ميدان ښار كې ميلاد نبي (ص) څنګه ونمانځل شو ؟
2009-03-23 00:42:05
ميدان ښار كې ميلاد نبي (ص) څنګه ونمانځل شو ؟
په ټوله اسلامي نړۍ كې ګڼ هېوادونه دنبي كريم (ص) دزوكړې دغه پرتمينه مباركه اوله بركتونوڅخه ډكه ورځ په يوډول شانداره مراسمواوغونډو سره نمانځي . دې ډول غونډوته دهردولت په كچه لوړپوړي چارواكي ، دولتي اونادولتي ادارې اودغه رازهغه خلك ، چې داسلام دمبين دين ترسيوري لاندې ژوندكوي برخه اخلي اودنوموړې غونډې وياړترلاسه كوي .
زمونږپه هېوادكې هم دېته ورته په هرولايت كې دولايتي مقام اودغه رازپه لرې پرتوسيموكې دميلادمباركه اوله وياړونوڅخه ډكه ورځ نمانځل كېږي .
نه يوازې په لوړه كچه خلك په دې ډول غونډوكې برخه اخلي بلكې عام او ولسي خلك هم ددې مباركې ورځې په مناسبت غونډې جوړوي اودنبي كريم (ص) پرپيغمبرۍ ،ژوند، اخلاقواوښېګڼوباندې خبرې اوپه نوموړي (ص) پسې خيراتونه اوصدقې كوي .
دېته ورته په ميدان ښاركې هم دميلاد مباركه ورځ ونمانځل شوه .ديادولوده ، چې نوموړې غونډه دميدان وردګو ولايت په مركزميدان ښاركې جوړه شوې وه .بايد وويل شي ، چې نوموړې غونډې ته ددې ولايت له ټولولرې پرتوسيموڅخه سپين ږيري ، قومي مخور،روڼ اندي ،علمااو عام ولسي خلك رابلل شوي وه ، چې ورسره جوخت نوموړوهم په نېك خلوص دولايتي مقام بلنه منلې وه اوګڼ شمېرخلك دې غونډې ته راغلي وه .داچې په دې غونډه كې څه تېرشول كوم يې سم وه اوكوم يې ناسم پردې به خبرې وكړو.
مثبت ګام :
له څوكلونوراپه دېخوا په ميدان وردګو ولايت كې په دې كچه غونډه نه وه جوړه شوې اونه ورته په دومره شمېرخلك راغلي وه .دلومړي ځل لپاره په نوموړي ولايت كې داډول غونډه وشوه .اوډېروخلكوددې مبارك ميلاد وياړ خپل كړ.
دغونډې ځاى ناسم ؤ:
غونډه په هغه لوبغالي كې جوړه شوې كوم ، چې دښاغلي نعيمي صاحب په منډو ترړواوهڅوپه ډېرلګښت جوړشوى وه .خوددې ورځې دكابو ۲۰۰۰ كسانو له پښوسره دنوموړي لوبغالي شين چمن په توروخاوربدل شو، چې ددې غونډې له لاس ته راوړنوڅخه يې يوه ګڼو. تاسې وګورئ دخداى (ج) لپاره كوم قانون اوكوم معيار ددې اجازه وركوي ، چې په لوبغالي كې دې دومره شمېرخلكولپاره غونډه ونيول شي اودهغه شنه سبزه د له پښولاندې اوپه خاورو د بدله شي .په دې لوبغالي كې دراتلونكي لپاره دورزشي تمرينونواجراكول ناشونې ده ځكه ، چې په خاوروكې دسپورټ امكانات نه ليدل كېږي .پرنوموړي لوبغالي شوي لګښتونه له خاور سره خاورې شول اوهغه دچاخبره دګونګټې خواري وه ګونګټه هم خپله خوراكه په ډېرو ستونزو تريوځايه پورې دزړه په زور يوسي اوبيايې يا باد ترې بلې خواته يوسي اويا له لوړې څخه ترې ښكته راخوشې شي اوناهيلې پاتې شي. زمونږبيارغونه هم دې ته ورته شكل لري يو واكمن يې جوړ كړي بل يې ويجاړوي اودخپلې خوښې نقشې پكې پلې كوي.اوهغه شوي لګښتونه بې ځايه شي.
