كوچيان څه غواړي
2008-12-01 01:51:01
نوامبر_۲۳_۲۰۰۸
ديكشنبي په ورځ دمركزلښكرګاه په اداري سيمه كي دكوچيانوپه عمومي مديريت كي دكوچيانولپاره ځانګړۍ روغتياكلنيك په كارواچول سو.
دهلمنددروغتيارياست چارواكي وايي چي دغه كلنيك يي دكوچيانوداستازودغوښتنو له امله پرانستلۍ اوګرځنده به هم وي.
دروغتيادچارواكو په ويناچي كوچيانومخكي ځانګړي اوګرځنده كلنيكونه لرل چي دتيرودريولسيزوجګړوله امله له كاره لويدلي وه.
دهلمنددكوچيانودشورامشرمحمدداودنورزۍ وايي چي دوى ددولت پدي ښه ګام ځكه ډيرخوښ دي چي پدي كلنيك كي هرډول آسانتياوي سته.
دهلمنددوالي دوالي مرستيال عبدالستارميرزكوال ددي كلنيك دپرانستني پرمهال وويل چي دولت ژمن دى ترڅودهيوادهروګړي ته دروغتياوړيا خدمتونه ترسره كړي،نوځكه يي نن كوچيانوته ځانګړى كلنيك جوړكړ.
دكوچيانودنوي پرانستل سوي كلنيك مسئول ډاكټرمحمداشرف وايي چي پدغه كلنيك كي دري تنه ديوې ښځي په گډون مسلكي ډاكټران كاركوي اوهڅه به كوي چي دكوچيانوترليروپرتوسيموخپل خدمتونه ورسوي.
دنوموړي په ويناچي دغه كلنيك نسايي ولادي،كوچنيانو،جراحى اوداخلي څانګې لري چي دواكسين كولوچاري به هم پكښي ترسره كيږي.
احمدنويدنظري_لښكرګاه