د ټولنې د واقعيتونو منعكسونكې او د ده د خپلو تجربو پر بنسټ ولاړه وي. سحر هغه څه ليكي، چې ده پخپله ليدلي او تجربه كړي وي.

لكه، چې پخپله وايي: (( زما اكثره كيسې، چې دي، د خپلو تجربو محصول دي، يعنې له څه شي نه، چې ډېر متاثر شوى يمه، كه هغه مينه وي او كه جګړه په هغه اساس باندې مې كيسې ليكلې دي، ډېر ځله هغه څه مې كښلي چې ما پخپله ليدلي او كتلي دي))
علم ګل سحر زموږ د بهير هغه كيسه ليكوال دى، چې ښه كيسه له خونده ډكه او د يوې نوې تجربوې لېږدونكې او ښكارندويه ګڼي: (( ښه كيسه هغه كيسه ده، چې سړى يوې بلې دنيا ته بوځي، يعنې يوه كيسه بايد ماته دا راوښيي، چې اتيا كاله ژوند څنګه و، كيسه بايد دا راته وښيي، چې مثلا په ننګرهار كې يو بزګر څنګه ژوند كوي، كيسه بايد دا راته وښيي، چې په بهر كې د يوه افغان ورځنى ژوند څنګه وي؟ په مجموع كې يوه ښه كيسه بايد يوه نوې تجربه، چې پوره خوند په كې نغښتى وي، راولېږدوي))
علم ګل سحر د ارواښاد محمد سليم زوى له نن څخه ٤٣ کاله مخکې د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د اسلام خېلو په کلي کې زېږېدلى او خپلې زده کړې يې د زرملې د باتور ښوونځي، د غزني په شيخ عطار لېسه او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې تر سره کړې دي. په ١٣٦٠ لمريز کال کې يې د پکتيا او ورپسې د غزني ولايت د پوهنې په رياست کې دنده سر ته رسولې. په ١٣٦٨ لمريز کې د پوهنې وزارت د سواد مجلې مرستيال، بيا د عرفان مجلې مرستيال او ورپسې د نوموړې مجلې مسول مدير شو. په ١٣٧٥ کال کې د کورنيو چارو وزارت ته تبديل شو. په ١٣٧٨ د بي بي سي راډيو په تعليمي خپرونو کې د ليکوال په توګه وګومارل شو. په ١٣٨١ کې د ازادۍ راډيو ته لاړ او د نوموړې راډيو د ژوند په شېبو کې خپرونې مسول او پروډيوسر شو. اوس اوس يې لكه چې بيا دولتي چارو ته مخه كړې وي.
 سحر، چې نن سبا د پښتو معاصرو ادبياتو يو تكړه ليكوال، شاعر او طنز ليكونكى دى، له ١٣٦٢ لمريز کال نه راپه دېخوا يې شعر او داستان ليکلو ته مخه کړې: (( په ١٣٦٢ کې مې اول شعرونه وليکل او بيا مې په ٦٧ _ ٦٨ کې خپل لومړني داستانونه وليکل.))
کيسه ليکلو ته يې له دې امله مخه کړې چې: (( ما د شعر ډګر خپلو نفسياتو او هغه څه ته، چې مې په زړه کې لرل تنګ ليده. د کيسې ډګر يو څه پراخ راته ښکاره شو نو څه مې، چې په زړه کې و هغه مې په داستان کې ويل. له بلې خوا له ماشومتوب  نه هم په سړي کې يوه تومنه موجوده وي، ماشومتوب کې مې په کلي کې له مور او تريندو نه نکلونه او کيسې اورېدلې وې، چې په ما باندې يو قسم تاثير يې کړې و او يو څه مې په ذهن کې وې، وروسته مې داستانونه ولوستل او علاقه مې پيدا شوه، چې داستانونه وليکم.))
تر اوسه د سحر څو شعري او داستاني کتابونه چاپ شوي دي. د لمر جنازه، د پاريال خوبونه او پاس سپوږمۍ ده لاندې ته يې د هغه چاپ شوي شعري ټولګې دي.
مينه او وسواس د سحر د لنډو کيسو ټولګه ده، چې په ١٣٨٣ لمريز کال کې د بېنوا فرهنګي ټولنې لخوا چاپ شوې ده.
مينه او جګړه  د هغه ٢٤٩ مخيز ناول دى، چې په ۱۳۸۶ کال كې د قلم نړېوالې ټولنې لخوا ميوند خپرندويې ټولنې چاپ کړى دى.
