اسلام په اروپاكې
2008-09-22 03:08:09
اروپا دتيرمهال داسلامي تمدن لوى او اصلي ځاى ګڼل كيږي اودهغه وخت مسلمانانوداروپاپه درې مهموسيمويانې اندلس (پرتګال اوهسپانيه ) كې ژوند درلو.
په ۹۲ سپوږميز ،چې له ۷۱۱ عيسوي كال سره سمون خوري دمسلمانانوسرلښكرطارق بن زياد دجبل الطارق له لارې له خپل لښكرسره يوځاى پراندلس يرغل وكړاو وه يې نيوه له همدې سره اسلام هم دغه ځاى كې خپله لمن وغځوله اواندلس دمسلمانانوپريولوى مركزبدل شوخوزوال يې هغه مهال رامنځ ته شوكله ،چې په ۱۶۰۹ كال كې اخريني اندلسي مسلمان ته ددې هېواد دپادشاه لخوا دنوموړي هېواد دپريښودوخبروركړل شو،چې له دې سره په اندلس كې په ټوليزه توګه اسلام له منځه ولاړاودايومسلمان هم له دې هېواده وشړل شو.
په اندلس كې اسلامي حكومت كابو۹۰۳ كاله واكمني كړيده اوله هغه ځايه اسلامي تمدن اوپرمختګ نورواروپايي هېوادونوته لاره ومونده اوګڼ شميراروپايانواسلامي تمدن اوعلوموته خپله پاملرنه واړوله اوله اسلامي اصولوڅخه يې پوره ګټه پورته كړه .داروپافرهنګي اوعلمي بدلونونه داسلامي تمدن له اغيزلاندې راغلل اوله اسلامي نړۍ سره يې ورځ ترورځې اړيكې پياوړې كيدې دبېلګې په ډول په هسپانيااوسيسل كې ،چې اسلامي ودې زور ومونددا اړيكې نورې هم سره ټينګې شوې.
مسمانانوپه سيسل كې ۴۱۹ كاله واكني وكړه اوپه ۲۳۱ سپوږميزكال كې داسلامي حكومت پرمټ فتح شوى وه اودغه رازپه ۶۴۴ سپوږميزكال كې دسيسل مسلمانان داروپايانولخواپه ډله ايزډول شهيدان شول ،چې له همغې ورځې را وروسته په هغه ځاى اسلامي ځواك ختم شواوبالاخره هيڅ يوه اسلامي څېره هم هلته پاتې نشوه.
په اروپا كې دمسلمانانوبل مركز د كرت جزيره وه ،ويل كيږي چې په ۲۱۳ سپوږميزكال كې نوموړې جزيره دبلوطانولخوا ونيول شوه .داهغه ځاى وه ،چې له اندلس څخه راكډه شوي مسلمان مهاجردلته مېشت شوي وه .ددغه ځاى كډوال مهاجردډيرې مودې لپاره ديوناني واكمنانوله اغيزلاندې راغلي وه اودهغوي له خوايې ډيرظلمونه پرځان تيركړي وه .په نوموړې جزيره كې مېشت مسلمانان هغه مهال له هغه ځاى څخه وشړل شول ،چې په ۱۳۰۲ لمريزكال كې ديونانيانواودلائيك اتاترك دولت ترمنځ كومه دروغې جوړې موافقه رامنځ ته شوه .
په غربي نړۍ كې دمسلمانانو نوى خوځښت
دمسلمانانو ښكاره شتون په غربي هېوادونوكې ځآنته اونوى رنګ لري .دغه رازيې دهغوى پرټولنيزواو فرهنګي روانوچاروښكاره اغېزپريښى دى .داپه دې مانا،چې دمسلمانانو آداب ،رواجونه اوپه ځانګړې توګه په هغونامسلمانه هېوادونوكې دمسلمانانومسجدونه موجود دي اومسلمانان هره ورځ هلته دلوى الله عبادتونه كوي ځكه خو كفاروته هم خوند وركوي اوداسلام لوري ته مخ ګرځوي اواسلام راوړي .
مسلمانان ورځ تربلې په ګرده نړۍ پرمخ درومي او اسلام زوراخلي اوهرګوټ ته يې رسيږي اودالړۍ په اروپا او امريكاكې دمېشتومسلمانانو لخوا په چټكۍ سره پرمخ روانه ده .مسلمانانوله وړاندې په اروپاكې ځاى درلود اودغه رازيې داروپا په تشكيل كې هم پوره برخه درلودې ده.كه داسلام پرمختګ په ارپايي اوامريكايي هېوادنوكې وڅېړو اوخبرې ورباندې وكړوښايي ډيروخت په بركې ونيسي ښه به داوي ،چې په ځينواروپايي هېوادونوكې دمسلمانانوپه شميراواسلامي خوځښت خبرې وكړو.
