غزل
2008-02-24 03:18:29
غزل
چې دومره در نږدې وم ،ما ويل لمر به وي ستا لاس كې
په دې نو څه خبر وم چې خنجر به وي ستا لا س كې
په زړه كې مې اوس ناست يې،جنګ له تا سره مشكل دى
دا زړه به مې هم ستا وي ،دا ځيګر به وي ستا لاس كې
په بلې به مين ومه،بې مېنې خوژوند نه شي
ويريږمه په ټولو نجونو اثر به وي ستا لاس كې
په ځا ن باندې غلط وم،ډير غره ومه، تيرو تى
په دې هم خبر نه وم چې زما سر به وي ستا لاس كې
دا زه چې مې دخپل زړه ټول داغونه له تا بولم
په زړونو جګ ولاړ اغزي اكثر به وي ستا لاس كې
يو وخت دومره مغرور شي دپاچا سلام وانخلي
خو كله شي وړوكى بس سحر به وي ستا لاس كې
۷\۶\۱۳۸۶
لمر ټلويزيون