    شيطان چراغ  د سحر صاحب د طنزيه کيسو ټولګه ده، چې په ۱۳۸۵لمريز کال كې چاپ او خپره شوې ده.
    سحر ځينې ناچاپ آثار هم لري، چې په لاندې ډول ترې يادوونه کوو:
    _ د ښاپېرۍ په لټه، د لنډو کيسو ټولګه
    _ خو ته مې ونه ليدې، د شعرونو ټولګه
    _ کله چې مور وخاندي، د ماشومانو لپاره شعرونه
    _ د متلونو کيسې
    _ کاروانونه د بکوا په دښت تېريږي، د سندرو او نارو په باب څېړنيز اثر
    _ تاريخچه و فهرست مجلهء عرفان،  تحقيقي اثر
    او
    _ ژوند په شېبو کې څېړنيز اثر
    د سحر ځينې شعرونه او لنډې کيسې په هالندي او انګليسي ژبو هم ژباړل شوې دي.
    علم ګل سحر يو له هغو کيسه ليکوالو څخه دى، چې د نثر ساده ګي، په کيسو کې د واقعيتونو رانغښتل او پرخپلو تجربو اتکا، د هغه د کاميابۍ راز ګڼل کيږي. يو زيات شمېر کره کتونکي او کامياب کيسه ليکوال په دې ګروهه دي، چې د هر ژانر لپاره خپله ژبه کارول کيږي او کيسه هم هغه ژانر دى، چې بايد خپله ژبه په کې وکارول شي، يعنې هغه نثري اسلوب دې په کې مراعات شي، چې د کيسې غوښتنه وي. سحر د خپلو کيسو لپاره له همداسې يوې ژبې کار اخلي، چې هم ساده ده، هم داستاني او هم خوږلني په کې نغښتې. اسدالله غضنفر دا د سحر د کيسو د کاميابۍ راز په ګوته کوي: (( دى په ساده ژبه ليکل کوي او په اصطلاح لغت پراني نه کوي. دى کوښښ نه کوي، چې خپل لوستونکي ته ځان ډېر پوه او ډېر عالم معرفي کړي او په مصنوعي او غير منطقي ډول پر هغه اثر پرې باسي. دى کوښښ کوي، چې دغسې خبرې ورسره وکړي لکه څوک، چې په حجره کې يا په کوټه کې ناست وي او ساده، غير رسمي او غير تصنعي غږېږي.))
    نور محمد لاهو هم په همدې نطر دى او په لنډو ټكو كې وايي: (( د علم ګل سحر ژبه ډېره ساده، رنګينه او ښه ده. نثر يې هم ډېر خوږ دى.))
    خو عبدالهادي هادي بيا وايي، چې د سحر د کيسو ژبه د ولسونو ساده او بې الايشه ژبه ده: (( نثر يې يو ځانګړى او خاص خوږوالى لري، ساده، بې الايشه بې تصنع نثر دى. ژبه يې هغه ژبه ده، چې ولسونه يې کاروي او لوستونکي ته خوند ورکوي، يعنې لوستونکى د ده د نثر د لوستلو په وخت ستړيا نه ا حساسوي.))
    هادي وړاندې وايي: (( د ده په نثر باندې د يوې سيمه ييزې لهجې خوږوالى ډېر غالب دى، چې هغه ورته ډېر خوږوالى ورکړى دى او د دې باعث شوى، چې د لهجې هغه خوږلني د ده په نثر کې ځان ښکاره کړي.))
    د سحر د کيسو يوه بله ځانګړتيا او د کاميابۍ راز په دې کې نغښى، چې د موضوعاتو په انتخاب کې دقت کوي او هغه څه رااخلي، چې ده پخپله تجربه کړې وي. کله چې د ده کيسې او داستاني اثار لولو دې ته ځير کيږو، چې هره خبره د واقعيت پر بنسټ کوي. د ادبپوهانو او کيسه ليکونکو په اند ښه کيسه ليکوال هغه دى، چې په خپلو تجربو اتکا کوي. د اسدالله غضنفر په نظر دا کار ځکه له کاميابۍ سره نېغ په نېغه رابطه لري چې: (( موږ مکتب ويلى دى، ممکن پوهنتون مو ويلى وي، موږ ممکن ماموريت کړى وي نو بهتره دا ده، چې د ماموريت، د پوهنتون او د متعلمۍ د دوران کيسې وليکو. بهتره ده د هغو سيمو او هغو ښارونو کيسې وليکو، چې هلته مو ژوند کړى دى، ځكه دغه كار له کاميابۍ سره نېغ په نېغه رابطه لري.))
