غزل ---- ذبيح الله قرار
2010-07-28 00:40:49
غزل
ذبيح الله قرار
په مخ مو سپينې اوښکې راغلې له دردونو ډکه
وه د بيلتون شېبه له څومره کړاونو ډکه
بې ډوله ژوند ته رنګ پيدا کړئ کوم چا ووېل دلته
دغه تياره ميخانه ټوله له رنګونو ډکه
خير که مې اوس له تنه تاو وي د اغزيو څانګې
وخت به راوړي راته لمن له سرو ګلونو ډکه
دلته دي سترګې خوږې شوې دلته مينه شوې
دغه ګونګۍ کوڅه له ډېرو داستانونو ډکه
چې مو د شپې چوپتيا کړه غوڅه سره غاړه وتو
قراره! هغه شپه وه څومره له خوندونو ډکه.