۳۲ زره بزګروته تخم وركول كيږي

دنوامبرشپږمه

دچهارشنبي په ورځ دهلمنددوالي مرستيال اويوشميرنورودولتي چارواكودجنوبي ولسوالۍ ګرمسير څخه دليدني پرمهال پر بزګرود غنمودويش لړۍ پيل كړه.
ددولتي چارواكوپه خبره دغنمودويشلوپدي لړى كي به ۳۶۰۰ بزګروته سل سل كيلوګرامه غنم وركړل سي،ترڅوسږكال دتارياكوپه ځاۍ غنم وكري.
تردي مخكي ګڼ شميربزګروته په مركزلښكرګاه كي دتارياكودنه كرلوپه شرط هغه مهال د غنمودويش لړۍ پيل سوې وه چي دمخدره توكوپروړاندي دمبارزي وزيرجنرال خدايداد دي ولايت ته په همدي موخه سفروكړۍ وو.
دهلمنددوالي مرستيال عبدالستارميرزكوال دګرمسيرولسوالۍ دقومي مشرانواوبزګروپه يوه غونډه كي چي سلګونوكسانوپه پكښي برخه اخيستي وه وويل دولت په پام كي لري چي سږكال په امتحاني توګه په بزګروتخمونه وويشي خوكه چيري دتارياكوپه كښت كي كمۍ راغۍ نوپه راتلونكوكلنوكي به ورسره زياتي مرستي وسي.
نوموړي دخلكوڅخه مننه وكړه چي دخپل دولت ملاتړيي كړى،اودګرمسير دخلكوسره يي ژمنه وكړه چي دولت به پدي ولسوالۍ كي په نژدي راتلونكي كي يوشميرلويي اووړي پروژي پيل كړي.

دګرمسيرولسوالۍ خلكوديوه پريكړه ليك له لاري ژمنه وكړه كه چيري ددولت لخوادتارياكودمخنيوي لپاره دغه مرستي په عادلانه توګه وويشل سي اوددوى ځوانانوته دكارزمينه برابره سي نوتارياك به نكري.
ددي ولسوالۍ خلكوله دولت نه وغوښتل چي دغنموپه څنګ كي دي ورته كيمياوي سره هم وركړي ځكه دوۍ دتيردووكلنوجنګ جګړوډيرځپلي اوددي توان نلري چي سره (كيمياوي كود) واخلي.

په هلمندكي دتارياكودكښتونودمخنيوي په موخه نژدي پنځه مياشي وړاندي دبرتانيادولت اويواس آى ډي د۱۲ مليونوډالرومرسته وكړه ترڅوپه هلمندكي دتارياكوپه كښت كي كمۍ رامنځته سي.
چارواكي وايي چي دغه مرسته سوي پيسي دحاصلخيزه سيمي ترنامه لاندي چي ۲۶ زره هكتاره مځكه پكښي شامله ده دتخمونودبرابرولوپه برخه كي لګيږي او۳۲ زره بزګران به سږكال دغنمودتخم څخه برخمن سي.
ددي پروګرام مسئولين هيله ښئي چي سږكال به دهلمندپه ولايت كي دتارياكوپه كښت كي دپام وړكموالۍ رامنځته سي اوډيريوبزګرانوهم هوډكړۍ چي تارياك ونه كري.
احمدنويدنظري_لښكرګاه