کوچی ملا او څو خبرې

کوچی ملا او څو خبرې                             علم ګل سحر

 

 

استاد محمد صدیق پسرلی تر ډیره په ټولنه کې دیوه نازکخیال شاعر او غزلستوري په نامه پیژندل شوی ، ډیر عمر یې شعرونه ویلي دغزل ،څلوریزو او نظمونو څوکتابونه یې چاپ شوي دي .

د(زهره) په نوم منظوم داستان یې هم خپور شوی دی، سره له دې چې (داسې هم وو) او(سره غالۍ) یې دنثري لیکنو او کیسو ټولګي دي خو استاد خپل ډیر وخت په شعر لیکلو لګولی دی ،ځکه په ټولنه کې دیوه استاد شاعر په توګه مشهور دی.

خو کله یې چې لومړنی چاپ شوی ناول(( کوچی ملا)) لولو ، پوهیږو چې دنثر له یوه لوی استاد سره مخامخ یو . کوچی ملا په وروستیو کلونو کې دچاپ شویو ناولونو دسر دکتار ناول دی ، ژبه یې ساده او خوږه ده ، پیښې یې په زړه پورې تسلسل لري .

کوچی ملا دیو داسې کس کیسه ده چې هم ملادی، هم بزګر،هم دخپل وخت یوښه سیاست پوه او ټولنپوه ، هم یو سوچه کلیوال کرکتر ، هم پوه او بریالی معلم دی ، چې دوطن دبچیانو دروزنې فکر یې ارام او سکون ته نه پریږدي .هم یوښه بڼوال چې ته به وایې یوازې دخپل باغ او پټي په فکر کې دی.

کوچی ملا پر دغو صفتونو سربیره یو مرموز کرکترهم معرفي شوی دی . دی دکلي ملا دی په بهرنیو ژبو پوهیږي ، رادیو تل اوري او خبرونه یې تحلیلوي ، ددموکراسي پلوی دی . دی دیوه متضاد شخصیت درلودونکی دی ، ځکه خو ورباندې دسیمې ولسوال او ځینې نور خلک شک کوي او ویره لري هسې نه چې ملا یې د انګریز جاسوس وي.

دناول په یوه برخه کې لولو :

< ... حسین خان صرف دې نتیجې ته رسیدلی و، چې دملا صاحب پیژندل ګران کار دی ، چې ورته ګورې له یوې خوا ډیر سوړ سړی دی ، که څوک ورته ډیره سپکه خبره هم وکړي ، دده تندی نه ورباندې تریویږي آن دمذهب خلاف خبره یې هم نه احساساتي کوي ، ددموکراسي ښیګڼې بیانوي ، دژبې او قلم ازادي غواړي دادملت منلی حق ګڼي چې خپل سرنوشت پخپله وټاکي...له بلې خوا چې له رادیو څخه قوالي اوري ورته ژاړي ، دپیرۍ مریدۍ پلوی او دپیرانو سخت اخلاصمند دی ، دځینو او لږو داسې کرامات مني چې نه په عقل جوړیږي نه یې شرعي جواز شته...>

دناول دمرکزي کرکتر کوچي ملا دشخصیت دا متضادې خواوې ترپایه په ډیر استادانه ډول ساتل شوې دي ، چې لوستونکی تر اخیره نه شي کولای دده دشخصیت په باب قاطع حکم وکړي او دا ووایي چې ملا رښتیا هم یو وطندوست سړی دی او که نورو دتخریب لپاره را لیږلی دی .

دناول دکرکتر دې ډول شخصیت دسیمې هوښیار او ځیرک ولسوال هم په دوه کې حیران کړی دی< ... دهند اوبرما له دودونو ، دستورونو او مختلیفو عقایدو به ورته ږغیده ، په هند کې به یې دمسلمانانو دبدې ورځې حال وایه،خو په عین حال کې به یې داقبال،مولانا ازاد پیر سیداحمدخان سره دګاندي او نهرو قربانۍ او پیرزوینې هم نه هیرولې خصوصآ دګاندي شخصیت به یې ډیر ستایه .چې ولسوال به دا خبرې تحلیل کړې ،بیا به په دوه کې ورک شو ، چې له یوې خوا ملا صاحب راته دهند دمسلمانانوبده ورځ ژاړي ، له بلې خوا د مسلمانانو دمشرانو په لړکې د هندو لیډرانو ستاینه کوي...>

دخپل وخت له حالاتوسره دملا داډول متضاد چلند تر پایه لیدل کیږي . همدا خبره دلوستونکي تلوسه وار په وار زیاتوي ، دې ته یې سودا وي چې ملا به باالاخره څنګه سړی وي ؟ دناول دپای په پاڼو کې دناول داصلي کرکټر شخصیت سوکه سوکه را څرګندیږي . ملا چې په پا کستان کې کمپ په کمپ ګرځي ، جهادي ترانې جوړوي او تبلیغ کوي ، هماغه پکتیا وال ولسوال چې دمحمد ظاهرشاه په وخت کې په کندز کې ددوی ولسوال و او غوښتل یې دا معلومه کړي چې ملا وطندوست دی که دوطن ددښمنانو جاسوس ؟ اوس دیوه تنظیم داداري چارو مسوول دی له ده سره مخامخ کیږي ، ملا ته وایي چې تبلیغ خو هسې هم کوې راځه دتنظیم په دفتر کې به دې مقرر کړم ، معاش به هم اخلې او له ستومانیو به هم بې غمه یې . خو ملا ورته وایي:

< دوی به دخپل تنظیم لپاره تبلیغ غواړي ، زه دجهاد روح دتنظیم په پنجره کې نه شم تربت کولای ...ما پریږده چې خپل غمونه دوطن او اسلام په غمونو کې هیر کړم >

کوچی ملا په هماغه مجلس کې پخواني ولسوال ته دخپل ژوند او خپلې ناکامې مینې کیسه کوي.

