څه ډول CD ته شفر (Password ) وركړو ؟
2009-03-31 11:31:38
څه ډول CD ته شفر (Password ) وركړو ؟
داچې څنګه اوڅه ډول خپل اسرارله نورو خوندي وساتوترڅو موپه ورځيني كاركې لاس ونه وهل شي اوكومه ستونزه پېښه نه شي . اړينه ده ،چې په خپل سولګر(كمپيوټر) كې ټول توكي په يوه ۵۰۰ ميګابايته mp3 CD كې ځاى پرځاى كړو او وروسته ورته ځانګړى شفر وركړو.
ددې موخې لپاره لومړى يوډول پوستكالي يا Software ته اړتياليدل كېږي ترڅوپه سولګركې ښكته شي اوترهغه وروسته بيا CD شفروركول كېږي .
بايدوويل شي ، چې نوموړى پوستكالى د CryptCD نومېږي . په دې مانا، چې له نړيوال جال (انټرنټ) څخه خپل سولګرته ښكته كېږي . ترښكته كېدو وروسته يې آيكن دليداني (مونيټور) پرمخ راڅرګندېږي.
مونږدغه پوستكالى كاروو اونوموړى درې مرحلې لري.له source folders څخه خپل دخوښې Folder ټاكوترڅوپه ښي اړخ كې نورې ځانګړنې رامنځ ته شي . له دې وروسته له Folder څخه پر new CD/DVD زوركوو او ورسره جوخت ګڼ شمېردكنجۍ تصويرلرونكي فولډرونه راخلاصېږي.
مونږكولاى شوله دې فولډرونوڅخه پريوه ښى كلېك وكړو اوله هغه ځايه پر encrypt كلېكواوتردې وروسته پر Settings او general Settingكلېكوو او max mb on CD څخه د CD دخپل سايز اندازه ټاكو.يانې كه هرڅومره توكي ځايولى شي نوپه نوموړي كمانډ كې دهغه اندازه ټاكواو پر Create CD كېمنډو(كلېك كوو) او وروسته له مونږنه په دوه ځايونوكې شفرغواړي .بايدوويل شي ، چې له دې مرحلوڅخه وروسته يوپيغام رامنځ ته كوي اورانه پوښتي ، چې آياغواړې يومهال موشفربدل شي ؟ بايد د yes پرتڼۍ زور وكړو.وروسته تردې د Wizard پاڼه رامخ ته كېږي اوتر وروستۍ مرحلې پورې يې پرمخ وړو . اودغه راز بايدد create CD Image كمانډ باندې كېمنډو اوپرمخ ځو.پردې كار د CD لپار ه يوهارډجوړېږي. اوددويم ځل لپاره هم يوپيغام رامخ ته كېږي هغه هم بايد پر yes ځواب كړو او زمونږداځواب ددې لامل ګرځي ترڅوموسولګرڅودقيقې بوخت واوسي او وركړل شوې غوښتنې مخ ته يوسي .
زمونږدغه غوښتې ددې لامل ګرځي ، چې ټول فايلونه د DAT وروستاړى خپلوي اوله دغې برنامې پرته هېڅ يوه برنامه نه شوي كولاى نوموړي فايلونه خلاص كړي يوازې اويوازې دهمدې برنامې په مرسته خلاصېږي.له دې وروسته لومړۍ يا وروستۍ پاڼې ته ورځواوپه كې پر burn CD/DVD كېمنډو اد CD درايټ ځانګړې پاڼې ته ورځواود volume name څخه خپلې CD ته ځانګړى نوم وركوو.او وروسته د burn whit drive څخه ډرايورايټرټاكواود write speed له برخې څخه د CD ډول اوهغه وړ عدد ، چې درايټ پرمهال پكارېږي دبېلګې په ډول ۳۲ ، ۲۴ ، ۴۰ او ... وركوواو د burn پرتڼۍ زوركوو.اوCD پر رايټ پيل كوي . څودقيقې وخت په بركې نيسي او تر هغه وروسته ختمېږي . اوس كه مونږ نوموړې CD له ډرايوڅخه لرې اوبيايې له سره ورننباسوله مونږڅخه وركړل شوى شفرغواړي .ترشفروركولو وروسته د Viewer پاڼه راسپړي اود CD ځانګړتياوې په ګوته كوي .په CD كې دهرفايل دخلاصولولپاره مونږپريوله هغوڅخه ښى كلېك كوو اود export پرتڼۍ يې زوركوو اوغوښتل شوى فايل خلاصېږي.