اسلام په فرانسه كې
ويل كيږي ،چې په ۱۹۹۹ عيسوي كال كې دفرانسې هېواد ټول نفوس ۹/۵۸ ميليونه حساب شوى وه او اوس مهال پكې دمسلمانانوشمېر۲/۵ ميليونوته رسيږي .همدارنګه په هغوغربي هېوادنوكې ،چې دمسلمانانوشميروركې زيات ګڼل كيږي دفرانسې هېواد دى.
داروپاپه لويه وچه كې دروسيې هېواد د ۲۲/۳ ميليونه نفوس په درلودوسره ۲/۱۴۶ ميليونه مسلمانان لري ،چې داهم په خپل وارسره په ارپاكې دمسلمانانويوسترټولى په ګوته كوي .
فرانسې په نولسمه پېړۍ كې ګڼ شميرمسلمان هېوادونه ترخپلې ولكې لاندې راوستل ،چې پكې ترټولومهم يې الجزايرګڼل كيږي .
تر۱۹۲۴ عيسوي كال پورې په نوموړي هېواد كې دمسلمانانوشمېركابو۱۲۰۰۰۰ تنوته رسيده خوله دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته ګڼ شميرمسلمانان فرانسې ته كډه شول اوپه هغه ځاى كې استوګنه غوره كړه اوپورته شميره يې نوره هم لوړه كړه .په ۱۹۵۰ كال كې ددويمې سرشمېرنې پايلووښوده ،چې دمسلمانانوشمير ۲۴۰۰۰۰ تنوته رسيدلى دى :
ديادولوده ،چې په فرانسه كې دمسلمانانوشميرهغه مهال لوړحد ته ورسيده ،چې مستعميره شويوهېوادونوله فرانسې څخه خپلواكي واخيسته او په څوجوپوكې ګڼ شميرمسلمانان فرانسې ته كډه شول ،ددې سربيره يې په ۱۹۸۲ كې بياسرشميرنه وشوه او كابو ۳/۵ ميليونوته رسيدلي وه او اسلامي په فرانسه كې له كاتوليك څخه وروسته دويم دين ومنل شو.
په فرانسه كې ټول ټال ۱۴۰۰۰۰فرانسوي توكمي مسلمانان ژوندكوي ،داسلام منل په نوموړي هېواد كې له شلمې پېړۍ راپه دېخوا ډيرشواو اكثره دوه يادرې نسلونه مسلمان شوي دي .
دفرانسې مسلمانان داسلام ضدسكولارېزم رژيم څخه كوم ،چې په نړۍ كې دصليبي جګړو اصلي لامل دى رنځ وړي اوتل ورسره په ټكركې وي ځكه هغوي مسلمانانوته ددې اجازه نه وركوي ترڅوپه هغه هېوادكې په آزاد ډول خپل اسلامي شعائرترسره او اسلامي پنځونې وكړي دغه رازدفرانسې هېواد حكومت هم له سكولارستي رژيم څخه ددفاع اوملاتړپه موخه مسلمانان له خپلواسلامي اصولوڅخه منع كوي .كه څه هم په نوموړي هېواد كې نوراديان هم موجود دي خوهغوي ته يې په پوره ډول دهرڅه اجازه وركړې ده دبېلګې په توګه په هغه هېواد كې يهوديت په ډيره كمه كچه پيروان لري پوره آزادي يې وركړې ده .
دفرانسې مسلمانان له ځينواسلامي هېوادونولكه الجزايراوفلسطين سره خپل ځانونه تړلي بولي اوديواسلامي اخوت او ورورګلوۍ په پاس يې خپل ځان ته نيږدې بولي خو دفرانسې هېواد يې داتړون او اړيكې بل ډول تعبيروي او سياسي رنګ ورته وركوي او اكثره مهال يې مشرانو اورهبرانوته ګوتڅنډنې او ګواښونه كوي او تل په دې لټه كې دى ترڅو دفرانسوي مسلمانانواړيكې له نورواسلامي هېوادونوسره پرې شي .مګردهغه ځاى مسلمانان ترډيره ورسره مقاومت كوي .
