ميدان ښاربه ننګرهار((دګلونوهار)) شي

سمه ده ، چې دنوې ادارې په رامنځته كېدوسره دبياروغونې شعارونه اونارې دافغانستان په هرولايت اولرې پرتوسيموكې چارواكي اوعام خلك وهي.  چارواكي دخپل ځان دسپيناوي لپاره په نړيوالومطبوعاتوكې دډېركاراوخدمت خبرې كوي او پر وړاندې يې بياعام ولسي خلك دلامرستواولاسنيوي غوښتنه كوي اوانګېري ، چې دڅوكلونوپه ترڅ كې هېڅ كارندى شوى اوكه شوى وي هم دګوتوپه شمېرپه هرولايت كې وړې پروژې بشپړې شوي دي، خوبيارغونه  هم دنړيوال ستندردله مخې ځانته اصول اوبسټيزې جرړې لري كه له بنسټه يوكارته پيل شوى وي اوپه پوره مهارت يې رغونه شوې وي په راتلونكي كې كومه نيمګړتياپه نوموړي كاركې نه رامنځ ته كېږي .

زمونږپه هېواد كې كه له يوې خوادتېروڅولسيزوجګړوپه ترڅ كې زېربينايي پروژې له منځه تللي دي له بلې خوا نوى كارهم ددومره نړيوالومرستوسربېره نه دى شوى .دې لړۍ نه يوازې افغانان بلكې نړيوال هم اندېښمن كړي دي ، چې له دغه هېوادسره دنړۍ مرستې څه كېږي ولې نه مصرفېږي اوبلاخره دچاپه جيبونوكې لوېږي.

زه فكروم ، چې دبيارغوونې بهيردهر ولايت په اړوندوچارواكوپورې تړاو لري كه نوموړي په پوره اخلاص اوزړه سوي ددولت لخوا وركړل شوې بوديجه دخپل ولايت په زېربينايي پروژو ولګوي كاربه شوى وي او پوره لاس ته راوړنې به لري دهغه ولايت اوسيمې خلك به هم ترې خوښ وي اومركزي حكومت ته به هم ژمن څرګند وي.

كه په هېوادكې له نورو ولاياتوڅخه تېرشو او يوازې په ميدان وردګو ولايت كې دبيارغونې بهيرته ځيرشو د دوه درې كلونوپه ترڅ كې پوره كارشوى دى او هغه تش په نوم ميدان ښار ورو ورو په يو ريښتيني ښار بدلېږي . ځكه په دې ولايت كې كه كاري بهير ورو درومي خو زېربينايي اوبنسټيزكارته ډېرپام كېږي اوهغه پروژې په لومړي پړاوكې پلې كېږي كومې ، چې دبيارغونې بنسټ جوړوي.

كه مونږددې ولايت دبيارغونې پر پروژونظر وكړو اوهره يوه يې وڅېړ ودلوستونكودستړيا لامل ګرځي خوپه روان كال كې ، چې په ځانګړي ډول يې ماته ډېره مزه راكړه او ددې ولايت په ښكلاكې ترټولومخكښ څرګندېږي اوزماپه نظرپه زېربينايي پروژې كې ښايي رانه شي دنوي رارسېدلي پسرلي د لومړيو ورځودكمپاين په ترڅ كې دواټونوترغاړې دواړوخواووته د ونوايښودل دي .

دغه ونې په پوره مهارت اوښكلادواټونودواړوخواووته په ښكلې بڼه كېنول شوي دي اودولايت بڼه يې ښكلې غوندې ګرځولې ده. كه څه هم دغه ونې اوس مهال كوچينۍ دي دميدان ښارښكلايې دوه برابره كړېده خوهغه به څه وخت وي ، چې نوموړې ونې ترپوره عمرپورې رسېدلي وي او له ميدان ښاره يې دننګرهارغوندې شنه ، ښكلې او ..... سيمه جوړه كړې وي .

دغه راز دنوموړي ولايت كاري ټيم له وړاندې كمزورى اوبې تجربه غوندې ؤ او وړكسان په رسمي اداروكې نه ترسترګوكېدل ځكه خو ددې ولايت هراړخيزه بڼه  وروسته پاتې او داندېښنې وړ  وه نه يوازې بيارغونه نه وه بلكې موجودحالت يې ورځ تربلې دبحران په لوري روان ؤ. له كابودرې كلونو راپه دېخوا دغه ولايت هراړخيزبدلون وموند يانې دولايت په اكثره رسمي اداروكې د اداري اصلاحاتولړۍ پلې شوه اوله دې لارې ګڼ شمېر وړخلك پردندو وګمارل شول اونوموړى بهيراوس مهال هم روان اودنوي كال په رامنځ ته كېدوسره په اداروكې تصفيه روانه ده اوطمعه كېږي ،چې له دې ادلون بدلون سره به ددې ولايت هراړخيزحالت ښه اوپرتې اندېښنې به له منځه ولاړې شي. ځكه ددې ولايت والي ښاغلى فدايي صاحب دغه روان بهيرپه پوره پام څاري او غواړي ترڅو خپلو اداروكې ترټولو ښه او وړخلك پردنووګماري اودسيمې پرتې ستونزې له منځه يوسي.

كه له يوې خواپه ميدان وردګو ولايت كې وړاولايق كسان پردندو وګمارل شي اوله بلې خوا دبيارغوونې بهيرپه پوره پاملرنې اوڅارنې پرمخ ولاړشي پرتې ستونزې به كمې او ددې هيله به پيداشي ، چې ميدان ښارپريونوي او حقيقي ښاربدلېږي اوپه راتلونكي كې به دننګرهار غوندې دګلونو هار شي . چې هم پكې كارپه بيړه روان دى اوهم به يوه شنه سيمه ترې جوړه شي

په همدې هيله

انجنير جلال آشنا