راځئ په ويبلاګونو كې موضوع وېش وكړو!

2009-06-25 00:06:06
صالح محمد

په دې پاڼه كې د شخصي بلاګونو شمېر اوس سلګونو ته رسېږي، خو ټول يې مسلكي نه دي، په دې مانا چې زيات ملګري اوس هم له نورو پاڼو مواد رااخلي په خپلو بلاګونو كې يې ږدي.

په دغو ملګرو كې چې دلته بلاګونه لري زياتره د بېلابېلو مسلكونو او مهارتونو څښتنان دي او كه چېرې دوى په خپلو بلاګونو كې موضوعي وېش ته پام وكړي، ښايي د بېلابېلو موضوعاتو او مسلكونو په اړه بېلابېل بلاګونه ولرو.

د ساري په توګه، يو سړى په انجنيرۍ كې زده كړې لري، د ده په بلاګ كې بايد د ده له مسلك سره سم معلومات ومومو. يا بل سړى په ارواپوهنه كې زده كړې او تجربه لري، كه په خپل بلاګ كې په دې اړه ليكنې ولري، ښايي زيات كسان ورڅخه ګټه واخلي او دى به هم وهڅول شي چې زياتې ليكنې وكړي او پرله پسې ليكنې وكړي.

هيله ده ملګري، د دې پر ځاى چې له نورو پاڼو مواد راكاپي كوي، په خپله دې له خپل مسلك سره سم، په خپلو بلاګونو كې ليكنې وكړي.

لږ ليكل تر نه ليكلو غوره دي.

ستاسو نظر څه دى؟ حتماً يې په اړه وليكئ.

هميش ګهيځ

2011-07-19 00:37:41

پوښتنه: غواړم چې بډاى شم؟
ځواب : قناعت غوره كړه، بډاى به شې.
پوښتنه : غواړم چې لوى عالم شم.
ځواب: تقوى او پرهېزګاري غوره كړه عالم به شې.
پوښتنه: غواړم چې عزتمن شم
ځواب: خلكو ته لاس مه نيسه عزتمن به شې.
پوښتنه: غواړم چې لوى سړى شم.
ځواب: له خلكوسره مرسته كوه.
پوښتنه: غواړم چې عادل شم.
ځواب: چې ځان ته يې خوښوې نورو ته يې هم خوښوه.
پوښتنه: غواړم چې ځواكمن شم.
ځواب: په خداى جل جلاله باندې باور اوتوكل كوه.
پوښتنه: دخداى جل جلاله په دربار كې غوره درجه غواړم
ځواب: د خداى جل جلاله ذكر كوه.
پوښتنه: غواړم چې روزي مې پراخه شي.
ځواب: تل په اوداسه كې اوسه.
پوښتنه: غواړم چې دعا مې قبوله شي.
ځواب: له حرامو نه ځان ژغوره.
پوښتنه: غواړم چې ايمان مې بشپړ شي.
ځواب: اخلاق ښه كړه.
پوښتنه: دقيامت په ورځ له خداى جل جلاله نه داسې ليدنه غواړم چې راڅخه خوشاله وي.
ځواب: ژر ترژره له جنابت څخه وروسته غسل كوه.
پوښتنه: غواړم چې ګناهونه مې كم شي.
ځواب: زيات استغفار وايه.
پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله رحم راباندې وكړي.
ځواب: دخداى جل جلاله په مخلوق رحم كوه.
پوښتنه: غواړم چې خداى جل جلاله مې پرده وكړي.
ځواب: دخلكو پرده ساته.
پوښتنه: غواړم چې رسوا نه شم.
ځواب: له زنا څخه ځان ژغوره.
پوښتنه: غواړم چې الله جل جلاله اورسول صلى الله عليه وسلم ته ګران شم.
ځواب: كوم كارونه چې خداى جل جلاله ته ورګران وي هغه ځان ته ګران كړه.
پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله تابع شم.
ځواب: فرائض مه پرېږده.
پوښتنه: غواړم چې احسان كوونكى جوړ شم.
ځواب: دخداى جل جلاله داسې عبادت كوه لكه ته يې چې وينې اوياتا وينې.
پوښتنه: يارسول الله ! ګناهونه په څه شي بښل كېږي؟
ځواب: اوښكې، عاجزي، ناروغي.
پوښتنه: كوم شيان ددوزخ اور سړوي؟
ځواب: په تكليفونو باندې صبر كول.
پوښتنه: د الله جل جلاله غوسه په څه شي سړيږي؟
ځواب : پټه صدقه وركول او صِله رحمي.
پوښتنه: له ټولو نه لويه ګناه كومه ده؟
ځواب: بداخلاق اوكنجوسي.
پوښتنه: له ټولو نه لويه نيكي كومه ده؟
ځواب: ښه اخلاق، عاجزي او صبر.
پوښتنه: غواړم چې دخداى جل جلاله له غصې نه وژغورل شم.
ځواب: خلكو ته غصه مه كوه!.
[ كنزالعمال\ مسند احمد ].