دا ټول تر پایه په داسې استادانه ډول ساتل شوي دي چې هیڅوک دناول د کرکتر په اړه د وروستۍ خبرې کولو حدس هم نه شي وهلی .

دناول یوه بله ځانګړتیا چې ماته ډیره په زړه پورې ده هغه دناول دڅپرکو او کرکټرونو بیلوالی او په عین حال کې بیرته ګډون دی. په بیلابیلو فصلونو کې دناول دنورو کرکترونوکیسې راغلې دي ، چې په یوه څپرکي کې دیوه کرکتر کیسه رااخلي ، لوستونکی دتیر څپرکي د کرکټر کیسې ته تلوسه لري : خانګی او زامن یې څه کوي ؟ شرف الدین به اوس چیرې وي؟ د کوچي ملا ورور ته به څه پیښیږي ؟ ...همداسې دهر یوه په باب له لوستونکي سره تلوسه پیدا کیږي چې بیا په نورو راتلونکو څپرکو کې دخپلو پوښتنو ځواب مومي .

دناول دپیښو لپاره مختلیف ځایونه ټاکل شوي دي، چې دناول دکیسې په رښتیاینه کې مرسته کوي .مثلأ دناول اصلي کرکټر چې په لومړي سر کې مشکوک بریښي اصلآ دغزني دشلګر اوسیدونکی دی خو په کندزکې ملایي نیسي . که چیرې ملا هم دشلګر وای او دا ډول پیښې هم په شلګر کې وای نو بیابه دده دمشکوک والي په باره کې ټولې خبرې بې ځایه وې ، همدارنګه ولسوال دپکتیا دزرمت اوسیدونکی دی ، طبعي ده چې دوی یو دبل له تیر حالته خبر نه دي .

دناول مکالیمې هم د ډیرې  پاملرنې وړ دي ،یوازې په مکالیمو کې دومره نوې استعارې ،کنایې او سیمه ایز خواږه اصطلاحات دي چې په نورو ډیرو کتابونو کې یې نه شوموندلای دا دژبنۍ پانګې دزیاتوالي لپاره ستر خدمت دی .

همداسې متلونه او اصطلاحات هم په ډیر ښه ډول رااخیستل شوي دي :>  دحاجي ناظر خو زما په خیال ددو خرو وربشې هم نه شي ویشلای یو سوړي بوړي سړی دی ، نه په څه پوهیږي نه څه ترې جوړیږي ،بیډۍ یې میره شوې ده ،چټ ګرځي ، غوا نه پیایي ، تش په توره باټي خان دی...  خوښه دې نه ده چې دحاجي په پوست ورننوزو او دا ناظري ترې ګوتو ته کړو پنځه واړه ګوتې به مو په غوړو کې وي >>

<< شرف الدین ماته هم بې حسه او بې مینې بنیادم ښکاري ګومان کوي چې آبا مړشي پوستین  یې په ده جوړ دی ... اوس هم لکه کورغ دغنمو له رویه اوبه ور رسیږي ، که دملا سترګې پټې شوې باور نه کوم چې څوک به یې په کلي کې پریږدي >>

یا دا بله مکالیمه:

<< څوک چې دښځې په خوله شي هغه به تل داسې ټکرې خوري ، وایي لوخې دقام ښه نه غوښته ، سریې په دریاب کې وچ شو ، وروڼه که هر څومره سره جلا شي بیا هم سره کوشیر کیږي ... تر سترګو به دې لاندې وي ، دقوماندانانو په ښوروا یې مه پورې کوه تر اوسه یې کوم تر سر اړولی یې ، چې اوس به دې واړوي  >>

 

یا:

<< ...اولاد دې څه غم لري ، که غم وي بیابه هم دلالي په سر وي ... رښتیا دې وویل چې ورانه ده له خانه ده خو څه وکړم چې پورته توکم په مخ مې لګیږي چې کښته توکم په ږیره مې لګیږي ... دخانۍ هوا له سره وباسه ، په وچ لینګي مه بنګي کیږه ، ښه ډم تر بد خان په سل چنده ښه دی ...>>

دایې څو بیلګې وې دکتاب هره برخه له داسې ښکلو جملو او کلیماتو مالامال ده ، چې ډیر څه را زده کولای شي .

دکیسې دکرکترونو پیژندنه او دهغوی دڅیرو پیژندنه هم په دې کتاب کې په ډیرښه ډول په لنډو جملو کې شوې ده:

<< احمدشا په داسې حال کې چې کښته پورته یې ورته کتل او دده له شنې لونګۍ،شنو سترګو،سرو ویښتو خړو جامو یې نظر سرو څپلیوته وښویاوو>>

<< خانګل ډم له رنګه تور بخون،په ونه میانه ، له جوسې وچوړکی، دپاخه عمر خاوند یو درځن لوڼه زامن یې لرل چې په ډول او بیاتې یې پالل >>

همداسې ډیر کله دکرکټرونو څیرې او خوی خصلت په ډیالوګونو کې معرفي شوي دي .

دناول موضوع نوې ده او دتیرې نیمې پیړۍ او دهغه وخت دوطن دسیاسي حالاتو ښکلی انځور یې کښلی دی.

درانه استاد پسرلي صاحب ته دښې روغتیا او زیات عمر دعا کوم چې په دې برخه کې خپل وطن ،ژبې او ادب ته لا زیات خدمتونه وکړي.