د يوولسو كسانو يوه پوښتنه او د حضرت علي(ك) يوولس ځوابه
2011-10-27 07:38:11
حضرت محمد(ص )فرمايلي دي: زه د علم ښار يم او حضرت علي(ك )ددغه ښار دروازه. دغه حديث چې کفارو واورېده؛ نو له حضرت علي(ك) سره يې كينه او رخه پيدا شوه. يوولس داسې كسان چې ځانونو ته يې پوهان ويل، راغونډ شول او په خپلو منځو كې يې سره وويل:موږ به له حضرت علي(ك )نه يوه پوښتنه كوو؛ يوولس واړه به يې ورته تكراروو، تر څو موږ پوه شو چې حضرت علي(ك )سره څومره علم دى.
لومړۍ كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك ): علم ښه دى؛ ځكه چې ميراث د پيغمبرانو دى، مال او دولت د قارون، هامان، فرعون اوشداد ميراث دى.
دوهم كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك ): علم ښه دى؛ ځكه چې علم به تا ساتي او مال به ته ساتې.
دريم كس: . علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك ): علم ښه دى؛ ځكه چې علم څښتن تعالىج هغه چاته وركوي، چې خوښ يې وي او مال داسې خلكو ته هم وركوي، چې خوښ يې نه وي.
څلورم كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك): علم ښه دى؛ ځكه چې مال په وركړه كمېږي او علم په وركړه نه كمېږي؛ بلكې لا زياتېږي.
پنځم كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك): علم ښه دى؛ ځكه چې مالدار سړى هر وخت بخيل او كنجوس يادېږي؛ خو د علم څښتن لوى او عزتمن.
شپږم كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك): علم ښه دى؛ ځكه چې مالدار نه به د هرې روپې پوښتنه كېږي؛ خو عالم سړى به د قيامت په ورځ شفاعت كوونكى وي.
اووم كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك): علم ښه دى؛ ځكه كه مالدار سړى مړ شي؛ نو يوازې څو ورځې به يادېږي؛ خو كه عالم سړى مړ شي تر قيامته به يادېږي.
اتم كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك): علم ښه دى؛ ځكه چې د عالم سړي دوستان ډېر وي او مالدار سړي دښمنان.
نهم كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك: علم ښه دى؛ ځكه چې مال په ډېر ايښودلو سره خرابېږي؛ خو علم هيڅ وخت خپل ارزښت له لاسه نه وركوي.
لسم كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك): علم ښه دى؛ ځكه چې علم زړه روښانه كوي او مال زړه توروي او سختوي..
يوولسم كس: علم ښه دى او كه مال، دليل يې ووايه؟
حضرت علي(ك): علم ښه دى؛ ځكه چې مالدار سړى اخېر لويي (تكبر) پيل كړي او د خدايۍ دعوه كوي؛ خو عالم چې هر ځومره علم وكړي هم د بندګۍ دعوه كوي.
له دې وروسته دا يوولس كسان ټول د حضرت عليك علم او پوهې ته تسليم شول او ټولو د اسلام سپيڅلى دين قبول كړ.