هميش ګهيځ

2011-07-18 23:11:00

د شيخ عبدالقادر جيلاني رحمه الله ويناوې

۱ـــ ستاسو لوى دښمن ستاسو بد ملګرى دى.

۲ ـــ ښېګڼه هغه ده چې له خلكو نه يې دستاينې هيله ونه شي.

۳ ــ دنيك كار پيل ستاسوكار دى اوپاى يې الله پاك ته پرېږدئ.

۴ ـــ كه دخداى پاك نژدې والى مو خوښ وي نوپرمخلوق يې لورينه وكړئ.

۵ ـــ د نفس په ناروا غوښتنو سر مه ګروئ كه نه له تباهۍ اوهلاكت سره به مخ شئ.

۶ ـــ له ويجاړو قبرونو نه عبرت واخلئ، ځكه چې دډېرو ځوانانو هډوكي پكې خاورې شوي دي.

۷ ـــ دمرګ يادول دنفس دټولو رنځونو ښه درملنه ده.

۸ ـــ ښه عمل نورو ته وركړه ده ، نه ، له نورو نه غوښتنه .

۹ ـــ مؤمن خپل كورنۍ الله پاك ته سپاري او منافق يې جائيداد اوشتمنۍ ته.

۱۰ ــ ستاسوغيبت كونكي په حقيقت كې تاسوته ګټه رسونكي دي، ځكه خپلې ښېګڼې ستاسو دعمل پر پاڼه ليكي.

۱۱ ـــ درزق هغه پراخوالى چې شكر پرې ونه اېستل شي اودژوند هغه تنګسيا چې صبر پرې ونه شي دفتنې اوفساد سبب ګرځي.

۱۲ ـــ دنفس دغوښتنو په نيلي مه سپرېږئ ځكه چې دابه مو دهلاكت كندې ته وغورځوي.

۱۳ ـــ نيكي داسې ډيوه ده چې د دوست او دښمن دواړو وداني يوډول رڼا كولاى شي.

۱۴ ـــ كينه د ايمان جرړې باسي اوانسان دالله پاك له رحمت نه بې برخې كوي.

۱۵ ـــ هوښيار لومړى زړه پوښتي اوبياپه ژبه خبرې كوي.

۱۶ ـــ كله چې يوڅوك تاسې ته دچا خبره راورسوي نو ويې رټئ او ورته وواياست چې ته خو ترهغه ډېر بد يې ، ځكه هغه خو خبره په غياب كې كړې وه اوتا نيغ په نيغه مونږ ته راورسوله.

۱۷ ــ د الله پاك عبادت وكړئ اودهغه له ذات نه وويرېږئ ، له بل چا مه وېرېږئ .

۱۸ ـــ خپلې ټولې هيلې او اړتياوې د الله پاك په وړاندې كېږدئ او هرڅه له هغه نه وغواړئ، له هغه پرته پر بل هيچاباور اوتكيه مه كوئ.

هميش ګهيځ

2011-07-18 23:10:29

دحضرت سلمان فارسي رضى الله عنه غوره ويناوې

۱ ـــ دهرښه كار په پيل كې ناشونى وي.

۲ ـــ دانسان ستر دښمن دهغه ګناه ده.

۳ ــ دچا علم چې له ماڅخه كم وي زړه مې پرې درد كوي اوچې دډېر علم خاوند وي كينه مې ورته په زړه كې نه راځي.

هميش ګهيځ

2011-07-18 23:10:01

د پيغمبر عليه السلام نصېحتونه

حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه ته د پيغمبر عليه السلام نصېحتونه

پيغمبر عليه السلام وويل: اى ابوبكره! درې شيان حق دي:

۱ ـــ پر چا باندې چې ظلم اوتېرى وشي اوهغه صبر وكړي خداى جل جلاله به عزت وركړي او مرسته به يې وكړي.

۲ ـــ څوك چې د وركړې او لورينې دروازه خلاصه لري اود خپلوي پاللو په نيت خلكو ته وركړه كوي نوخداى جل جلاله به يې په مال او دولت كې بركت كړي.

۳ ـــ څوك چې دمال زياتولو له پاره دسوال دروازه پرانيزي مال او دولت به يې بې بركته شي. [ ابوداؤد او تفسير ابن كثير دپنځم ټوك ۲۳۱ مخ ].

هميش ګهيځ

2011-07-18 23:09:16

دمسلمانانو د لومړي خليفه ويناوې

د مسلمانانو لومړى خليفه حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وايي:

۱ ـــ انسان كه دكوم دنياوي منصب او شتمنۍ له امله د لويي او غرور لاره غوره كړي، نو ترهغې پورې دخداى جل جلاله غضب پرې ووري څو چې دا غرور پرېږدي.

۲ ـــ سړى بايد له خدايه وويريږي او وژاړي، يوه ورځ راتلونكې ده چې وبه ژړول شي.