    غضنفر هغه کيسې ناکامه بولي، چې ليکوال پخپله تجربه کړې نه وي: (( زموږ ډېر ليکوال او ډېر کيسه ليکونکي دا خصوصيت نه لري، ژوند به يې په کابل کې کړى وي، زېږېدلى به په کابل کې وي، اوسېدلى به په کابل کې وي خو کيسې به د کوچيانو کوي، کيسې به د بزګر کوي. که زه په کلي کې واوسم، د بزګرو په کلي کې نو بيا راسره ښايي، چې د بزګرو ژوند انځور کړم. علم ګل سحر په دغه راز پوهېدلى دى. د ده كيسې په مستقيم يا غير مستقيم ډول تر ډېره حده د ده له ژوند سره، د ده د ژوند له پېښو سره او د ده له تجربو سره تعلق لري.))
    لاهو سحر يو زړور ليکوال راپيژني ځکه د ده په نظر سحر داسې موضوعات په کيسو کې را اخلي، چې راوړل يې جرات غواړي: (( علم ګل سحر، زموږ له هغو ليکوالو څخه دى، چې په جرات سره يوه موضوع رااخلي او هغه په داستانونو کې پلې کوي. اکثره وخت د ده داستانونه د افغانستان سياسي وضعيت ته وقف شوي دي يا هغه موضوعات يې رااخيستي دي، چې ډېر سياسي اړخ لري. د ده په داستانونو کې انتقادي اړخونه هم ډېر ليدل کيږي.))
    عبدالرحمن ومان نيازى هم د سحر کيسې د واقيعتونو پر بنسټ ولاړې كيسې بولي او ورسره وايي، چې د طنز مالګه هم لري: (( د ده کيسې تر ډېرې اندازې پورې د طنز مالګه لري، خوندورې دي. تر ډېرې اندازې پورې د ټولنې پر واقعيتونو باندې ولاړې كيسې دي.))
    رښتيا هم د سحر كابو ټولې کيسې يو ډول طنزيه رنګ او خوند لري. دا چې ولې يې دغسې سټايل غوره کړى پخپله په دې اړه وايي: (( شايد په دې خاطر وي، چې د کيسې خوند زيات شي او د ځينو کيسو خپله ځمکه همداسې وي ، موضوع يې دغسې وي، چې بايد طنزيه خصوصيت ولري. زما خپله علاقه هم زياته ده، چې که چېرې ګنجايش ولري هغه د چا خبره، د طنز مالګه پرې واچوم.))
    ښايي د ده مقصد خوند وي خو تر کومه ځايه، چې کيسې يې لولو پر خوند سربيره له طنز څخه د ده مقصد له يوه واقعيته پرده پورته کول او يوې اساسي خو ترخې موضوع پورې فکر کول دي.
    لکه څنګه چې سحر رښتني موضوعات رااخلي دغسې يې کرکترونه هم رښتني دي خو نومونه يې بدل دي،
   ومان نيازى په دې اړه وايي: (( د ده کرکترونه معمولآ هغه کرکترونه دي، چې په ټولنه کې شته او ده ليدلي دي. تر ډېرې اندازې پورې تخييلي کرکترونه نه دي، دى واقعي کرکترونه انتخابوي. ))
    لاهو هم ورته نظر لري او د سحر د کيسو کرکترونه ژوندي کرکترونه راپيژني: (( د ده کرکترونه هم  ژوندي به يې وبولو ځکه چې اول خو موږ يوه موضوع انتخابوو او بيا ورته کرکترونه ايجادوو نو دى هم لکه استاد شپون هغه کرکترونه رااخلي، چې هغوې موجوديت ولري خو هغوى ته په مستعار شکل رول ورکوي ځکه، چې نېغ په نېغه خو مشکله ده، چې د يو چا نوم واخيستل سي، چې دا فلانى دى داسې کارونه کوي يا داسې عوامل رامنځته کيږي، چې د هغه د بد بختۍ سبب کيږي. دى کوښښ کوي د خپلې موضوع مطابق هغسې کرکترونه ايجاد کړي، چې ده ليدلي دي.))
