ماشومانو لپاره د XO لپټاپ لارښود ګامونه

ماشومانو لپاره د XO لپټاپ لارښود ګامونه پېلول ۱- لپټاپ داسې کېږدﺉ، چې د XOانځورن مخ پورته او لاستې یې شاته راشي. ۲- غوږۍ یې پورته کړﺉ، ترڅو کلفتونه راخلاص شي ۳- د لپټاپ روښانولو لپاره د پرېښنا تڼۍ ته زور وکړﺉ. (د لپټاپ بندولو لپاره د برېښنا تڼۍ د لسو ثانیو لپاره ټینګه ونیسﺉ.

زېرې: XO لپټاپونه په پښتو شول

ګرنو وروڼو! تاسې به د OLPC (One Laptop Per Child) نوم اورېدلې وي. دا يوه ناګټندويه ټولنه ده، چې د ملګرو ملتونو لخوا تمويلېږي. موخه يې د بېوزله هېواودونو ماشومانو ته د وړيا لپټاپونو وركړه ده. ددې كار د لا اغيزمنتيا لپاره يې پتيلې چې ددې لپټاپونو ژبه د همهغه بېوزله هېواد ځايي ژبو ته واړوي.

د O.L.P.C لپټاپونو کارونه (ځانګړتیاوې او ګټې)

د O.L.P.C لپټاپونو پروژه يوه نړيواله پروژه ده، چې د نړى ماشومانو ته په مورنى ژبه د زده كړې وړتيا برابروي. ددې پرژې د ځايتابه پروګرام د ۲۰۰۷ز د ډېسمبر په لومړيو ورځو كې پيل او لنډ راتلوكي كې به پاي ته ورسي.

د OLPC پروژې په اړه!

دا پروژه د OLPC (One Laptop Per Child) یا (هر ماشوم لپاره یو لپټاپ) ده. دا پروژه د لېنکس کمپنۍ لخوا د د نړۍ خوارو او بې وزله ماشومانو لپاره د هغوي د خوي او بوي سره برابر او د هغوي د ذهني وړتیا د لوړاوي لپاره ۱۰۰ ډالري لپټاپونه جوړ او بازار ته وړاندې کړي. او غواړي د نړۍ ټولو ژبو ته یې د لا کارندتیا لپاره پروګرامونه وژباړي.

Page 2 of 2 | Results 16-19 of 19
previous 1 | 2