۳ ــ پام كوه! لوى څښتن دى تل ويني اوپه هرحال دى خبر دى.

۴ ــ څلور خويونه داسې دي چې كه څوك يې ولري هغه دپاك خداى غوره بنده دى. اوهغه داچې: د توبه كوونكي په توبه خوښوي كوي، ګناه ګار ته بښنه كوي، له ښې لارې مخ اړونكي نېكې لارې ته بولي او له نيكي كوونكي سره مرسته كوي.

۵ ـــ خپل ځان سم كړئ چې خلك ښه درسره وكړي.

۶ ــ الله پاك ستاسو په پټو او ښكاره كارونو يو ډول علم لري.

۷ ــ زياتې خبرې د هيرې سبب ګرځي، داسې چې يوه د بلې د هېرېدلو سبب ګرځي.

۸ ــ خدايه! ژوند مې ښه تېر كړې، پر ښو عملونو مې ژوند پاى ته ورسوې، د ښو كارونو توفيق راپه برخه اوخپله خوښې راوبښې.

۹ ــ له دريو شيانو چا خير نه دى ليدلى، ګناه، ژمنې ماتول او تېر اېستل ( دوكه ).

۱۰ ــ كله چې به د چا فاتحې ته ورغى نو به يې ورته ويل: ( په صبر كې څه مصيبت نشته او له ژړا څخه څه لاس ته نه راځي، دخداى پاك د استازي صلى الله عليه وسلم وفات درپه زړه كړئ، نو به مو خپل وير ليږ شي او خداى جل جلاله به د خير بدله دركړي.

هميش ګهيځ

2011-07-18 23:08:48

حضرت عمر رضى الله عنه د مرګ پر بستر وصيت كوي

حضرت يحيى بن ابى راشد نصرى رحمه الله وايي چې كله د حضرت عمر رضى الله عنه د وفات وخت نژدې شو نو خپل زوى ته يې وويل:

زويه!

۱ـــ كله چې ماته مرګ راشي نوزما دبدن ښۍ خوته كښينه اوما تكيه كړه، ښى لاس دې زما په تندي اوچپ لاس په زنې راكېږده .

۲ــ څه وخت مې چا ساه خيږي نوزما سترګې راپټې كړه.

۳ـــ ماته درميانه كفن راواغونده ، ځكه چې كه الله تعالى وبښلم نوبيابه تردې ښه كفن راكړي اوكه يې ونه بښلم نو به داكفن به هم رانه واخلي.

۴ـــ زما قبر درميانه جوړ كړه، ځكه چې كه الله تعالى بښنه راته وكړي نوقبر به راته دسترګو د ليد تركچې ارت كړي اوكه معامله ددې پرخلاف وي نوبيا به قبر دومره راته تنګ كړى شي چې پښتۍ به مې يوبل كې ننوځي.

۵ــــ زما جنازه دې مېرمنې نه بدرګه كوي .

۶ــــ كومې ښېګړې چې په ما كې نشته هغه مه بيانوئ، ځكه چې الله تعالى جل جلا مې له تاسو نه ښه پيژني.

۷ـــ اوكله چې زما جنازه واخلئ نو تېز تېز ځئ، ځكه كه ماته الله تعالى بښنه كړي وي نو تاسو ما دخير طرف ته په بېړه بيايـئ اوكه معامله خداى مه كړه بل څېر وه نوتاسو يو شر په اوږو اخيستى دى ، دا له خپل څټ نه زر كوز كړئ .

هميش ګهيځ

2011-07-18 23:07:54

دحضرت عثمان رضى الله عنه يوڅو غوره ويناوې

۱ ـــ الله پاك تاسو ته دنيا يواځې ددې له پاره دركړېده چې آخرت پرې وغواړئ.

۲ ـــ زه خو دځان له پاره داډېره بده اوسپكه ګڼم چې ورځ دې راباندې تېره شي اودقرآن كريم تلاوت پكې ونه كړم.

۳ ـــ ټيټه وينا،ښكته كتل اومنځنۍ راشه درشه دايمان نښې دي.

۴ ـــ خپل پيټى پر بل مه اچوئ، كه لږ وي يا ډېر.

۵ ــ ـ توره بدن ټپي كوي اوبده وينا روح .

۶ ـــ له الله جل جلاله نه پرته له هيچا طمعه اووېره مه كوئ. يواځې له خپلو ګناوو وډار شئ .

۷ ـــ كه چېرې مو ګناه ته زړه وي نوداسې ځاى ولټوئ چې الله پاك هلته نه وي .

۸ ـــ بده وينا دريو تنو ته زيان رسوي، ويناكوونكي ته، دچابد چې وايې اوڅوك چې ورته غوږ نيسي.

۹ ــ دقهر اوغضب په وخت كې ښه دوا چوپ پاتې كېدل دي.

۱۰ ـــ څوك چې دانسان حق نه پېژني هغه ګويا د الله پاك حق هم نه دى پېژندلى.

