په هلمندكي پوستي خدمات پيليږي

په هلمندكي به دمخابراتووزارت لخوا دڅه باندي څلوروميلونوافغانيوپه لګښت يوه عصري پوسته خانه په پاخه ډول جوړه سي. احمدنويدنظري

څلورملكي كسان ووژل سول

په هلمندكي امنيتي چارواكي وايي چي ديوه ځانمرګي بريد اوچاودني له امله څلورملكي كسان اوهمداشماره پوليسووژل سوي دي. احمدنويدنظري

دګرشك خلك نورغنم غواړي

دهلمندپه ګرشك ولسوالۍ كي به ۵۰۰۰ بزګروته سږ دتخم غنم وركړل سي. دغنمودويشلودغه لړى دتيري پنجشنبي په ورځ پدي ولسوالۍ دهلمندددولتي چارواكولخواپيل سوه. احمدنويدنظري هلمند

څلورطالبان ووژل سول

امنيتي چارواكودهلمندپه ناوې ولسوالۍ كي پريوې پوستي دبريدپرمهال دڅلوروطالبانودوژلوخبروركړى. خوطالبان وايي چي په نښته كي يي نهه پوليس وژلي اوپنځه نوريي ټپيان كړي دي. بلخواآيساف ځواكونه وايي چي په سيمه كي يي دوې امنيتي پوستي جوړي كړي دي. احمدنويدنظري هلمند

آزموينه واخيستل سوه

په هلمندكي د۳۰۰ كسانوڅخه دديني زده كړوامتحان واخيستل سو. اوپه كندهاركي پرانجنوزده كوونكودتيزابوشيندل وغندل سول اودسزاغوښتنه يي وسوه. احمدنويدنظري

۴۰ كيلومتره سړك پخيږي

دهلمند د مركزلښكرګاه په بيلابيلوبرخوكي به ۴۰ كيلومتره سړكونه پاخه سي چي ديوه سړك دپخيدوكاريي نن پيل سو. احمدنويدنظري هلمند

كوچيان څه غواړي

دهلمندپه مركزلښكرګاه كي دكوچيانولپاره دروغتيا ځانګړۍ كلنيك پرانستل سو. احمدنويدنظري

لس تنه ونيول سول

دكندهارچارواكي وايي چي دوى پدي ښارلس هغه كسان نيولي چي دوې اونۍ وړاندي يي دښوونځۍ پرانجونوزده كوونكوتيزاب شيندلي وه. احمدنويدنظري هلمند

دوه طالبان ووژل سول

دهلمندپه ولايت كي دبيلابيلونښتوپه ترڅ كي دوه وسله وال طالبان وژل سوي اويوتن ټپي سوى دى. احمدنويدنظري_هلمند

15 ټنه خاشخاش ونيول سول

دهلمندپه ګرشك ولسوالۍ كي امنيتي چارواكودنشه يي توكودقاچاق اودخشخاشودخرڅولو په تورپنځه تنه ديوه اندازه نشه يي توكوسره نيولي دي. احمدنويدنظري

۳۲ زره بزګروته تخم وركول كيږي

دهلمندپه ګرمسيرولسوالۍ كي دتارياكودنه كرلوپه موخه په بزګروباندي دغنموويش پيل سوى اوپدغه لړۍ كي به ۳۶۰۰ بزګروته دتخم غنم وكړي. تيره ورځ يوشميردولتي چارواكو دي ولسوالۍ ته دغنمودويشلود لړۍ دپيل كيدوپه موخه سفروكړاوخلكوژمنه وركړه چي سږكال به تارياك نه كري. احمدنويدنظري

دپاكولواشرترسره سو

دهلمندپه مركز لښكرګاه كي دلومړيي ځل لپاره دزرګونوښاريانواودولتي كاركوونكولخوادښارپاكۍ اشرترسره سو. احمدنويدنظري

په ګرمسيركي امنيت ښه سوى دى

دهلمنددګرمسيرولسوالۍ خلك اوچارواكي وايي چي امنيتي حالت ښه سوى دى خودبيارغاوني كارونه پكښي كم ترسترګوكيږي. ددي ولسوالۍ خلك غوښتنه كوي چي دامنيت دټينګښت ترڅنګ دي ورته دبيارغاوني كارونه هم ترسره كړي. احمدنويدنظري

نوې ښوونځى پرانستل سوه

پسله ۴۳ كلنوپه هلمندكي دهندوانولپاره ځانګړې ښوونځۍ پرانستل سوه. دغه ښوونځۍ دمركزلښكرګاه په صافيانوكي ديكشنبي په ورځ دهلمندددولتي چارواكولخواپرانستل سوه.دپوهني چارواكي وايي چي دغه ښوونځۍ به نوي كال ته روغول سي خولا تراوسه ددي ښوونځۍ دمالي لګښت په اړه څه ندي ويلي. احمدنويدنظري

۱۱ پروژي بشپړي سوې

په هلمندكي دملي پيوستون لخوا يوولس دعامه ګټو پروژي بشپړي اوګټي اخيستني ته چمتوسوي دي . دملي پيوستون دپروګرام چارواكي وايي چي ددي پروژوپه بشپړه كيدوكي دسيمي خلكوپوره برخه لرله. احمدنويدنظري

Page 1 of 4 | Results 1-15 of 47
1 | 2 | 3 | 4 next