د OLPC پروژې په اړه!
2008-02-23 06:43:59
غواړم تاسو ټول د هغه نړیوالې پروژې څخه خبر کړم، چې د نړۍ بېوسه او وس لرونکو ماشومانو لپاره یې د یوه، یوه لپټاپ کمپیوټر د ورکړې تابیا کړې.
دا پروژه د OLPC (One Laptop Per Child) یا (هر ماشوم لپاره یو لپټاپ) ده. دا پروژه د لېنکس کمپنۍ لخوا د د نړۍ خوارو او بې وزله ماشومانو لپاره د هغوي د خوي او بوي سره برابر او د هغوي د ذهني وړتیا د لوړاوي لپاره ۱۰۰ ډالري لپټاپونه جوړ او بازار ته وړاندې کړي. او غواړي د نړۍ ټولو ژبو ته یې د لا کارندتیا لپاره پروګرامونه وژباړي.

د منځۍ اسیا د پروژې مشري
په منځنۍ او سویلي اسیا کې ددې پروژې مشري یو پاکستانی پښتون (ډاکټر حبیب خان چې د کمپیوټرپوهنې په څانګه کې یې ډاکټري لري) کوي. موږ (د نړیوال اسلامي پوهنتون یو څو زده کړیالان) د نوموړي ډاکټر لخوا پدې وګومارل شو، چې ددې لپټاپونو ټولې ټرمینالوجۍ او اصطلاحات ډ افغانستان ځایي ژبو ته وژباړو. ترڅو افغان ماشومان ورڅخه په پوره توګه ګټه واخلي. که څه هم موږ په ځان کې دا وس نه ونه لید، خو بیا مو هم د خپلو ګلالیو هېوادوالو لپاره دې کار ته ځان اړم کړ.
د یادولو وړ یې بولم چې دا پروژه به د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پیلېږي، او بیا به د منځنۍ او سویلي اسیا نورو هېوادونو کې ترکار لاندې
له نېکه مرغه زموږ د پوهنې او مخابر، اړیکتاییی او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو پتېلی چې دا پروژه په افغانستان کې هم عملي کړي.