۱۱ ـــ دژوند له پاره يوه موخه ( هدف ) وټاكئ اوبيايې په ټول توان سره دلاسته كولو هڅې پيل كړئ، ښائي دبرياليتوب پړاو ته به ورسېږئ.

۱۲ ـــ كه مو سترګې بنا اوغړېدلي وي نوهره ورځ دمحشر ورځ ده.

۱۳ ـــ دهغه چا په حال ډېرافسوس دى چې دنيا فاني ګڼي اوبياهم مينه ورسره كوي. دوزخ حق ګڼي خو په ګناه اخته وي. مرګ رښتيا بولي اوبياهم خاندي، په تقدير باور لري خوبياهم دتلونكو څېزونو اندېښنه كوي.

۱۴ ـــ ټولې نيكۍ له حيا اوټولې بدۍ له بې حيايۍ سره تړلي دي.

۱۵ ـــ ځينې وخت جرم بښل مجرم ته نورهم زړور وركوي.

۱۶ ـــ دهغه چا په وړاندې په لوړه لهجه غږېدا مه شرمېږئ چې د سترګو په اشاره نه پوهېږي.

۱۷ ـــ دژبې ښوئېدل د قدم تر ښوئېدلو ډېر زيانمن تمامېدلاى شي.

۱۸ ـــ ګناه زړه نارامه كوي اوډاډ له منځه وړي.

۱۹ ـــ پوهه انسان هغه دى چې په ډېر پام اواحتياط سره ګامونه اخلي.

۲۰ ـــ الله پاك انسانان دځان له پاره پيداكړي دي، ځكه نو نه ښايي چې هغوى دبل چا شي.

۲۱ ـــ زه په تياره كوركې دغسل ( ځان پريمينځلو ) له الله پاك نه د شرم اوحيا له وېرې اريان دريان پاتې كېږم.

۲۲ ـــ په تنګسه كې دزغم له بركته الله پاك پر انسان اسانتيا راولي.

۲۳ ــ سخاوت دمال، عمل دعلم اود الله پاك رضا د اخلاص مېوه ده.

۲۴ ـــ دقبر خوښي دهغو خلكو په برخه ده چې دنيا ورته زندان ښكاري.

۲۵ ـــ ځناور هم خپل څښتن پېژني خو انسان خپل خاوند نه پېژني.

۲۶ ـــ دمسلمانانو ذلت دمال له نشتوالي له امله نه بلكې دديني ښوونو څخه له سرغړونې پيداكېږي.

۲۷ ـــ حيرانتيا دهغه چا په حال ده چې مرګ ويني اوخاندي، دوزخ حق ګڼي اوګناه كوي، شيطان دښمن ګڼي اوبيايې هم خبره مني.

۲۸ ـــ هغه علم بې ګټې دى چې عمل پرې ونه شي اوهغه مال بې ارزښته دى چې پر ښوچارو ونه لګول شي.

۲۹ ـــ مسلمانان شپږ ډوله وېره لري: د الله پاك وېره چې دايمان دولت ترې وانه خلي، د مرګ دملائكو وېره چې روح يې قبض نه كړي، د دنيا وېره چې له آخرت يې غافل نه كړي، دمېرمنې اوكوچنيانو وېره چې الله پاك ترې هېر نه كړي، دملائكو ډار چې ګناوې يې ونه ليكي، دشيطان وېره چې په دام كې يې ايسار نه شي.

۳۰ ـــ هركار چې كوئ اوله بندګانو هېڅ ډار مه احساسوئ .

۳۱ ـــ په كومه خبره چې نه پوهېږئ مه يې كوئ اوپه كومه چې پوهېږئ د داسې سړي په مخ كې يې له ويلو درېغ مه كوئ. چې په ارزښت يې پوهيږي .

هميش ګهيځ

2011-07-18 23:07:11

دحضرت علي رضى الله عنه يوڅو ويناوې

۱ ــ يتيم هغه دى چې علم نه لري اوغريب هغه دى چې عقل نه لري.

۲ ـــ دچا په بربادۍ مه خوشالېږئ هسې نه چې سبا له تاسې سره هم داسې وشي.

۳ ــ پښيمانې ګناه له منځه وړي او غرور د ښېګړو جرړې باسي.

۴ ـــ څوك چې په پاك لمنو تورسرو تور پورې كوي په هغو سلام مه اچوئ.

۵ ـــ زوكړه د مړينې زېرى دى اومرګ يو بې خبره ملګرى دى.

۶ ـــ ددښمن په ښه سلوك باور مه كوئ، اوبه كه تر اوره هرڅومره تودې شي بياهم د اور مړكولو له پاره بس دي.

۷ ــ د واكمني بقا په كفر كې شونې ده خو په زور زياتي كې نه.

۸ ـــ غوره ويناوې اومثالونه دپوهانو اوپند اخيستونكو له پاره دي، ناپوهانو ته يې هېڅ ګټه نشته.

۹ ـــ ترټولو لويه بلا دمصيبت پر وخت وېره ده.

