علامه مولانا منصور انصاري

مولانا منصور انصاري

د Wikipedia لخوا

د اسلامي ټولنپوهنې او ختیځ سیاسي مفکر علامه مولانا ابوالحامد محمد بن عبدالله منصور انصاري د دیوبند له علمي او جهادي روزنځای کې روزل شوې، او د شېخ الهند د سیاسي او جهادي غورځنګ څخه یې د اسلام د بریالیتوب او مسلمان امت له انګرېزي استکبار څخه ژغورلو لپاره په مبارزه لاس پورې کړ. دې د شېخ الهند له دسې سرتېرو څخه ؤ، چې د اسلام لپاره یې خپل آل، مال او آن تردې چې خپله کورنۍ هم څار کړه، او انګرېز ضد مبارزې ته یې راودانګل.

علامه منصور انصاري په ۱۸۸۳ز کال د اتراپردېش ایالت، سهارنپور ولسوالۍ په انبېټه کلي کې د دیوبند دارالعلوم بنسټ اېښوونکي مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله په کاله (د مور له اړخه) دې نړۍ ته سترې پرانیستې دي.

نيوليک

1 د نصب لړۍ

 د نصب لړۍ

د علامه مولانا منصور انصاري د نصب لړۍ د هرات خواجه عبدالله انصاري، او بایزید پیر روښان سره نښلېدو څخه وروسته، د محمد صلی الله علیه وسلم کوربه( حضرت ابو ایوب انصاري رضي الله عنه ته رسېږي. په لاندې ډول به یې موږ لنډه راواخلو:

علامه مولانا منصور بن عبدالله بن انصار علي، بن احمد علي، بن شاه قطب الدین، بن شاه غلام محمد، بن شرف الدین، بن غلام محی الدین ګنګوهي... چې په همدې لړ کې د هرات پیر خواجه عبدالله انصاري او د مدینې د خزرج قبیلې نامتو صحابي ابو ایوب انصاري رضی الله عنه ته رسېږي.

 مړینه او زیارت

د علامه صېب د مړینې په اړه د پښتو ژبې له پینځو ستورو څخه یو او نامتو عالم استاد عبدالروف بېنوا په خپله هغه لیکنه، چې د «کابل» مهالنۍ په ۱۳۵۸هجري لمریز کال خپره شوې داسې لیکي:

پدې توګه مولانا منصور د خپل ژوند تر پایه په ډېر اخلاص او شوق د هند د آزادۍ غوښتونو نه ستړۍ کېدونکی ملګرې او سرتېر مجاهد و، څو چې د (۱۳۲۴هجري لمریز-۱۳۶۴هجري سپوږمیز=۱۹۴۴ز) کاد د دلوې په میاشت د افغانستان د ننګرهار په ولایت کې د فلج په ناروغۍ وفات شو، او د لغمان د مهترلمک د زیارت په هدیره کې د یوه واړه مسجد اړخ ته ښخ دی.

 د افغانستان سیاست کې ونډه

 د علامه انصاري تصنیفات

له ښي خوا علامه مولانا منصور، د لغمان ملا او وزير محمد ګل خان (مومند بابا
له ښي خوا علامه مولانا منصور، د لغمان ملا او وزير محمد ګل خان (مومند بابا

لکه څرنګه چې علامه مولانا منصور انصاري عملا د جها د ډګر تکړه مجاهد ؤ، په نظري ډګر کې یې هم ډېر کار کړې، او ډېر ګټورې لیکنې یې کړي، چې موږ به یې د ځینو څخه یادونه وکړو:

  1. انواع الدول و حریت الملل: چې د هند د بجنور په مدینه چاپځای کې چاپ شوې دی.
  2. حکومت الهي یا امامت امت: دا هم چاپ شوې دی.
  3. احتیاج انسان به قرآن عظیم الشان: ناچاپ
  4. جمع و تدوین قرآن مبین: ناچاپ
  5. منصب خلافت: ناچاپ
  6. ایا اسلام مسلک است؟: ناچاپ
  7. اساس انقلاب: چې د هند په مراد اباد کې چاپ شوې.
  8. حقوق الکفار: ناچاپ
  9. بیعت تابعیت: ناچاپ
  10. حکومت الهي: په اردو ژبه
  11. د حضرت شاه ولي الله پر (فوز الکبیر) لمنلیکنه.
  12. تفسیر سوره فاتحه: په دري ژبه
  13. تفسیر سوره فاتحه: په اردو ژبه
  14. وقت کا وظیفه اصلاح فرد کیلی ایک فارمول.
  15. خودی و بې خودی.
  16. اسلام و حقوق مسلمین.
  17. تشکیل شاهي الهي: ناچاپ.

 

 

 تړلې لیکنې

  1. شاه ولي الله
  2. شاه عبدالعزیز
  3. شاه اسماعیل
  4. شیخ الهند
  5. محمد قاسم نانوتوي
  6. حسین احمد مدني

سرچینې

  1. تحفه عابد (د انصاریانو تذکره او د انبېټې پیرزادګان، لیکوال: شاه عابد رشید، چاپ کال: ۱۹۹۱ز، لومړې چاپ، چاپځای: ‌‌‌طالب پرنټنګ پرېس، نزد کنبوهان-سهارنپور- اترپردېش- هند
  1. د «کابل» پوهنیزه، فلسفي او هنري مهالنۍ- دعلومو اکاډېمي- ۱۳۵۶/۶ د وږي میاشت.

 

مسلمان فیلسوفان
يعقوب كندي | ابن سینا بلخي | ابن عربي | ابي نصر الفارابي | غزالي | ابن خلدون | ابن رشد | ابن طفیل | علامه اقبال | سيد جمال الدين افغاني| امير حمزه شينوارې | امام فخر الدين رازي | رابعه بلخي | غني خان | ابو الاعلى مودودي | شاه ولي الله | {سېد محمد طباطبايي | عمر خيام |ابن مسكوی | سېد حسن نصر | جلال الدین رومي |شقیق بلخي | شېخ الاشراق سهروردي | محمد قاسم نانوتوي | مولانا منصور انصاري