اجندا ناسمه وه :
دغونډې په لومړي پړاوكې دويناوالوټولې خبرې دنبي كريم (ص) پرسيرت ، اخلاقو، كردار او ....روانې وې اوګڼ شمېرعلماوو او روڼ اندوخبرې وكړې ، چې په وروستۍ برخه كې دميدان وردګو والي ښاغلي محمدحليم فدايي صاحب خبرې پيل كړې دنوموړي خبرې دحضرت محمد(ص) پرسيرت اواخلاقوڅرخېدې اودغه رازيې پرسياسي حالاتو هم خبرې وكړې .
تريوې شېبې پورې په اجنداكې دشاملوخلكوويناوې سمې پرمخ روانې وې يانې غونډې ته دناستوخلكوپاملرنه زياته وه .خوكله ، چې ښاغلي والي صاحب ويناپاى ته ورسوله دغونډې نظم ګډوډ شو .يوشمېركسانوته ستاينليكونه وركول كېده ، چې په منظم ډول سره يې ونه شوكولاى ترڅوهركس ددريځ مخې ته را وبلي او ورته وركړل شي دېته ورته نوره بې نظمي هم جوړه شوه . دې لړۍ پر جناب والي صاحب هم بد اغېز وكړ او ددريځ پرمخ ددويم ځل لپاره راڅرګندشو اودغونډې برخه والوته يې دخپلې ادارې اوكاري ټيم كمزوري په ګوته كړه او وه ويل (( مونږ آمرين لرو خو منجمنټ او اداره چي يامديرنه لروزمونږ په كارونوكې لږګډوډي راغله)) .
دوالي صاحب له دې خبرې سره سړي ته پوښتنه پيداكېږي ، چې ښاغلى والي صاحب تاسې ديو ولايت په كچه ديوې وړې غونډې لپاره دخپلې ادارې بې ځواكي اوكمزوري په ډاګه كوئ اوله خپلې ادارې څخه دخلكوتر وړاندې شكايت كوئ نوپه څه به ددې ولايت موجودې ستونزې لرې كړئ اوپه كوم دليل به پرمختګ وكړئ دپرمختګ هيلې هم نه ترسترګوكېږي اوڅنګه به دټول ولايت په كچه ستاسې ادارې غښتلې شي ؟؟؟ . له دې جوته ده ، چې په خپل كاري ټيم كې وړكسان نه لرئ اواداره موكمزورې ده او په خپل كار كې پاتې راغلي ياست .
دوه كارونه په يو وخت :(يك تير دو پوختك):
خلك له لرې پرتوسيموڅخه په ډېرو ستونزو دنبوي مبارك ميلاد په موخه دې غونډې ته راغلي وه اوګډون يې كړى وه .خوكله ، چې وليدل شول نه يوازې مبارك ميلاد نمانځل كېده بلكې ولايتي مقاماتو له دې پرصت څخه په استفادې خپلې كاري لاس ته راوړنې هم خلكوته ورښوولې.دساري په توګه يوشمېر رياستونوخپلې غرفې دنندارې په موخه له غونډې سره څېرمه درولې وې او خپل كاري پرسونل ، دندې او لاس ته راوړنې يې دميلاد نبي (ص) دنمانځنغونډې پرمهال خلكوته ښودلې . تاسې څه فكركوئ آيا داعلماء ، سپين ږيري ، قومي مخور، ښځې اوماشومان ددې نندارتون دنندارې لپاره راغلي وه اوكه دميلاد نبي (ص) دنمانځلولپاره . آيا ددې نندارتون لپاره بله ورځ نه وه ؟ . نه يوازې داننداتونونه جوړ شوي وه بلكې ۱۲ سپورټي كلپونه هم دمبارك ميلاد په غونډه كې په رسمي ډول پرانستل شول. آياددې لپاره هم بله ورځ نه ترسترګوكېده . زه فكركوم په دې ځاى كې د (يك تير و دو پختك ) خبره صدق كوي .