    لاهو وړاندې وايي، چې د سحر په کيسو کې داستاني تخنيکونه شته او تر ډېره بريده د کيسو پاى يې ډېر قوي وي: (( دى په کيسو کې داستاني تخنيکونه ډېر مراعاتوي. مثلآ په کيسه کې پيل، اوج او پاى رول لري، د ده د کيسو په منځ کې يوه غوټه وي، چې تلوسه ايجادوي او لوستونکى تر پايه له ځانه سره ساتي. دى کوښښ کوي، چې اصلي خبره د کيسې پاى ته وساتي او په پا‌ى کې خپله موضوع وړاندې کوي، نو له همدې امله د کيسو پاى يې ډېر قوي وي.))
    د لاهو په اند سحر پر قوي پاى سربيره هڅه کوي، چې لوستونکي فکر کولو ته اړ باسي: ((دى کوښښ کوي لوستونکى اړ باسي، چې هغه هم په موضوع باندې يو څه فکر وکړي يعنې لوستونکي ته تياره مړۍ نه پرېږدي.))
    سحر يوه بله هڅه هم کوي او هغه دا، چې د خپلو کيسو له محتوا سره سم خپلو کيسو ته نومونه ټاکي. لاهو هم همدا خبره کوي: (( دى په مجموع کې د کيسې محتوا ته ګوري او له محتوا سره سم يو نوم ورته انتخابوي.))
    خو پر دې سربيره لاهو دا خبره هم کوي، چې سحر داسې نومونه خپلو کيسو ته نه غوره کوي، چې کيسه يې افشا شي: (( هغه نوم هم داسې نه وي، چې د کيسې ټوله محتوا افشا کړي. په يو ډول په غير مستقيمه بڼه داسې يو نوم ورته ټاکي، چې هم د داستان محتوا افشا نه کړي او هم د ده کيسه پرې ونومول شي.))
    دا هم د علم ګل سحر هغه کيسه، چې پورته ځانګړنې په کې ځل وهي:
د قربانۍ غويى
هغه په دې لنډو ورځو كې زموږ سيمې ته راغلى و، تل به ارامه او چورتي ناست و او مخامخ به يې په ځير ځير كتل، له چا سره يې ډېرې خبرې نه كولې، په كور كې يوازې اوسېده. په دې دومره موده چا څوك ونه ليدل، چې د ده كور ته دې راغلى وي، په شونډو يې چا موسكا نه وه ليدلې، موږ به تل هڅه كوله، چې خوشحاله يې وساتو، د ده د خوشحالۍ لپاره به مو د ټوكو ټكالو مجلسونه جوړول چا به، چې هر څومره په زړه پورې خبره او يا ټوكه وكړه، چې موږ به له ډېرې خندا بډوډي په لاس كې نيولي وو او خندا به مو ښايسته ډېر ځنډ وكړ، خو هغه به نه خندل يوازې به يې وويل:
_ هو دغسې ده.او يا يې ويل:
_ رښتيا چې ښه ټوكه وه.
ان څو ځله خو زموږ د ده په خندولو شرط كښېښود خو دى نه يوازې چا په خندا رانه ووست بلكې خوشحاله مو هم ونه لېد، معلم اكرم ورو، ورو ځان له خلكو ګوشه كاوه، د ورځې به هم ځان ته ګرځېده او يا به د كتابونو په مطالعه بوخت و، ما ته د ده علمي او پخې خبرې ډېرې په زړه پورې وې، كله كله به مازديګر د ده كور ته ورتلم، كتابونه به مې امانت ورڅخه وړل او د مطالعه شويو كتابونو پوښتنې به ده راته حلولې، په هره برخه كې يې پوره معلومات لرل اوس نو هغه زما استاد و او زه به هر مازديګر هغه ته ورتلم، يوه ورځم مې زړه وكړ پوښتنه مې ترې وكړه:
_ استاده څنګه ژوند يوازې او بې اولاده سخت نه دى؟
_ سخت نه، چې دوزخ دى.
_ نو استاده نه شي كېداى، چې له دې يوازيتوب څخه ځان وژغورې.
_ ولې نه شي كېداى، ډېر اسانه يوه د دار رسۍ او لږ څه جرئت په كار دى.
خپلې پوښتنې بېځايه راته ښكاره شوې، په خپلو پوښتنو پښېمانه شوم خو څه مې كړي واى، اوس خو مې پخپله شروع كړې وه، ومې ويل:
_ نه استاده خداى دې نه كړې زما منظور دا نه و.
