دوه ځانمرګي وسول او۱۲ طالبان ووژل سول
2008-09-08 06:01:52
September_7_2008

په كندهارښاركي نن غرمه دوه پرله پسي ځانمرګي بريدونه وسول چي په ترڅ كي دوه پوليس وژل سوي اودپنځوملكي كسانوپه گډون ۲۹ پوليس ټپيان دي.
دغه ځانمرګي بريدونه ددي ولايت د امنيه قوماندانۍ دننه په دووبيلوبرخوكي وسول چي دعيني شاهدانوپه ويناچي دمرګ ژوبله شميره كيداۍ سي چي تردي هم ډيره وي.
دكندهارولايت امنيه قوماندان مطيع الله قاطع وايي چي دوه ځانمرګي بريدكوونكي دامنيه قوماندانۍ ودانۍ ته په داخليدوسره ځانونويودبل پسي ولوزول.
دبريدكوونكوموخه دكندهارامنيه قوماندان مطيع الله قاطع اودبولدك دسرحدي لواقوماندان جنرال عبدالرازق وو چي د قاطع په خبره دواړه روغ رمټ دي.
طالبانوددي بريدونوپړه پرخپله غاړه اخېسې.
طالب وياندقاري يوسف احمدي دټيلفون پرليكه شمشادته وويل چي دغه بريدونه ددوۍ دووملګروترسره كړۍ.
خودمرګ ژوبله په اړه نورمعلومات يي ورنكړل
دغه ځانمرګي بريدونه پداسي حال كي كيږي چي تردي دوه ساعته وړاندي دهيوادپه لويديځ هرات ښار كي هم يوځانمرګۍ بريدترسره سوچي يوازي پكښي بريدكوونكۍ ووژل سو.

ديوبل خبرله مخي دهلمند امنيه قومندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال شمشادته وويل چي تير مازديګر دنادعلي ولسوالي دچاه انجير په سيمه كي دپوليس او وسلوالو طالبانو ترمنځ سخته جګړه سوې چي په ترڅ كي لس تنه طالبان وژل سوي اوڅلورپوليس سرتيري ټپيان دي.
ده وويل چي جګړه دشپي ترناوخته روانه وه اوطالبان شاته وتمبول سول.
وسله والوطالبانوادعاكړي چي تيرماښام يي دنادعلي په چاانجيرسيمه كي نهه تنه پوليس سرتيري وژلي اودپوليسويورينجرموټريي دځانه سره بيولۍ دئ.
همدارنګه امينه قومندان وايي چي دناوي په ولسوالي كي هم تيره شپه دوسلوالو طالبانو او پوليسو ترمنځ جګړه سوي ده چي دوه وسلوال طالبانو وژل سوي دي او پوليسو ته زيان ندي اوښتي.
دناوې ولسوالۍ دجګړي په اړه وسله والوطالبانوڅه ندي ويلي.
ديادوني وړده چي ديوې مياشتي راپديخوادهلمندپه نادعلي اوناوې ولسواليوكي دوسله والوطالبانواودولتي ځواكونوترمنځ چي ځيني وختونه يي بهرني ځواكونه هم ملتياكوي نښتي رواني دي چي په ترڅ كي يي ګڼ شميرطالبانواودولتي ځواكونوته مرګ ژوبله اوښتې.
احمدنويدنظري هلمند