يوه ليسه دشهيدعبدالمتين په نوم سوه
2008-09-08 05:49:17

دسپټمبر_۷_۲۰۰۸
په هلمندكي دلښكرګاه مركزي ليسه دولسي جرګي دغړي شهيدانجنرعبدالمتين په نوم ونومول سوه.
انجنرعبدالمتين تيركال دهيوادپه شمال كي دبغلان دولايت څخه دليدني پرمهال دولسي جرګي دپنځونورغړوسره په يوه ترورستي بريدكي ووژل سواومړۍ كي په هلمندخاوروته وسپارل سو.
شهيد عبدالمتين د سلطان سكندر خان زوي په 1337 هجري لمريز كال، د هلمند په ولايت كې زيږيدلى، نوموړي لومړنۍ زده كړې د بست كلا په ښونځۍ او منځنۍ زده كړې يې د لښكرگاه په همدي ليسه او لوړې زده كړې يې د كابل پولي تخنيك كې پاى ته رسولې دي.
نوموړى په ولسي جرگه كې، د هلمند ولايت دخلكو وكيل اودملي اقتصاد كميسيون غړى ؤ.
په هغه غونډه كي چي دشهيدانجنرعبدالميتن په يادپدي ښوونځئ كي جوړه سوې وه دولايت دولتي چارواكو،ښوونكواوګڼ شميرزده كوونكوبرخه لرله.
دهلمنددوالي مرستيال عبدالستارميرزكوال وويل چي شهيدعبدالمتين په ولسي جرګه كي دهلمنددخلكوريښتونۍ استازۍ وواووطن ته دخدمت پرمهال يي خپل ژونددلاسه وركړ.
هغه زياته كړه چي موږبايدپدي ډول شخصيتونوووياړواودهغه يادتل دځانه سره ژوندۍ ولرو.
دلښكرګاه مركزي ښوونځئ چي نن دشهيدعبدالمتين په نوم سوه داعليحضرت محمدظاهرشاه په دوركي جوړه سوي اواوس مهال په هلمندكي ترټولولويه لېسه ده چي نژدي لس زره زده كوونكي لري.
همدارنګه نن ديوې بلي غونډي پرمهال په هلمندكي دسواددزده كړي نړيواله ورځ پدي ولايت كي دښوونكو،زده كوونكواودولتي چارواكولخواولمانځل سوه.
دهلمنددپوهني درئيس شيرآقاساپي په ويناچي ۱۱ ښوونځئ په مركزلښكرګاه كي دمسئولينودنه پاملرني له امله دزده كوونكوپه مخ تړل سوي.اويوازي ۵۸ ښوونځئ په ټول هلمندكي فعالي دي.
ددي ورځي دلمانځلوپرمهال دهلمنددوالي مرستيال عبدالستارميرزكوال وويل چي سږكال دپوهني رياست اونوري اړوندي اداري پدي هڅه كي دي ترڅوپه مركزاوولسوالۍ كي ښوونځئ دزده كوونكوپه مخ خلاصي كړي.
پدي لمانځ غونډه كي ځينوښځينووښوونكواوزده كوونكوددي ورځي په اړه مقالي ولوستي اوهيله يي وښوده چي په هلمند كي به دپوهني كچه سږلوړه سي.
احمدنويدنظري هلمند