_ ستا په منظور پوه شوم خو څو، چې انسان، انسان شوى نه وي او انساني عاطفې كډه كړې وي، همداسې د مرګ پر پوله ژوند يوازې ښه دى، نور مې ونه غوښتل چې په خپلو پوښتنو سره يې پر زخمونو مالګې ودوړوم په عمر كې يوازې او بې دوستانو او خپلوانو اوسېدل، د اولادونو نه درلودل تل خپه ارام او چورتي. . . او په لسګونو داسې نورې پوښتنې، ځان مې په تاخ كې په يوه اېښودل شوي پنډ كتاب بوخت كړ، هماغه كتاب مې امانت ورڅخه واخيست او خداى پاماني مې ورسره وكړه.
شپې ورځې يو په بل پسې تېرې شوې. اكرم به سهار وختي له كور څخه ووت او مازديګر به هماغسې غلى كور ته راته او د باغچې د دېوال سيوري ته به دكتاب په لوستلو بوخت و، د ده د ژوند په هكله له موږ سره پوښتنې هماغسې بې ځوابه پاتې وې، خو د لوى اختر د ورځې پېښې نه يوازې زموږ پوښتنې حل كړې، بلكې د اكرم په ژوند كې يې هم ژور بدلون راوست، لكه چې له هغه وروسته به ده تل ويل وس چې مې عاطفه او له همنوع سره زړه سوى وليد، غواړم چې ژوند وكړم.
د اختر لمونځ مو ادا كړ، يو بل ته مو د اختر مباركي وويله، ټولو نوې جامې اغوستې او خوشحاله وو، خو د اكرم په حالت كې د خوښۍ په همدې ورځ هم كوم بدلون نه و راغلى، هماغسې چورتي د لرګيو د خونې پر وړوكي بام د ګرم لمر پيتاوي ته يې ډډه وهلې وه او مخامخ سيمې ته يې په ځير سره كتل.
زه په دې فكر وم چې په څه ډول هغه له ځانه سره بوځم، چې څو شېبې په خوښۍ سره تېرې كړي، چې هغه راغږ كړ او زه يې هم بام ته وروبللم، په خوښۍ د لاس په اشاره يې وپوهولم چې مخامخ سراى ته وګورم، ما چې هغې خوا ته وكتل په لوى سراى كې مې غويى تر سترګو شو، له ځانه سره مې وويل دا خو دومره مهمه خبره نه ده، هغه لكه، چې پوه شوى وي د كښېناستلو اشاره يې وكړه. ويې ويل:
_ وګوره غويي ته ښه په ځير سره وګوره.
غويى يې د قربانۍ لپاره دغه سراى ته چې له ده دمخه نور غويان هم پكې حلال شوي وو، راوستى و. غويي په ځير ځير يوې او بلې خوا ته كتل، د حلال شوي غويي د څرمنې خوا ته ورغى، څرمن يې بوى كړه، بېرته يې سر راپورته كړ شا و خوا ته يې وكتل، بيا يې پر څرمن بوى وكېښ، څرمن يې پخپل شونډك واړوله راواړوله، بيا يې په څنګ كې بلې څرمنې ته پام شو. ورغى، ښه بوى يې پرې وكېښ، بېرته يې سر راجګ كړ، ما ته داسې ښكاره شوه، چې پر خپل همنوع د بېوسۍ اوښكې تويوي او د هغه د قاتل په لټه كې دى، غويي د سراى د يوې فلزي دروازې پر لوري منډه كړه.
دروازه يې په شونډك ووهله، خلاصه نه شوه، ښكرونه يې ورته ټمبه كړل، خو ونه شول بيا د څرمنو خوا ته راغى څرمن يې بوى كړه او حيران دريان ودرېده.
