په ګرمسيركي امنيت ښه سوى دى

نوامبر_۹_۲۰۰۸

ددي ولسوالۍ چارواكي اوخلك وايي چي دامريكادسمندري اودولتي ځواكونودعملياتوترسرته رسيدووروسته دلته امنيت ښه سوۍ اوخلك په خپلوورځنيوكارونويعني بزګرۍ اودوكاندارى بوخت دي.
ځايي خلك كه څه هم امنيت ښه بولي خو دبيارغاوني دكارونواودښوونځيودنه ستون له امله سرټكوي اوغوښتنه كوي چي دولت دي پدي ولسوالۍ كي د بيارغاوني كارونه پيل كړي اوددوۍ ماشومانوته دي دزده كړي آسانتياوي برابري كړي.دامهال يوازي يوه ښوونځى دولسوالۍ په مركز(هزارجفت)كي خلاصه ده چي پكښي څه باندي پنځه سوه زده كوونكي زده كړي كوي.
دګرمسيرپه ولسوالۍ كي نژدي دوه كاله ددولت دمخالفينوسره بهرنيواودولتي ځواكونوسخته هوايي اومځكنۍ جګړه وكړه چي ددي ولسوالۍ ډيرۍ خلك دسيمي وپريښودوته اړه اوكورونه يي ړنګ سول.
همدارنګه په نوروشاوخواولسواليوهم خلك ديته اړه سول چي خپل كورونه پريږدي خودهلمنددولتي چارواكي دنوروسيموامنيتي وضعه مخ په ښه كيدوبولي.
دګرمسير چارواكي هم وايي چي اوس مهال پدي ولسوالۍ كي امنيتي حالت ترډيره بريده سم سوى اوخلك ددولت كلك ملاتړكوي.
دولسوالۍ امنيه قوماندان ګلۍ خان وايي چي دطالبانوپرضددعملياتووروسته تراميرآغاپوري چي دګرمسيردمركزهزارجفت څخه نژدي ۳۰ كيلوميره ليري پرته سيمه ده ددوۍ دولتي مامورين تګ راتګ كوي.

كه څه هم ځايي خلك دبيارغاوني دكارونه دنه ستون له امله شكايت كوي خودګرمسيرولسوال عبدالله جان بياوايي چي په نژدي راتلونكي كي به په ولسوالۍ كي يولړدبيارغاوني پروژي په كارپيل وكړي اوښوونځۍ به پرانستل سي.

ګرمسير دهلمندپه جنوب كي ترټولولويه پرته ولسوالي ده چي دمركزلښكرګاه څخه څه باندي ۵۰ كيلومتره فاصله لري، پدي ولسوالۍ كي نژدي ۸۰ زره خلك اوسيږي چي ډيرۍ يي مځكه كري اوترغاړه يي دسينددبهيدوله امله دزياتواوبولرونكې ولسوالي ده.
احمدنويدنظري_هلمند