زېرې: XO لپټاپونه په پښتو شول

د XO لپټاپو نمونه

 

 درنو وروڼو سلامونه او نېكې هيلې

هيله ده روغ او رمټ اوسئ.

 

 


تاسې به د OLPC (One Laptop Per Child) نوم اورېدلې وي. دا يوه ناګټندويه
ټولنه ده، چې د ملګرو ملتونو لخوا تمويلېږي. موخه يې د بېوزله هېواودونو
ماشومانو ته د وړيا لپټاپونو وركړه ده. ددې كار د لا اغيزمنتيا لپاره يې
پتيلې چې ددې لپټاپونو ژبه د همهغه بېوزله هېواد ځايي ژبو ته واړوي.

نو د الله په فضل او كرم سره موږ دوه تنو افغان زده كړيالو چې د اسلام اباد
نړيوال اسلامي پوهنتون كې په زده كړه بوخت يو، دې كار ته په خپل خوښي
توګه راوړاندې شوي يو، او ددې لپټاپونو د ځايتابه پروګرم مو پيل كړ، چې د
څښتن په فضل سره مو دا دى د اړتيا وړ بنسټيزه ټرمينالوجي پښتو او دري ژبو
ته وژباړه. او په ازمېښتي ډول مو په دوه لپټاپون پوړجګونې  (upgrading)
ته وسپارل. دا كار په برياليتوب سره ترسره شو، او دا دې نوموړي لپټاپونه
ددې وړ دي، چې په خپلو ځايي ژبو وكارول شي.

 

 

 

 

 

 

 

 


پدې لپټاپونو كې د ځينو لوبو، بوختياوو، ساتېريو... لپاره پروګرمونه شته.
او دا پروګرامونه له انګرېزۍ څخه پښتو ته ژباړل غواړي. كه څه هم زما
انګرېزي دومره سمه نده، خو بيا هم پدې كار لګيا يم او تر خپلې وسې يې
راژباړم.
نو له تاسو څخه په درناوي هيله كېږي، چې پدې راتلونكي يوه اونۍ كې ددې
دوتنو په ژباړنه كې زموږ سره مرسته وكړئ، ترڅو د افغانستان راتلونكيو
زورېدليو پلارانو ته يوه ښه ډالۍ وركړې شو.



په درنښت


عثمان انصاري

د OLPC افغان پروژې مشر

 
OLPC Afghan Localization admin
OLPC: One Laptop Per Child - Non Profit Association
Regional Office for South & Central Asia
B-027, IIU Islamabad, Pakistan
http://www.laptop.org        Email:jalalkut@gmail.com
Cell# +92-333-5253083 |  Phone: +92-51-2527281