پیوستېدل (Connecting)

له انټرنېټ سره د پېوستېدو لپاره درې لارې شته :"د بېسیمه لاسرسي ټکې(WiFi hotspot) ;"د ښوونځی-پالنګر-مېش جال; یا "د عادي-مېش-جال، چې تاسې له نورو XOګانو سره نېغ په نېغه د مرستې جوګه کوي. تاسې خپل پيوستون (connection) له خپل ګاونډیز لید څخه جوړ کړﺉ.ستاسې د اوسني پېوستون دریځ په کورلید کې ښودل کېږي. ( XO ګان د بېسیمه لاسرسي لپاره طرحه شوي دي، ځکه مخ پر ودې نړۍ کې بېسیم د پېوستېدو یواځینۍ چټکه، د ډاډ وړ او خورا لږې بیې لرونکې لار ده.) لومړی ګام: ګاونډیز لید ته ورشئ د لاسرسي ټکي سره پېوستېدنې لپاره ګاونډیز لید ته ورشئ.ګاونډیزلید ته د رسېدنې لپاره کولای شئ د دایروي تڼۍ او د اتو ټکو، چې د کیلیدړې پورته خوا په کیڼ اړخ کې پرتې دي په زور کولو سره لاسرسې ترلاسه کړﺉ. دویم ګام: د لاسرسي یو ټکې غوره کړﺉ جالونه (د لاسرسي ټکي) د دایرې په څېر په ګاونډیز لید پرمخ ښودل کېږي. د جالونو پېژندلو لپاره د موږک نښه په دایره باندې راولی: کولای شو، چې د لاسرسي یو ټکې د خپل نوم (ESSID) څخه وپېژنو. د یو مېش د ننوتو ټکې د هغه د چېنلونو د شمېرې (۱، ۶، یا ۱۱) څخه پېژندل کېږي. تاسې کولای شی چې د لاسرسي د یو ټکي لپاره د پلټنې څخه چې د پلټن-پټې کې موقعیت لري د نوم په ورکولو سره کار واخلی. د سګنل غښتلتیا ل نښه د دایرې په ډکوالي سره ښکاره کېږي.د دایرې رنګ د لاسرسي د ټکي د نوم اړوند دی. هغه جالونه چې کلپ شوي دي، په ځانګړو نښو ښودل کېږي. درېیم ګام: پيوستون (connection) فعالول د خپل جال پېوستون فعالولو لپاره، یو ځل د هغه دایرې په منځ کې ټک وکړﺉ، کومه چې ستاسې د خوښې لاسرسي ټکي سره جوړېږي. (د ټک کولو لپاره، د کیڼ لاس لمسنالۍ (touchpad) تڼۍ کېمنډﺉ). کله چې XOد پېوستون جوړولو په حال کې وي، نو د دایرې دننه به ځلا وکړي.یو ځل چې پېوستېدنه جوړه شوه، د دایرې بهرنۍ برخه به په سپین رنګ واوړي. که چېرې د کومې وجې له امله په پیوستېنه ناکامه شوه، نو دایره به له سترګک وهلو څخه پاتې راشي، ځیینې وختونه دا اړینه برېښي ترڅو د پیوستېدنې لپاره څو ځلې کوښښ وکړﺉ. که چېرې د لاسرسي ټکي کیلي وغوښته، نو تاسې ته به خبر درکړ شي. په یاد ولرﺉ چې د لاسرسي هرټکې ځانته د ننوتو کیلي لري: اړینه برښي چې تاسې د هغه لر-غورځی غورنۍ pull-down menu څخه، چې درکول کېږي د ننوتو د لاسرسي کیلي غوره کړﺉ. د لاسرسي ځینې ټکي لکه (Apple Extreme® ) یواځې د شپاړسګوني شمېرو سره کار وکړي. كه چېرې تاسې د يوه تېرنويى (Psssword) يا تېرنڅرګندۍ ولرئ، نو د شپاړسګوني اړووني ته ورشئ ترڅو د شپاړسګوني كيلي ترلاسه كړئ. دارنګه د (اېپل اكسټريم) پواسطه تاسې بايد د ونډول شوې (شريكه شوې) كيلي جوړه كړئ.زياتره نور د لاسرسي ټكي د WEP كارونې پروخت د پرانيستنې كيلي ته لومړيتوب وركوي. اوسمهال موږ د WPA لاسرسي ټكي ملاتړ نه كوو. موږ د ۲۰۰۸ز كال پورې د WPA د ملاتړ انتظار كوو.