۱۰ ــ دناپوهه مازغه دهغه دژبې تر شا وي اود هوښيار ژبه د عقل تر شا وي.

۱۱ ـــ ډېر لږ به داسې شوي وي چې بيړني خلك تاوان ونه ويني اوډېر كم به داسې وي چې صبر كوونكي بريالي شوي نه وي.

۱۲ ـــ په هره ښېګړه غره كېدل دهغې اجر له منځه وړي.

۱۳ ـــ هرڅه زكات لري، دمازغو زكات دادى چې دناپوهانو په وينا غوږ ونه ګرول شي.

۱۴ ـــ د چاچې څومره پر الله تعالى باندې باور كم وي هومره يې حرص زيات وي اوڅوك چې په لوى لاس ځان اړ كوي تل به اړ پاتې وي.

۱۵ ـــ مرګ تل په ياد ساتئ، خو هيله يې هېڅكله مه كوئ.

۱۶ ـــ د بدخويه ملګرو له ناستې نه ډډه كوئ، ځكه چې سړى تل په خپلو ملګروپېژندل كېږي.

۱۷ ـــ سخته ګناه هغه ده چې كونكى يې وړه وګڼي.

۱۸ ـــ دستونزو اوكړاوونو مقابله په صبرسره كوئ اود نعمتونو ساتنه په شكر .

۱۹ ـــ كه له چاسره احسان كوئ نوپټ يې ساتئ اوكه له تاسو سره يې څوك كوي مه يې پټوئ.

۲۰ ـــ كه پر غليم مو لاس بر شي نودبرلاسي شكر په عفوې سره پرځاى كوئ.

۲۱ ـــ دهيله پرېښودل غټه شتمني اوبښنه ښه غچ اخيستنه ده.

۲۲ ـــ قناعت داسې شتمني ده چې هېڅكله پاى ته نه رسيږي.

۲۳ـــ ترټولو ستره خطا له ولس او پرګنو سره خيانت او درغلي ده.

۲۴ ـــ د حيا جامې واغوندئ چې ټول عيبونه مو پټ شي.

۲۵ ــــ ستاسو شتمني هغه ده چې آخرت ته يې ولېږئ، څه چې په دنياكې پاتې كېږي هغه د وارثانو مال دى.

۲۶ـــ كومه تېروتنه چې سمدلاسه اوپه رڼو سترګو وشي دبښلو وړ نه ده.

۲۷ ـــ په جګړو كې ننوتل آسان دي خو راوتل ترې ګران دي.

۲۸ ـــ دعفوې ارزښت د واك پر وخت څرګنديږي

۲۹ ـــ طمعه مه كوئ ، ځكه دطمعه كونكي په اوږو دذلت او مرئي توب پړى پروت وي.

۳۰ ـــ خپل توان نه زيات بار پر اوږو مه باروئ، هسې نه چې همت پرې وبايلئ.