انډول (عدالت) نه وه :
ښاغلي والي صاحب دخپلوخبرو په لړكې دتعادل اوبرابروالي په اړه څه خبره وكړه زماهم پام شو اوفكرمې وكړ، چې ښايي نوموړى په هركاركې تعادل په پام كې نيسي . داخبره ځكه كوم ، چې ښاغلي والي صاحب يوشمېرهغوخلكوته ، چې ددې ولايت لپاره يې دپام وړ كاراوخدمت كړى دى ستاينليكونه وركړل په يادوشوخلكوكې يوشمېرعلماكرام ، سپورټي لوبغاړي اودامنيتي ارګانونواستازي شامل وه اويوازې هغوى ته وركړل شول .
زه دهغوى پرخدمت سترګې نه پټوم او وړ يې ګڼم خوپه دې ولايت كې نه يوازې پورته يادوشوكسانو دپام وړخدمت كړى دى بلكې په ادبي اوفرهنګي ډګركې هم نه هېرېدونكى چوپړ شوى دى اودپخواپه پرتله ګڼې رسنۍ په ډېروستونزو اودزړه دوينوپه خوړلوسره كاركوي اوددې ولايت دمظلومو ، معصومو
،كونډو،يتيمانواوبې وزلوخلكوستونزې اوغوښتنې په چاپي ډول سره دهرچاترغوږو رسوي اودچارواكوپام پرتو ستونزوته را اړوي .زه فكركوم ترهرچايې ستونزې ډېرې دي . كه مرسته نه ورسره كېږي نودستاينليكونو له فهرست څخه ولې اېستل شوي دي . آياپه فرهنګي ډګركې كارندى شوى ؟ ددې فرهنګيانو په خدمت سترګې پټوئ ؟ اوكه دكوم بل لامل پربنسټ يې دستاينې وړ نه ګڼئ؟؟؟؟؟؟
دډوډۍ انتظام ناسم وه :
مخكې وويل شول ، چې غونډه په وروستي پړاوكې بې نظمه شوه اوترهغه وروسته دډوډۍ وركول پيل شول .ډوډۍ په زور اوځواك ترخپلې خېټې رسېده كه څوك كمزوري وه دډوډۍ له خوړلوبې برخې پاتې وه او زورو خپل ځان لومړۍ ليكې ته رساوه اوخپله برخه يې ترلاسه كوله .خوكله ، چې پوليسوهغه ځواكمن كسان هم په ډنډو ووهل هغ
وى له ډوډۍ لاس په سرشول اودغونډې دځاى په پرېښودو كې يې خپله ګټه ليده اوپه همدې ډول ټول خلك په وږې ګېډه ووتل ، چې په همدې سره غونډه هم نوره پاى ته ورسېده داځكه ، چې د كابو ۲۰۰۰ كسانولپاره يوازې درې نفرو ډوډۍ توضيح كوله آيا ددومره شمېرخلكولپاره درې نفره ډوډۍ رسولى شي ؟ داهم په خپل وارسره د فدايي صاحب دادارې په كمزورۍ دلالت كوي.
دخلكوعزت ترپښولاندې شو:
ګڼ شېردعزت خاوندان دې غونډې ته رابلل شوي وه اوپه خورا درنښت نوموړې نمانځنغونډې ته راغلي وه .خو له بده مرغه د ډوډۍ پرمهال ورسره ناسم چلند وشو . ديوشمېربې نزاكته خلكو، چې په بې نظمۍ يې لاس پورې كړ هغوى هم وځورول شول اوعزت ته يې پام ونه شو.اكثره خلكو داخبره كوله ،چې ((والي زور يې نه لرې پېښه څه وه لږخلك به مو رابللي وه اوپوره انتظام به مونيولى وه )). خلك له ولايت څخه په خوراخواشينۍ دخپلو كورونوپه لور ستانه شول .
انجنير جلا ل آشنا
كابل پوليتخنيك پوهنتون
دكب ۲۷ مه