د لمر ژۍ

علم ګل سحر

د لمر ژۍ

 

یو ستوری دښکلا و ،دسپوږمۍ له څنګه تیر شو

سپرلی رانه خفه شو ، دغوټۍ له څنګه تیر شــو

زما ستومانه ژوند ،چې یې په سیوري کې دیره و

یو وهم دمرګي ، دبوړبوکۍ له څنګه تیر شــو

له سترګو یې رانجه وړل ،له لاسو څخه نکریزي

یودیو و، چې دښکلې ښاپیرۍ له څنګه تیر شو

زما زخمي احساس خو لاس تر زنې ورته ناست و

یو سیوری و،په شپه کې دنجلۍ له څنګه تیر شو

زما وږي نظر دې آننګو کې ځای ونه موند

دښار ماشوم سوالګر و،دډوډۍ له څنګه تیر شو

زما ساده کلام یې په سندرو بدل کړی

له شونډو یې رنګ واخیست ،دخولګۍ له څنګه تیر شو

 

له شپو څخه راکډه شوو،له شپو سره مو شپې شوې

زکوږ ستړی سحر دلمر دژۍ له څنګه تیر شو

18/3/1378

کابل_ څارندوی مینه