يو څه وليكئ او له كاپي ډډه وكړئ

يو څه وليكئ او له كاپي ډډه وكړئ

 

دنړۍ له پرمختګ اوخوځښت سره جوخت انټرنټ اوس مهال ښايي دنړۍ دهرهېواد دمېشتوخلكولپاره ګڼې آسانۍ رامنځ ته كړي وي .كه له هره اړخه ورته پام وشي دې سترخدمت انسانان له ټولوآسانتياووڅخه برخمن كړي دي او ورځ تربلې ددې چوپړبېړۍ پرمخ درومي .

اوس مهال په انټرنټي نړۍ كې دليكوالانوبازارهم تودشوى دى . هرليكوال خپله ليكنه دخپراوي په موخه بېلابېلووېبپاڼوته وركوي .كه له يوې خوا وېبپاڼې ډېرې شوې دي ورسره جوخت بلاګونه هم دود شوي دي .ګڼ ليكوال په وېبپاڼوكې بلاګونه لري اوله هغې لارې خپلې ليكنې خپروي ، چې دليكوال په هراړخيز پرمختګ كې رغنده رول لوبولى شي .

دېته ورته هغه خلك ، چې دڅه ليكو وړتيانه لري خو دليكوالانودالړۍ ورته په زړه پورې څرګنده شوې ده پردې كار لاس پورې كوي اوپه ګڼووېبپاڼوكې بلاګ جوړوي دبېلابېلوليكوالانو ليكنې نېغ په نېغه خپل بلاګ ته را كاپي .دځينوليكوالانوليكنې دهغوي له نومه پرته په نوموړوبلاګونو كې خپرېږي او يا ورسره تېرى وشي اودبلاګ خاونديې په خپل نوم خپروي ، چې دليكوالۍ داصولوخلاف ګڼل كېږي.

كه دبلاګ خاوندپرځان زور راوړي او ددې پرځاى ، چې دنوروليكنې په خپل بلاګ كې خپرې كړي يوڅه وليكي ، كار وكړي ګټور به څرګندشي ځكه په كاپي بلاګ نه مشهورېږي اونه ورته څوك پام كوي ترڅو خپله لاس ته راوړنه ونلري.

 

انجنير جلال آشنا \ كابل