زېرې: XO لپټاپونه په پښتو شول
2008-03-02 08:23:09
ګرنو وروڼو! تاسې به د OLPC (One Laptop Per Child) نوم اورېدلې وي. دا يوه ناګټندويه ټولنه ده، چې د ملګرو ملتونو لخوا تمويلېږي. موخه يې د بېوزله هېواودونو ماشومانو ته د وړيا لپټاپونو وركړه ده. ددې كار د لا اغيزمنتيا لپاره يې پتيلې چې ددې لپټاپونو ژبه د همهغه بېوزله هېواد ځايي ژبو ته واړوي.
د OLPC پروژې په اړه!
2008-02-23 06:43:59
دا پروژه د OLPC (One Laptop Per Child) یا (هر ماشوم لپاره یو لپټاپ) ده. دا پروژه د لېنکس کمپنۍ لخوا د د نړۍ خوارو او بې وزله ماشومانو لپاره د هغوي د خوي او بوي سره برابر او د هغوي د ذهني وړتیا د لوړاوي لپاره ۱۰۰ ډالري لپټاپونه جوړ او بازار ته وړاندې کړي. او غواړي د نړۍ ټولو ژبو ته یې د لا کارندتیا لپاره پروګرامونه وژباړي.