اكرم هغسې، چې د غويي هر حركت يې په ځير سره څاره، ما ته وويل:
_ وګوره غويي ته وګوره، پر خپلو همنوعانو يې څومره خوا بده ده، بې له دې چې ووايي، چې څرمن يې توره ده، سپينه ده، سره ده او كه بل رنګ، بې له دې چې زما له قوم او خپلوانو څخه دى، كه نه وي، وګوره حيوان وګوره، د بل حيوان په درد څومره دردمن دى. بې له دې، چې څېرې ته يې وګوري، راشه وګوره د حيواناتو پاچا، اشرف المخلوقات هو، انسان اشرف المخلوقات څه څه كارونه كوي، د خپلو ګټو لپاره بل انسان په دار ځړوي، د رنګ، ژبې، قوم، نژاد او سيمې په نامه د نورو انسانانو وينې څښي او دومره له حيوان څخه هم زړه سوى نه زده كوي. زما ګران جان ګل يې په دې تور شهيد كړ چې د دوى په ژبه يې خبرې نه كولې او جنازې ته يې ډېر خلك رانه غلل، چې د دوى په رنګ، څېره او جامې يې نه لرلې او نه د دوى له قوم څخه و او زما د تنكي زوى اسد جان په سر كې يې ځكه مېخونه ووهل چې نه يې څېره د دوى په ډول وه او نه د دوى له سيمې څخه و او لوى خداى په بله سيمه كې پېدا كړى و، مېرمن او اولادونه مې ځكه په لمبو كې وسوځېدل، چې د دوى د مخالف لوري په سيمه كې مې كور و او زه هو زه، زه ځكه داسې بدمرغه او خوار و زار شوم چې د دوى په ډول فكر مې نه كاوه.
اكرم په لوړ اواز شمېرلې- شمېرلې خبرې په داسې احساساتو سره كولې، چې د ډبرې زړه يې هم نرماوه، زما په سترګو كې اوښكې ډنډ شوې، خبرو يې دومره تاثير درلود چې د ده په لنډو جملو كې مې هغه ټول تېر شوى حالت سترګو ته ودرېده، د هغه ځوان زوى مې وليد، چې څو تنو وسلوالو له شكنجې او وهلو ټكولو وروسته د هغه لوړ دېوال نيمايي ته پورته كړ، په پښو او لاسونو يې مېخونه ور ووهل او په دېوال يې ځړېدلى پرېښود. . .
د توغندي په تورو دودونو اوسرو لمبو كې مې د ده كورنۍ وليدله، هلته ليرې يې مېرمن د لمبو په منځ كې د لرګيو او پخو خښتو تر امبار لاندې پرته وه او هڅه يې كوله چې ځان خپل كوچني تي خوره ماشوم زوى ته، چې د خوني په بل كونج كې لمبې ترې تاوېدې ور ورسوي. . .
اكرم مې وليد چې له سترګو څخه يې د بېوسۍ اوښكې روانې وې، يوې او بلې خواته يې منډې وهلې، خو څوك نه و چې د ده اولاد د اور له لمبو څخه راوباسي نور مې غويى هېر شو او د شلمې پېړۍ د انسان، انساني وحشت ته فكر وړى وم خو اكرم مې بېرته پام د غويي لوري ته را وګرځاوه، ويې ويل:
_ راځئ، راځئ، چې له حيوان څخه يې زده كړو، راځئ عاطفه، زړه سوى او له ژوند سره مينه له حيوان څخه زده كړو، وګوره، وګوره.
غويى لكه چې د قاتل په لټه كې وي په قار قار يې يوې بلې خوا ته كتل، هلته ليرې يې واښه تر سترګو شول، ورغى بوى يې كړل خو ويې نه خوړل همداسې ورڅخه روان شو، نور هم ګړندى شو، د دېوال كونج ته لاړ، بېرته راوګرځېده سر به يې كله كښته او كله لوړ نيولى و، خو نا څاپه ځاى پر ځاى ودرېده، غوږ يې ونيو په دې وخت كې د سراى په دروازه يوه ډله خلك راننوتل، د دوى شمېر اته نه تنه و د يوه تن په دواړو بغلونو لويې لويې چړې په چرمي پوښ كې ځوړندې وې، د غويي چې څنګه سترګې پرې ولګېدې د هغه پر لوري په بيړه ور روان شو، قصاب هم حملې ته چمتو شو او د غويي پر لوري سوكه سوكه ور وخوځېده، غويى هماغسې مخامخ ور روان و، چې ښه ورنژدې شو قصاب هم ودرېده او چاړه يې په لاس كې سمه كړه، غويي په خېټه كې په ښكر وواهه، قصاب پر ځمكه ولوېده، چې بيا راپورته شو غويي يې پښو ته ښكر ټمبه كړ، تر يو څه ځايه يې په ښكرو كې اخيستى يووړ او بيا يې پر مځكه وويشت قصاب چې پوه شو نن له هغه غويي سره نه دى مخامخ چې دى يې هره ورځ په غاړه چاړه راكاږي، نو د شا پر خوا يې منډه كړه.