سربيره پردومره ډيرفشاربياهم دهركال په اوږدوكې كابو۵۰۰۰۰ فرانسويان داسلام مبين دين ته مخه كوي او اسلام رواوړي ځكه څرګنده شوې ده ،چې دتيروشلوكلوپه لړكې ۵۰۰۰۰۰ كسانو دنوموړي هېواد وګړواسلام منلى دى،چې داپه خپل وارسره داسلام دسرلوړۍ خبره ده
اسلام په بريتانياكې
دبريتانيايي مسلمانانوټولنه له فرانسوي او الماني مسلمانانوڅخه جوړه شوې ده .
اوس مهال الماني توكمي مسلمانان دالمان هېواد له سخت اغيزلاندې راغلي دي دولت ترخپلې ولكې لاندې راوستلي دي او غواړي له دې لارې دنوروالمانيانودمسلمانيدومخه ونيسي .
دبريتانياپه مسلمان مېشتوسيموكې هرمسلمان نراو ښځه داسلامي ټولنوترڅارنې لاندې كاركوي هراړخيزه څارنه يې دهغوي پرغاړه دى دبدلارۍ مخه په كلكه نيسي .
بريتانيايي مسلمانان دهغه هېواد له نامسلمانووګړوڅخه په هرڅه كې بيل دي ځانته يې اسلامي بانكونه جوړكړي ،دډوډۍ خوړلولپاره داسې هوټلونه چې هرڅه حلال وي اودمسلمانانولخواپه اسلامي سنتوبرابرخواړه پكې چمتوكيږي همدارنګه هرهغه څه ،چې انسان ورته اړتيالري سم اوپه اسلامي سنتويې برابرسمبال كړي دي .
په بريتانياكې اسلامي خوځښت دفرانسې په ډول ده اوداسلام پروړاندې دپروتستانوتعصب په لومړۍ درجه كې راځي ځكه په هغه هېوادكې دولت اوكليساسره تړلي دي اويوله بل سره كلك تړاولري انګليسي ملكه په خپل وارسره هم دكليسامشري پرغاړه لري اوهم ددولت په راس كې بيل ځاى لري.
داچې اسلام څنګه اوڅه وخت په بريتانياكې وځليد بايدوويل شي ،چې لومړني مهاجريمنيان وه اودهغه هېواد په كارديف نومي ځاى كې يې استوګنه غوره كړه ،چې ورسره جوخت يې دخپل عبادت په موخه په 1870 عيسوي كال كې جوړ كړاوپه رسمي ډول يې ځان ښكاره كړ.
ويل كيږي ،چې ددويمې نړيوالې جګړې پرمهال په بريتانياكې دمسلمانانوشميركابو۵۰۰۰۰ څخه لوړاټكل كيده اوله جګړې څخه وروسته دمسلمانانوګڼ شميرنورهم هغه هېواد ته وركډه شول ،چې په ۱۹۵۰ كال كې يې شمير۱۰۰۰۰۰ څخه نورهم لوړشو.
دغه شميره د۱۹۶۰ كال په لسيزوكې هغه مهال نوره هم ډيره شوه كوم ،چې هنديان ،پاكستانيان اوبنګاليان هغه هېواده وركډه شول .داشميره ورځ تروځې ډيريده اوګڼ شميرمهاجربريتانياته لېږديدل خوپه 1970 كال نه راپه دېخوا دنوموړي هېوادحكومتي چارواكودالړۍ محدوده كړه .
تر1971 عيسوي كال پورې تريوميليون پورې مسلمانان په نوموړي هېواد كې اوسيدل ،چې دټول نفوس يې كابو۱/۸ په سلوكې راځي ،دغه شميره په ۱۹۸۲ كال كې ۱۲۵۰۰۰۰ (په سلوكې ۲/۲) تنوته ورسيده اود۱۹۹۹ عيسوي كال تر وروستيوپورې 2/7ميليونو (په سلوكې۵/۱) ته ورسيدل.
دبريتانيامسلمانان له الماني اوفرانسوي مسلمانانوڅخه تشكيل شوي دي او له هراړخيزپلوه دالماني اوفرانسوي مسلمانانوپه پرتله په لوړه سطح كې قرارلري يانې له اقتصادي ،علمي ،تجربوي اونورومهارتونوله پلوه لوړبريښي او۴۰ په سلوكې بريتانيايي مسلمانان په لندن كې استوګن دي.
هغوي په هغه ځاى كې د۵۰۰ سيمه ايزواسلامي ټولنولخواپه كلكه څارل او اداره كيږي،دمسجدونوشميريې هم ورپه ورځ لوړحد ته رسيږي ،سيمه ايزې اسلامي ټولنې كليساوي اخلي اوپه مسجدونويې بدلوي اوهمدارنګه دمسلمانانوورځنۍ چارې دهغه هېواد له نامسلمانوخلكوسره په ډيرواټن كې دي ،دهغه ځاى مسلمانانودخپل ځان دآسانتياووپه موخه داسلامي شريعت اوسنتومطابق شرايط برابركړي دي .
