اسلام په امريكاكې
2008-09-22 03:06:25
ژباړه : جلال آشنا
په امريكا كې له مسيحت څخه وروسته دويم دين داسلام مبارك دي دى.اوس مهال په هغه هېواد كې كابو۸۰۰ جوماتونه او۵۰۰ اسلامي مدرسې موجودې دي اود دواړوشميرورځ تر ورځې لوړيږي اوهمدارنګه اسلام هم دهرې ورځې په تېريدوسره ګړندى پرمخ درومي.
په ۱۶۱۹ كال كې ډيرلوړشميرافريقايان امريكاته كډه شول اوپه هغه ځاى كې يې استوګنه غوره كړه ،هغه ټول مسلمانان وه او ويل كيږي ،چې په نوموړي هېواد كې دمسلمانانوشتون له همدې وخت څخه پيل شوى دى .
بايد وويل شي ،چې دهغه وخت مسلمانان پوره پاتې نشول اوداروپايي سخت دريځونژادپرستانوپه زورسره داسلام له مبين دين څخه مسيحيت ته واړول ډيرلږپكې تراوسه پورې مسلمان پاتې شوي دي .
اوس اوس بياهغوافريقايي الصله امريكايانواسلام ته مخه كړې ده اسلام مني اومسلمانيږي اوشميريې كابوڅلوروميليونوته رسيږي.
په 1971 كال كې ديوې سرشميرنې له مخې دامريكاپه متحده ايالاتوكې يوميليون تنه مسلمانان ښودل شوي وه اودغه رازپه ۱۹۹۹ كال كې ۸ ميليونوته رسيدلي وه يانې ۵۰ په سلوكې يې افريقايان دي .
ښايي وپوښتل شي ،چې دهغه ځاى مسلمانان دكومومذهبونوپيروان دي په ځواب كې بايد وويل شي ،چې ۹۰په سلوكې سني او پاتې ۱۰ په سلوكې شعيه مذهبي مسلمانان دي.
مسلمانان اكثره دامريكادمتحده ايالاتوپه لويوښارونونيويارك،بوسټن ، واشنګټن ډي سي ، ډيټرويټ ، شيكاګو ،لاس انجلس اوهوسټن كې اوسيږي.هغه مسلمانان دنوروامريكايانوپه څيرله هراړخيزوآسانتياووڅخه برخمن دي اوكومه ستونزه مخكې نه لري.
په كاناډاكې هم اسلامي پنځونې روانې دي اودوخت په تيريدوسره ګڼ شميراسلام ته مخه كوي اوس مهال په هغه هېوادكې ۳۲ داسلامي ښوونومدرسې او ۲۱۲ مسجدونه ثبت شوي دي.دلاتين امريكاپه ۱۳ هېوادنوكې 7 ميليونه مسلمانان اوسي ،چې يوازې په برازيل كې ۵/۱ او ارجنټاين كې ۱/۱ ميليونه مسلمانان موجود دي .په ټوليزډول د۱۹۹۹ كال تر وروستيوپورې په ټوله امريكا كې ۱۸ ميليونه مسلمانانوژوند كاوه.
د۱۹۹۹ كال ترپايه پورې له روسې نه پرته په اروپايي هېوادونوكې دمسلمانانوشمير۲۱ ميليونه ،په روسيه كې ۲۲ ميليونه ښودل شوي وه ،چې دټولې اروپاپه كچه كابو۴۳ ميليونه تنه شكيلوي همدارنګه په ټوله غربي نړۍ يانې اروپا اومريكا كې دمسلمانانوشمير۶۱ ميليونه اټكل شوى دي.