دولت پخپله په ناامنۍ كې لاس لري
2009-07-23 08:12:16
دولت پخپله په ناامنۍ كې لاس لري
دنرخ ولسوالۍ دتوكرك په سيمه كې دجګړې پربنسټ:
ټولنه نړۍ حيرانه پاتې ده ،چې په افغانستان اودېته ورته په فلسطين كې دروانې جګړې لمن ولې نه ټولېږي او ولې ددغودوه مظلومومسلمانوهېوادونوخلك دخوشالۍ په ټغرنه كېني كه څه هم په دې اړه نړيوالواكثره وخت له زړه هم هڅې كړي دي خوبريالي شوي نه دي .نه يوازې دجګړې په بندولونه دي توانېدلي بلكې لاملونه يې هم نه دي څرګندشوي.
دمظلوم فلسطين ناورين خوزماله فكره يوه نړيواله موضوع ده اوپخپله نه غواړم دهغې پرلاملونوخبرې وكړم خوپه افغانستان كې اوسېږم اوروان حالات يې له نيږدې ګورم په دې ځاى كې قضيه بل ډول ده اوهغه دچاخبره دجړتارسرورك دى اوموندل يې ګران دي .
يوشمېركورني اوبهرني سياستپوهان په افغانستان كې دروانې جګړې سركښان بهرنيان بولي اواكثره وخت له مېډيانه نارې سورې وهي ،چې ګواكې افغانان جګړه نه غواړي اودسولې لارويان دي دادسرو وينوتږي يوازې له دې هېواده بهرخلك دي ،چې خوارافغانان يې داورخولې ته ايساركړي دي اوپه دې ځاى كې يې دبنسټپالۍ سترمركزونه جوړكړي دي ،چې اوس يې ټوله نړۍ هم له منځه نه شي وړلاى .زه داخبره منم اوتايدوم يې خودا،چې افغانان جګړه نه غواړي اودسولې غوښتونكي دي په هېڅ ډول يې نه زه منم اونه يې منطق مني بلكې په افغانانوكې هم يوشمېرداسې څېرې شته ،چې دخپلو ورونوافغانانودوينوتږي دي ، اوس هم اورته لمن وهي په ښكاره ډول برناحقه دهمدغوځورېدلوافغانانوپه كورونوبريدونه كوي او وژني يې ځكه هغوى روي لېوان دي اوتل په ګردلوكې خوښ وي.
داخبره مې ځكه وكړه ،چې پخپلوسترګويې وينواوكه غږپورته كړوخويودښمن يې بل هم زيات شو.خوبياهم دخپل ايماني اواسلامي رسالت پربنسټ نارې وهو،چې چارواكو دخداى (ج) په خاطرددې مظلوموافغانانوپه روان حالت رحم وكړئ اوپرېږدئ ،چې نورآرام ژوندوكړي اوله خپله ژونده خوندواخلي.
دغه مسئله اوس مهال په ميدان وردګو ولايت كې په جوش روانه ده .امنيتي حالات نه يوازې دډاډوړګرځي بلكې ورځ تربلې يې ناورين لوړېږي اوولسي عام وګړي ترپوزې پورې رسېدلي دي اوهره ورځ په يوه سيمه كې دويرټغرغوړېدلى وي.كه تاسې فكركوئ ،چې ټول به طالبان وژل كېږي داهم سمه اوپرځاى خبره نه ده ځكه اكثره وخت عام خلك دخپلوورځنيوكارونوپرمهال ددولتي اوامريكايي ځواكونولخواپه قصدي ډول شهيدانېږي .
ماځكه داخبره وكړه ،چې دولت پخپله په ناامنۍ كې لاس لري ،چې څومياشتې وړاندې ددې ولايت په جلرېزولسوالۍ كې امنيتي پوستې ځاى پرځاى شوې اوټوله سيمه يې په خپل كنټرول كې واخيسته اوامنيتي حالت يې يوڅه دډاډوړوګرځېداودهغه ځاى طالبانوته نورداوسېدوځاى پاتې نه شوځكه په هره سيمه كې پوستې واچول شوې او امنيت خوندي شو.
همدارنګه په نرخ ولسوالۍ كې هم له ميدان ښاره تركريمدادوپورې امنيتي پوستې ځاى پرځاى شوې اوترهغه ځايه پورې امنيت پوره دډاډوړدى اوله ترهغه پورته ترصدمردې ،توكرك ،اخچي ،دادل اونوروسيموپورې په اوږده غځېدلې لاره اوپخپله هغوسيموكې امنيتي پوستې نه دي ځاى پرځاى شوي اوځكه خوامنيت هغه ځاى كې ورځ تربلې داندېښنې وړګرځي ځكه پخپله دولت نه غواړي دهغه ځاى امنيت په واك كې واخلي اوخلك يې آرام ژوندوكړي .هلته ګډوډي ډېره وي لس دولس ورځوكې يوه زوروره قوه دامريكايي اوملي اردوپه ملتياهغوسيموته ولاړه شي اوسمدستي ديادوشووسيموخلكوباندې توره ورځ جوړه كړي . كروندګرپه ځمكو،شپانه په غرواودښوونځيوزده كوونكي په لاروكې دهغوى تربريدلاندې راځي اوبرخليك يې ؟؟؟؟
هغه شنه باغونه ،چې اوسمهال له څوكلنې وچكالۍ خلاص شوي دي اولږڅه يې ودې اومېووپيل كړى دى ددې ځواكونوپربمباريواوراكټونويې شنې پاڼې اولښتې آسمان ته پورته كېږي.كه هلته هم دجلريزپه څېرامنيتي پوستې واكمنې وى ولې به دومره ملي پوليس ،ملي اردو،ولسي خلك اومخالفين له منځه تلل ؟؟؟؟ خوزه فكركوم دولت پخپله په نارامۍ كې اوسمهال دپاكستان سياست خپلوي اوخپل خلك وژني اوFund اخلي .
ليكوال : اتل ( توكركى )
۱\۵\۱۳۸۸
دسلومېړنيوكلى \ ميدان ښار