هميش ګهيځ

2011-07-18 23:03:08

د استخاری لمونځ
که سړی د کوم کار اراده وکړی او دهغه په شروع کې د شک او ترديد په حال کې وی یعنی نه پوهيږي چه پدی کار کې به زما خير وي او که شر نو پداسې وخت کې مسلمان ته پکار ده چه د الله تعالی څخه مشوره او صلاح وغواړی چه هغه د استخاری لمونځ او دُعا ده .
په حديث شريف کې ددی ډير ترغيب راغلی دی او نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلی دی چه د الله تعالی څخه صلاح او مشوره نه طلبول او استخاره نه کول د بدبختی او کم نصبۍ خبره ده که چيری څوک واده کوي او يا د سفر اراده لری نو استخاره دې وکړي ان شآء الله چه نتجه به یې ښه وي .
همدارنګه درسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دی : د استخاری کوونکی کله هم نه نامراده کيږي او مشوره کوونکی کله هم نه پښيمانه کيږي او له اقتصاد او کفايت څخه کار اخيستونکی کله هم نه اړ کيږي .
د استخاری د لمانځه طريقه داده چه اول به دوه رکعته نفل لمونځ وکړی او د لمانځ نه ورسته په اخلاص او ښه نيت دا دعا ووائي .
اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسَأَلكُ مِنْ فَضْلِكَ العَظيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعلَمُ وَلا أَعلَمُ، وَأَنتَ عَلاَّمُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمرَ خَيْرٌ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَيَسِّرهُ لي، ثُمَّ بَارِكْ لي فِيهِ، وَإِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي، أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنَّي وَاصْرِفني عَنهُ وَاقُدْرْ ليَ الخَيرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرضِني بِهِ. (بخاري ،مسلم او ابن ماجه ).
کله چه په مخکني دعا کې هَذَا الأَمْرَ ته ورسيږي کوم کار چه قصد او اراده يې لری هغه به په زړه کې را وګرځوي .
بيا به په اداسه مخ پر قبله بيده شي .
ځنو صالح او ښو خلکو ويلی چه که په خوب کې سپين او شنه شی ووينی ښه به وي او که تور او سره شی ووينی بد به وي او که هيڅ خوب ونه وينی نو بيا به د زړه ارادی ته ګوری چه زړه يې پر هره لاره مايل وي همغه لاره به غوره کړي .
دحاجت لمونځ
که سړی له داسې کار سره مخ شي چه د منډو ترړو او د اسباب کارولو باوجود نه پوره کيږي يا يې پوره کول سخت وي نو په ښه شان به اودس وکړی دوه رکعاته لمونځ د قضای حاجت په نيت سره وکړی ورسته به دخدای ج حمد او ثنا او درود شريف ووائي او دا دعا دې ووائي :
لا إِلَهَ إِلاَّ الله الحَلِيمُ الكَريمُ، سُبحَانَ رَبِّ العَرشِ العَظيمِ الحَمْدُ للهِ رَبِّ العَالمِينِ، أَسأَلُكَ مُوجِبَاتِ رَحمَتِكَ وَعَزَائمَ مَغفِرَتِكَ وَالغَنيمَةَ مِنْ كُلِّ بِرٍّ، وَالسَّلامَةَ مِنْ كُلِّ إِثْمٍ، لا تَدَعْ لي ذَنباً إِلاَّ غَفَرْتَهْ وَلا هَمَّاً إِلاَّ فَرَّجْتَهْ، وَلا حَاجةً هِيَ لَكَ رِضاً إِلاَّ قَضَيتَهَا يَا أَرحَمَ الرَّاحمينَ".
د تسبيح لمونځ
ددی لمونځ کول لوی فضيلت لری ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ،لوی او واړه ،ښکاره او پټ ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي دا لمونځ محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ور ښولی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې ئی يو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو واری ضرور او خامخا کوه .
ددی لمانځه څلور رکعتونه دی د نور لمونځونو پشان دی يواځی تسبحات پکې ذيات شوی چه په همدی وجه د تسبيح لمونځ بلل کيږي د کولو طريقه يې په لاندی ډول ده .
دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :
سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ
چه نيت وتړی تر ثنآء يعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبيحات پنځلس ۱۵ واره وائی بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة ورسته لس ۱۰ واره ئی بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم ورسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی څخه ورسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئی چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت د پاره ولاړ شي د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئی ،همدارنګه په پاتی رکعتونو کې په په پورته ذکر شوي ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .
دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.
د تهجد لمونځ
دفرضي لمانځه وروســــــــــــــته ترټولو غوره لمونځ دشپې [ دتهجد] لمونځ ده .
په حديث شريف کې راغلی دی دآخری شپی دوه رکعته لمونځ دټولی دنيا نه بهتر دی که څيری ماته د دمشقت او تکليف ويره نه وی نو په امت به می فرض کړی وی .
حضرت ابوامامه رضى الله تعالى عنه روايت كوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : تاسو ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو هم عادت همدا و، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي ، ګناهونه مو له منځه وړي او ځنى مو ترى ساتى ( ترمذى )
دتهجد د لمانځه وخت د ماسخوتن له لمانځه ورسته تر رښتينی سبا (صبح صادق ) پوری کيږي خو غوره وخت يې د شپی آخره حصه ده .
د تهجدو دلمونځ ترټولو كم مقدار ۲ متوسط يې۴ او زيات يې ۸ يا ۱۲ ركعتونه دی .

لمونځ
دغسل بيان
غسل په لغت کې دټول بدن مينيځلو ته وايي اوپه شريعت کې دناپاکۍ لرې کولو او ثواب حاصلولو لپاره په يوه خاصه طريقه دټول بدن مينځلو ته غسل وايي .
غسل څه وخت فرض کيږي :
په خوب کې احتلام چه څه خوب وويني يا خوب ونه ويني خو په جامه يې داحتلام اثر وي غسل ورباندې فرض دی خو که خوب ووني مګر په جامه يې کوم اثر نه وي غسل ورباندې نشته .
کله چه خاوند له ښځي سره يوځای شي (دنر شرمګاه دښځی په شرم ګاه کې داخل شي ) که انزال وشي يا ونه شي غسل ورباندی فرض دی.
دحيض او نفاس څخه ورسته غسل کول فرض دي .
په شهوت سره دمنی وتل که په مباشرت سره وي يا کومه بله ناولې شيطانی ذريعه سره .
په څلورو ذکرشويو صورتونو کې غسل کول فرض دي او دجمعې دلمانځه لپاره ،داخترونو دلمانځونو دپاره ،داحرام دتړلو په وخت او عرفات کې غسل کول سنت دی .
دغسل کولو طريقه :
دغسل کولو سنته طريقه داده چه اول به دواړه لاسونه دمړوندوسره ومينځي – بيا به خپل شرم ګاه پريمنځي – بيا په جامه يا بدن که پيلتي تويې شوی وي دهغه پريمنځل بيا اودس کول – بيا په ټول بدن دری ځله اوبه اچول د اول ځل ابو اچولو ورسته به ټول بدن وموښي ترڅو کوم ځای وچ پاتې نشي دوهم او دريم ځل به هم ښه کوښښ وکړي چه کوم ځای وچ پاتې نشي .