له دې سره اكرم له واره چيغه كړه:
_ودرېږه په چا اموخته شوى يې، ته هم وينې تويوې اوس به دې حال ګورم.
او ما لومړى ځل د اكرم پر شونډو موسكا وليدله له ځانه سره مې وويل كاشكې، چې اوس بل څوك هم واى، چې د ده د خندا شاهد واى، غويي په قصاب پسې منډې وهلې، نور ولاړ خلك هم يوې او بلې خوا ته سره خواره شول، د سراى په دروازه كې سره جرګه شو، چې د غويي د نيولو او حلالولو لارې چارې وسنجوي، څو شېبې وروسته يې غويى كلابند كړ، غويى پر خپل ځاى ولاړ و، يوې او بلې خوا ته يې سترګې اړولې لكه، چې د خپل اصلي دښمن په لټه كې و، خو هغه نه و، تللى و، چې بل با تجربه قصاب راولي، د خلكو ډلې له څلورو خواوو غويى كلا بند كړى و.
او شېبه په شېبه يې د محاصرې كړۍ تنګوله، كله چې سره ورنژدې شول غويي پرې رامنډه كړه، سپين كالي سړي ته سر ټمبه كړ او له دېوال سره يې جوخت كړ، نورو د شا له خوا په ډبرو وويشت خو غويي د سپينو جامو وال سړى نه پرېښود، له دېوال سره يې سخت وواهه، د شا له خوا يو بل په تبر وواهه، غويي د هغه پر لوري ورمنډې كړې او سپين كالي سړى ترې وژغورل شو، اوس نو هر يو خپل ځان بچ كاوه، غويي يو ځل بيا څرمن بوى كړه او هلته ودرېده.
يو بل ځوان چې نيلي كالي يې اغوستې او د كلينرانو په دود سره خولۍ يې په سر ايښې وه راغى دا نورو ته يې وويل:
_ تاسي په ټولو سره يو غويى نه شئ نيولاى، ورځ خو دلته درباندې تېره شوه، يو بل ورته وويل:
_ كه دومره ښاغلى يې، ته يې ونيسه موږ خو خپل وس پرې وكړ.
شين كالى ځوان د سوك وهونكو په څېر په داسې حال كې، چې په دواړو لاسونو يې پړى مخې ته نيولى و، د غويي پر لوري ورروان شو، د غويي چې سترګې پرې ولګېدې د هغه پر لوري يې منډه ور واخيسته، په يوه كونج كې يې راايسار كړ، د شا له خوا نورو په لوټو او ډبرو وويشت او هغه يې ترې وژغوره، وروسته دوى ټوله په ګډه د غويي پر لوري يرغل ور وړ، د چا سره چړې د چا سره بېلونه او تبرونه وو او چا غټې ډبرې په لاسونو كې نيولې وې خو غويي يوې او بلې خوا ته منډې وهلې، شېبه په شېبه پسې وحشي كېده، سر يې ټيټ اچولى و،كله به يې په يوه او كله په بل پسې منډې كړې ټوله ايله خپل ځانونه وساتل.
په دې وخت كې يو بل سپين ږيرى قصاب راغى، ټول له هغه سره په يوه ګوښه كې ودرېدل، د هغه خبرو او نصيحتونو ته يې غوږ نيولى و، بېرته ټول په يوه اتفاق سره د غويي پر لوري ورروان شول، يوه يو څه رشقه يې هم غويي ته ورواچوله هر دوو تنو د پړي يو او بل سر په لاسونو كې نيولى و او له څلورو خواوو سوكه سوكه د غويي پر لوري روان شول، د غويي ښكرو ته يې په ډېره وړتيا ول ور واچاوه او د مخ پښې يې په بل پړي ووربل شوې، همداسې په بل پړي كې يې د شا يوه پښه بنده شوه او دوه نور پړي يې هم غاړې ته ور ولوېدل، غويى يې څملاوه، غويي لغتې وهلې، خو له ټولو خواوو په پړي ټينګ تړل شوى و، قصاب يې له واره پر مرۍ چاړه راتېره كړه، د غويي دواړه سترګې د څرمنې پر لوري كږې پاتې شوې.
    که څه هم د سحر کيسې ډېرې کاميابې دي خو ځاى نيم يو څه د خو ټکي هم په کې تر سترګو کيږي. ومان نيازى په دې اړه وايي:
    (( کله نا کله له ده نه تکرار کيږي. يو مفهوم په څو رقمه راته وړاندې کوي ، يوه خبره چې په يوه يا دوو جملو کې کيږي دى ممکن هغه خبره په لسو جملو کې وکړي.))
