د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادو کې به د لومړي ځل لپاره افغانان په شنو لپټاپونو نازول
2008-03-13 07:10:57
د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادو کې د لومړي ځل لپاره افغانان په شنو لپټاپونو نازول
د OLPC ټولنې لخوا به د لومړي ځل لپاره په منځنۍ او سویلي اسیا کې افغان زورېدلي ماشومان په شنو لپټاپونو ونازول شي.
د افغانستان لپاره د OLPC د ځایتابه پروګرام مسؤل د وینا له مخې چې ددې ټولنې د منځنۍ او سویلي اسیا مشر ډاکټر حبیب خان داسې پتیلې، چې د لومړي ځل لپاره هغه افغان ماشومان په شنو لپټاپونو ونازوي، کوم چې به ددې پروژې د ازمایښتي دورې لپاره ټاکل کېږي.

د یادولو وړ ده، چې دا پروګرام به د لومړي ځل لپاره په کوم پاکستاني ښوونځي کې ترسره کېږي، خو د هغو افغان زده کړیالو په ټینګار چې له دې ټولنې سره خدای خدمتګار په توګه کار کوي، دې ته اړ کړه ترڅو ددې پروژې پیل له افغان زده کوونکو څخه وکړي.
یادښت: OLPC یوه غیر منفعتي ټولنه ده، چې غواړي د نړۍ بې وزله ماشومانو ته ددوي په مورنۍ ژبه د زده کړې یوه نوې لار پرانیزي.
په افغانستان کې ددې پروژې عملي کونه د پوهنې وزارت په غاړه اخیستې، چې په لنډ راتلونکې کې به د ازمېښتي پروژې لپاره ۲۰۰۰۰ XO لپټاپونه نوموړي وزارت ته وسپارل شي.