دغسل فرضونه :
دپوزې پريمنځل ۲- دخولې پريمنځل ۳- دټول بدن پريمنځل چه ديوه ويښته قدرې ځای هم وچ پاتې نشي حتی د نوکونو لاندې بيخو ته دي ابو رسول اوهمدارنګه دنامه غوټی او دغوږونه مينځ ته داوبو رسول ضروری دي.
دمسلمانې بی بی که ويښتان خلاص وي ټول ويښتان او دويښتانو بيخو ته به اوبه رسوي خو که کوڅۍ وي نو يواځی به دويښتانو بيخو ته ابه رسوي که دکوڅيو په موجوديت کې دويښتانو بيخو ته اوبه و نه رسي نو بيا به خپلې کوچۍ خلاصوي .

دغسل سنت :
دخدای ج د رضا لپاره د پاکۍ نيت کول ۲- دواړه لاسونه ترمړوندو مينځل ۳- دټول بدن دری ځله مينځل ۴- اودس کول ۵- په بدن يا جامه که څه پيلتی تويې وي دهغه لري کول ۶- په تشناب کې لمبل اوهلته دجامی اغستل .
دغسل آداب :
په ناستی سره غسل کول ۲- ډيری ابه نه مصرفول ۳- دبدل ښه موښل ۴- پداسې ځای کې غسل کول چه دنامحرم نظر ورباندې پرې نه وځي .
حيض :
ښځو ته چه هر مياشت کومه وينه راځي هغې ته حيض وايي . دحيض وينه ناپاکه ده که جامه تويې شی هغه به مينځل کيږي .
نفاس :
داولاد پيداکيدو نه پس چه کومه وينه دښځې نه ځی هغې ته نفاس وايي .
دحيض اونفاس مسائل :
دحيض موده کمه دری ورځې او ذياته لس ورځې . که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو ذياته شوه نو هغه استخاضه (دحيض پشان مرض دی ) .
دنفاس دکمې مودی حد نشته ذياته موده يې څلويشت ورځې ده ،که له څلويښتو ورځو مخکی وينه بنده شوه فوراً به غسل کوي اوکه تر څلويښتو ورځو ذياته شوه نو هغه مرض دی .
۳- دحيض په موده کې سره ،زيړه ،شنه او خاورينه هر رنګ وينه راغله داټول قسمونه دحيض وينه بلل کيږي .
۴- دحيض او نفاس په دوران کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګی يا زخم دی چه پر دغه ورځو کې ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوی چه درد او تکليف هم ورسره وی ،نوپدی وخت کې يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوي .
همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکې وينی جريان لري اودغه وخت هم ښځې سخت مرګونې دردونه تيرکړې وي چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوي .
الهی لارښوونه :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).
(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کې له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدې کيږي ، کله چه ښی پاکې شی بيا ورسره يوځای شی )).
نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دي ،داسې نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځې څخه د حيض او ولادت په دوران کې کرکه وشي .
بلکی د احترام په سترګه ورته وکتل شي چې د خدای ج د يوه بشر د تولد لپاره يې سختی قربانۍ ورکړي دي اوهمدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيې مخکنی تياری وي .