    سحر يو پرکاره ليکوال دى. کله شعر ليکي، کله لنډه کيسه او کله طنز او کله کله تحقيق هم کوي. د روان کال په پيل کې موږ د مينې او جګړې په نامه د ده د يو ناول د چاپ شاهد هم وو، چې پر نورو ځانګړنو سربيره پر واقعيت ولاړ ناول دى. غضنفر چې ناول د واقعيت د بيانولو لپاره رامنځته شوې هستونه ګڼي، د سحر مينه او جګړه همداسې يو ناول بولي:(( په پښتو ژبه کې ډېر لږ ناولونه ليکل شوي دي او په دغو لږو کې بيا ډېر لږ داسې ناولونه لرو، چې له ژوند سره تعلق لري. د علم ګل سحر ناول مينه او جګړه له ژوند سره تعلق لري او دا يو ډېر لوى امتياز دى. اصلآ د ناول ژانر د ژوند د معرفۍ لپاره، د ژوند د واقعي معرفي لپاره رامنځته شوى دى.))
    غضنفر وړاندې وايي، چې درې سوه کاله مخکې ناول نه و موجود: (( ٣٠٠ کاله يا ٤٠٠ کاله پخوا چې ناول لا رواج نه و نو په اروپا کې رومانس رواج و. رومانس به خيالي قيصې وې، په کرکترونو کې به يې مبالغې بيخي زياتې وې، معمولآ به د ژوند له رومانتيکو اړخونو سره متعلقې قيصې وې. خو ناول رامنځته شو، چې واقعي ژوند تمثيل کړي او په واقعي جغرافيا کې، په واقعي سيمه او په واقعي زمانه کې يو څه پيښ شي.))
    غضنفر د لومړني ليکل شوي ناول په اړه وايي:(( ځيني ادبپوهان وايي چې لومړنى ناول د رابنسن کروزو ناول و، چې په ١٧١٩ ميلادي کال چاپ شوى دى، يعنې پر چاپ باندې يې دوه سوه څو نوې کاله تېرېـږي. هغه ناول له واقعي زمانې سره او واقعي جغرافيا سره تعلق لري.))
    د ښاغلي غضنفر په نظر د ناول له دومره اوږدې مودې تجربې سره بيا هم زموږ ليکوال محسوس زمان او مکان نه شي ترسيمولى خو مينه او جګړه واقعي ژوند ته جدي کتنه ده: (( متاسفانه زموږ ناول ليکونکي اوس هم محسوس زمان او مکان نه شي ترسيمولى، واقعي ژوند او واقعي پيښې نه انځوروي خو مينه او جګړه د پښتو ژبې يو له هغو د ګوتو په شمار آثارو څخه دى، چې واقعي ژوند ته يې جدي کتنه کړې ده. زما په نظر مينه او جګړه به هميشه لوستونکي ولري، هميشه به ورباندې بحثونه کيږي، هميشه به ورباندې کره کتنې کيږي او په حقيقت کې د ښاغلي سحر د زمانې يو مستند اثر دى.))
    غضنفر د ناول او تاريخ تر منځ توپير ته په اشارې سره د مينې او جګړې د ناول په اړه وايي:(( يوه مشهوره جمله ده، چې وايي د تاريخ او ناول فرق په دې کې دى، چې په تاريخ کې نومونه او سنې رښتيا وي خو نور هر څه دروغ  وي او په ناول کې البته واقعي ناول او هنري ناول يې منظور دى، په ناول کې نومونه او سنې او اعداد رښتيا نه وي نور ټوله محتوا رښتيا وي. دغه مقوله د ښاغلي علم ګل سحر په ناول په مينه او جګړه صدق کوي. )) 
غضنفر ټول هغه لوستونکي، چې د افغانستان له تاريخ او وروستيو پيښو سره علاقه لري، د دې ناول لوستلو ته رابولي: (( زه ټول لوستونکي د ناول او كيسې ټول لوستونکي او حتى د افغانستان د پيښو لوستونکي او هغه کسان، چې غواړي د افغانستان حالات، د افغانستان تاريخ او روان سياسي وضعيت ښه وپېژني او ښه يې درک کړي، دغو ټولو ته بلنه ورکوم، چې مينه او جګړه ولولي.))