دوه زندانيان ووژل سول

 

دسپټمبر_۸_۲۰۰۸

دهلمندولايت دمركزلښكرګاه په لوۍ زندان كي پنځه تنه بنديان هغه مهال مړه اوټپيان سول چي غوښتل يي دتېښتي هڅه وكړي.

دامنيتي چارواكوپه ويناتيرماښام دلښكرګاه مركزي زندان كي هغو كسانو چي دانسان تښتوني په توربنديان وو،غوښتل چي دزندان ديوال سورۍ كړي اووتښتي خوكله چي دپوليسولخوا يي مخنيوۍ وسو،ټولوزندانيانوپرپوليسوحمله پيل كړه.

ددي زندان مشرسمونوال غلام علي صافي رسنيوته وويل كله چي بنديانودپوليسوسره جګړه پيل كړه چي دپوليسوپه ډزوكي دوه تنه بيديان مړه سول اودريوتنوته ژوبله واوښته.

دسمونوال غلام علي په ويناچي اوس مهال په زندان كي حالت عادي دئ اوبنديان په خپلوخونوكي ناست دي.

دالانده معلومه چي وژل سوي زندانيان هغه كسان چي دتېښتي هڅه كوله دي اوكه نوربنديان دي.

دزندان څخه ځينوبنديانودټيلفون له لاري شمشادته وويل چي دغه نښته ځكه رامنځته سوه چي دزندان مسئولينوورته سمه ډوډۍ نه وركوله.

خودزندان مسئولين دغه خبري ردوي.

په زندان كي يوه پيره دارچي نوم ښودل يي نه غوښتل خبريالانوته ويلي چي يوپوليس دوسلي سره زندان داخل سواوزندانيانوپري بريدوكړترڅووسله يي واخلي خودنوروپيره دارانولخواپري ډزي وسوي اودوه تنه يي ووژل اودري يي ټپيان كړل.

نژدي پنځه مياشتي وړاندي هم پدي زندان كي دپوليسواوزندانيانوترمنځ تاوتريخوالۍ رامنځته سوئ ووچي يوشميرپوليسواوزندانيانوته پكښي مرګ ژوبله اوښتې وه.

په دغه  محبس كي دامهال دلسوښځوپه ګډون ۲۷۰ تنه بنديان شپي اوورځي تيروي چي اكثره يي دغلاوواودقتل په تورونودي زندان ته اچول سوي دي.

دلښكرګاه مركزي زندان دښارد جنوب په يوه تاريخي سيمه زړه كلا(كلاكهنه) كي پروت دي چي نژدي پنځه لسيزي هاخواپه پاخه ډول جوړ سوئ دئ.

احمدنويدنظري هلمندلښكرګاه