څلورملكي كسان ووژل سول
2008-12-01 01:58:13
نوامبر_۱۲_۲۰۰۸
دهلمندامنيه قوماندان اسدالله شيرزادوايي چي دكندهار-هلمندپرلويه لاره نن سهاردپوليسودګزمي پرموټردسړك دغاړي چاودنه وسوه چي په پايله كي يي دوه پوليس ووژل سول اودري نورټپيان دي.
دنوموړي په وينا ددي چاودني يوساعت وروسته په همدي سيمه كي دملكي وګړوټراكټوراودپوليسوموټرته نژدي ديوه سراچه ډوله موټرپواسطه ځانمرګۍ بريدوسوچي په ترڅ كي يي دري ملكي كسان اودوه پوليس ووژل سول.
طالبان بياوايي چي دغه ځانوژونكۍ بريد دلطف الله په نامه ددوۍ ملګري پربهرنيوسرتيروترسره كړۍ.
طالب وياندقاري يوسف احمدي ادعا كوي چي بريدكي نهه بهرنيان وژل سوي اودوه ټانكونه يي له منځه تللي دي.
احمدي همدارنګه زياتوي چي په همدي سيمه كيي دپوليسويورينجرموټريي په مين الوزولۍ او۷ پوليس يي پكښي وژلي دي.
ديوبل خبرله مخي دهلمندامنيه قوماندان وايي چي تيره ورځ دګرشك ولسوالۍ دشندك په مانده كي دملكي كسانوپريوه كرولاډوله موټردسړك دغاړي ماين وچاوديد چي له امله يي يوملكي كس ووژل سو.
دشيرزادپه خبره ترچاودني وروسته كله چي پوليس سيمي ته تلل نودطالبانوسره په نښته اخته سول چي يوطالب دپوليسوپه ډزوكي وووژل سو.
ځايي خلك هم پرملكي خلكودچاودني خبره كوي.
خودطالبانووياندقاري يوسف احمدي ادعاكوي چي په ياده سيمه كي يي دپوليسوموټرپه ماين الوزولى او۱۲ پوليس يي وژلي دي.
احمدنويدنظري_هلمند