خپل خلك يوځل وتلئ
2009-06-24 00:16:29
خپل خلك يوځل وتلئ
په هره انساني ټولنه كې ،چې خلك ژوندكوي ډول ډول خلك هم هلته وي اوهغوى له هره پلوه يوله بل سره ښكاره توپير لري ځينې يې توكميزتوپيرونه لري يوشمېريې ژبني ،سيمه ييز،كلتوري اوبلاخره كه يې هره برخه وپلټل شي نوجوته ده ،چې ديوې ټولنې خلك سره يوډول نه وي اوضروربه سره توپيرلري .
كه څه هم انسانان له ظاهري اړخه سره توپيرلري ورسره جوخت له عاطفي ،مفكوروي اواروايي پلوه هم يوله بل سره څرګندبدلون لري .يوشمېرخلك له عاطفې ،سله رحمۍ اومينې څخه مالامال وي اوالله (ج) ورته يوبل ډول پېرزوينه پرې كړې وي ،چې هغوى دټولنې له لوړوخلكوڅخه شمېرل كېږي اوتل دولسي خلكوپه زړونوكې ځاى لري هرڅوك يې خوښوي اوپه ښه نوم يې يادوي اوترخپلې وسې پورې يې خلك درناوى كوي .
دغه رازدپورته خبرې برعكس داسې خلك هم موندل كېږي ،چې عاطفه ،مينه ،زړه سوى اوبشردوستي ياله سره نه پېژني اويايې ورسره لېوالتياكمه وي ،يوازېتوب خوښوي ترځان څخه بل څوك دځمكې پرسرهرسړى ورته دخپل زخمي زړه په سرښكاري اونه غواړي ترنوموړي كس بل څوك پربلۍ پورته شي . دغه ډول خلك په اكثره ټولنوكې ژوندكوي نه يوازې خپل ژونديې د ناسم نېت پربنسټ له ستونزوسره مخ كړى وي بلكې يوې سالمې ټولنې ته ستونزې زېږوي اودخلكوآرام اوسوكاله ژوندله ګواښ سره مخ كوي.
دارواپوهنې يوشمېركارپوهان يوازې دغه دوه ډوله خلك كوم ،چې پورته يادشول په يوه ټولنه كې په ګوته كوي اوزياتوي ،چې په يوه ټولنه كې يوازې همدغه دوه ډوله خلك ژوندكوي اوكومه بله كټګورۍ پكې نشته . خوزه پكې درېيمه كټګوري هم ورزياتوم اوهغه خلك وركې يادوم ،چې په ښكاره ډول دپوره مينې ،اخلاص ،عاطفې اوبشردوستۍ لرونكي وي اوپه همدې نيرنګ يې دخلكوپه زړونوكې ځاى هم نيولى وي خوپه اصل ياباطن كې يوازې اويوازې ځان غوښتونكى وي دخپل شهرت ، نوم اوځان لپاره كاركوي اوټولنې ته دخدمت لامل نه ګرځي .
زماپه دې ليكنه كې اصلي موخه داوه ، چې بايدداډول دوه مخي خلك وپېژندل شي اوترهغه وروسته دنوموړي چلندپربنسټ ورسره كړه وړه وشي . دا،چې څنګه داډول خلك په يوه ټولنه كې ښه وپېژنواړينه ده چې دنوروخلكوپرځاى يې له خپلونيږدې ملګروپيل كړواوپرهغوى تجربه وكړو وه يې ازمويويانې وه يې تلو،چې نيږدې ملګري له مونږسره دخوښۍ پرمهال څه كوي دغه رازدستونزواوكړاوپه صورت كې ،چې مونږهغه ته سخته اړتيالروڅه كوي آياپه ريښتياهم هغه په هرمهال (خوښۍ اوستونزو) په حالت كې زمونږسره لازمه مرسته كوي اوكه څنګه ؟
ددې دتثبيتولولپاره ښه او وړلاره يوازې داده ،چې هغوي په دواړوحالاتو(خوښۍ اوسختيو) كې وازمويو.يوشمېريې په دواړوحالاتوكې بريالي څرګندېږي هڅه كوي ترڅوپه هرحالت كې دخپلې وسې پورې خپل نيږدې كس اوټولنې ته دمرستې لاس وغځوي اودخپل سرپه بيه يې همكاري كوي اويوازې يې نه پرېږدي .همدارنګه ورته نوريوشمېرخلك موجود دي ،چې دخوښۍ پرمهال ترټولوډېره مينه اودوستي كوي خودستونزوپرمهال دې كله هم خبرنه اخلي . كه يې له ستونزوخبركړې اودمرستې غوښتنه ترې وشي دخپل ځان دخلاصي لپاره زياتوي ((ماته په خپل دفتركې ددې اجازه نشته اوزه دفترنه شم پرېښودلاى )) زه په دې فكركې يم ، چې ولې زمونږخلك يوځل دومره لوى شي ، چې دخپل دفتردرئس لپاره داړوندوزارت وزيرته واسطه كېږي اوكله بياهمزمان دومره كوچينى شي ، چې له هماغه رئس څخه اجازه نه شي اخيستلى ؟؟؟؟؟؟