هغوى دجمعې او اخترلمنځونه په جماعت سره په لويواوجامع مسجدونوكې سره په يوځايي ډول كوي خو يواځينۍ ستونزه يې له دولت سره ديني تعصب رامنځ ته كوي .نوراديان دبېلګې په ډول كاتوليك ،يهوديت او داسې نور ددولت له پوره ملاتړڅخه برخمن دي اويوازې اسلام دى ،چې ورته په ښه سترګه نه كتل كيږي او ترنن ورځې پورې په هغه هېواد كې په رسميت نه دى پېژندل شوى .
سربېره پردومره تعصبونو اوستونزوبياهم داسلام مبين دين اودغه رازپيروانويې پربريتانيايي نامسلمانوخلكوسخت اغېزپريښى دى .دهغه ځاى مسلمانان په خپلوكې سره همغږي اويوموټى دى ځكه خواسلام ورځ په ورځ نورهم هلته پرمخ درومي اوددې پرمختګ لپاره داسلامي ښوونواوتعليماتوپه موخه اړين امكانات برابركړي ،چې دبيلابيلوښوونيزومركزونولخواټولنې ته په اسلامي شريعت برابركسان وړاندې كوي .
اوس مهال په بريتانياكې كابو۱۲۰۰ مسجدونه او په سلګونواسلامي مدرسې شتون لري ،چې داسلامي پرمختګ لپاره يوځواكمن بنسټ جوړوي.
اسلام په المان كې
داسلام څرك په المان هېواد كې له ۱۳۱۸ كال راپه ديخوالګيدلى دى اودلومړي ځل لپاره نويوالماني مسلمانانواشتوتګارت ته څېرمه يومسجد جوړكړ.
دلومړۍ نړيوالې جګړې پرمهال المان اوعثماني تركيه سره په سخته جګړه اخته وه اوهغه مهال دالماني مسلمانانو اواسلامي نړۍ ترمنځ داړيكوتاروغځېد.دغه رازله دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته نورګڼ شميرمسلمانان نوموړي هېوادكې مېشت شول .همدارنګه له ۱۹۶۶ عيسوي كال څخه را وروسته دالماني مسلمانانوپه شميركې بدلون راغى اوشميريې ډيرشواولامل يې داوه ،چې له تركيې څخه يوزيات شميرخلك دمزدورۍ په موخه المان ته ستانه شول اوپه هغه ځاى كې يې دخپلې مزدورۍ سربېره ډيرې اسلامي پنځونې وكړې.په ۱۹۸۲ عيسوي كال كې دنوموړي هېواد چارواكودهغه هېواد دمسلمانانوعمومي سرشمېرنه واخيسته اوڅرګنده شوه ،چې كابو۱۸۰۰۰۰۰ تنه مسلمانان پكې مېشت دي.
دهغه ځاى مسلمانانودنورې اسلامي نړۍ په ډول په ښه اوښكلي ډول ښايسته مسجدونه جوړكړي دي ،چې پكې اكثره جوماتونه په آپارتمانواولويوتالارونوكې جوړشوي دي .
دالمان هېواد دهغه ځاى مسلمانان په رسميت نه پېژني اونه يې دپوره حقوقوخاوندان ګڼي اوهغه خلك ،چې نوى اسلام راوړي اومسلمانيږي ځورول كيږي .ترڅونورخلك له اسلام نه متنفره شي اومسلمانان نه شي .
دالمان مسلمانان هڅه كوي ترڅوخپل اسلامي اومذ هبي ارزښتونه خوندي وساتي اوپه دې اړه يې بېلابېلې اسلامي ټولنې اوسازمانونه جوړكړي دي ترڅوهراړخيزواسلامي اصولوته پكې پام واړول شي.
ويل كيږي ،چې په نوموړي هېواد كې داسلامي ټولنوبنسټګران اودغه راز دجوماتونوملا امامان هغه ترك توكمي مسلمانان دي ،چې له تركي دولت څخه ناراضه شوي دي اوالمان ته كډه شوي دي.
داچې په المان كې اوس مهال دمسلمانانوشميرڅومره ده ،په ۱۹۹۹ كال كې يوه سرشمېرنه واخيستل شوه اوڅرګنده شوه ،چې ۵/۴ ميليونه مسلمانان (۱/۵ په سلوكې) هلته شتون لري .سربېره پردې شميره بياهم اكثره وخت دهغه ځاى مسلمانان له توكميزاومذ هبي يرغل لاندې راځي.