عموماٌ دنهو کلو نه مخکی وينه نه راځی که راشي نو هغه حيض نه بلکی مرض دی .
دحيض او نفاس په حالت کې ذکر او دعا کولې شي .
دحيض او نفاس په دوران کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت کول منع دي ، ورسته به د پاکې په حالت کې د روژی قضايي راوړی د لمانځه قضايي نشته .
داستحاضه يا مرض په حالت کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت شته ،دهر لمانځه لپاره به ځانګړی اودس کوي .
داستنجا بيان :
دلويو او وړو متيازو نه ورسته دبدن پاکولو ته استنجا وايي .
په اسلامي شريعت کې په استنجا کولو ډير ذيات تنګار شوي دی ځکه چه داستنجا په بې پيروايې کې سخته ګناه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه دغذاب قبر سبب بللې ده .
له قضای حاجت ورسته لومړی بايد دضرورت په اندازه لوټو په ګين لاس خپل ځان ښه پاکول اوبيا اوبو باندې پاکي حاصلول سنت دي .
دخالې متيازو نه ورسته ترهغی په لوټو باندی استنجا کول پکار دی چه دلندوالی شبهه پاتې نشي اودوچوالی پوره اطمينان حاصل شي .
که قضايی حاجت ته نه وي تللې په خالې باد يا خوب سره استنجا کول ضروری نه دي ځکه چه استنجا دنجاست لري کولو لپاره وي .
داوداسه طريقه :
رسول الله صلی الله عليه وسلم يواځی داودس کولو دطرقې تعليم نه دی ورکړﺉ بلکی عملاًيې د اودس طريقه ښودلې چه په لاندې ډول ده:
اول داودس لپاره په زړه کې نيت کول – بيا به بسم الله الرحمن الرحيم ووايي – دواړه لاسونه تر مړوندو پورې دری ځله پريمنځل – بيا دری ځله په خوله ابه تيرول اوکه مسواک وي ډير ه بهتری لري ځکه چه د مسواک په باره کې په احاديثو کې ذيات ترغيب راغلی دی اوهمدارنګه دحلق غرغړه کول – بيا دری ځله په پوزه اوبه تيرول او په چپ لاس سره دهغه پاکول – بيا دری ځله مخ مينځل ديو غوږ له نرمۍ څخه دبل غوږ تر نرمۍ پورې او دتندي له ويښتانو تر زنې پورې که ګيره کڼه وي نو هغه به په ګوتو خلال کړی تر څو د ويښتانو بيخو ته ابه ورسيږی او که ړنګئ وي نو خپله ابه ور رسيږي .
بيا دواړه لاسونه سره له څنګلو دری ځله مينځل لومړی ښی لاس ورپسی چپ لاس مينځل ،که په ګوتو کې ګوتې يا ګتمه وي دهغه ښورول پکار دی تر څو ابه ورشي بيا به د دواړو لاسو ګوتې يو په بل کې واچوي خلال يې دې کړي – بيا يو ځل د ټول سر مسح کول داسې چه غټه ګوته اودشهادت ګوته جلاکړي پاتې نورې د دواړو لاسونو دری دری ګوتې سره ولګوي دګوتو دننی حصی دې دتندي له ويښتانو دڅټ لوری ته ترآخره کش کړي بيا دې د دواړو لاسونو ورغوي دچټ له لورې دمخی په لور راوګرځوي چه ټول سر مسح شي – بيا به دواړو غوږونه مسحه کړي داسې چه دشهادت ګوتی په غوږونو کې داخلی او غټی ګوتو به دغوږونو بيرونی حصه مسح کړي – بيا به دګوتو پر شا دغاړی مسح وکړي . بيا دواړه پښی دښنګرو سره دری ځله پريمنځل لومړی ښی پښه ورسته چپه پښه مينځل او د دواړو پښو دګوتو خلالول د لاس په کچۍ ګوته سره ورسته دا دُعا ويل :
اَشْهَدُ اَنْ لآَّاِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدّه لاَ شَرِيْکَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌاعَبْدُه وَرَسُوْلُه
اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ
پاس طريقه همغه ده کومه چې په احاديثو کې ذکر شوی طريقه ده .
داودس فرضونه :
په اودس کې څلور فرض دي ۱- يوځل د مخ مينځل ديوغوږ له نرمی دبل غوږ ترنرمی پورې اودتندي له ويښتانو تر زنی دټول مخ مينځل ۲- د دواړو لاسونو مينځل سره له څنګلو ۳- دسرڅلورمه حصه مسح کول ۴- د دواړو پښو مينځل دښنګرو په شمول .
که ددی اندامو په مينځلو کې ديوه ويښته قدری ځای وچ پاتی شي اودس نه کيږي .
داودس سنتونه :
د اودس نيت کول ۲- بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۳- دمړوندو سره د دواړو لاسونو پريمنځل ۴- دخولې دری ځله مينځل اوغرغړه ۵- په پوزه کې دری ځله ابه اچول ۶- دمسواک وهل ۷- د ږيرې خلالول ۸- دلاسونو اوپښو دګوتو خلالول ۹- هر اندام دری ځله مينځل ۱۱- دټول سر مسح کول ۱۲- د دواړو غوږونو مسح کول ۱۳- د اندامو پرلپسې مينځل چه يو وچ شوی نه وي د بل مينځل ۱۴- لومړی ښی اندام مينځل ورپسی چپ اندام مينځل ۱۵- دهراندام دمينځلو په وخت کې دهغه ښه موښل ترڅو وچ پاتی نشي .
د اودس آداب :
په اوچت ځای کيناستل ۲- مخ په قبله اودس کولو ته کيناستل ۳- بغير له غذر له بل چا څخه مدد نه غوښتل ۴- په پوزه کې په ښه شان اوبه اچول او دهغه په ګين لاس پاکول ۵- د اودس په وخت کې دنياوی خبری نه کول که نيکې او د ضرورت خبره وي نو باک نلری ۶- که په ګوتو کې ګوتيې يا په پوزه چارګل وي هغه ته حرکت ورکول تر څو دهغه ځای وچ پاتې نشي ۷- داودس په پای سره د اودس دختم دوعا لوستل کوم چه مخکی بيان شوه.
داودس ماتوونکی:
په کومو څيزونو چه اودس ماتيږی هغه دوه ډوله دي.
يو هغه چه د بدن له داخل نه راوځي .
بل هغه چی له بهر نه په بنده باندی مسلط وي .
لومړی ډول :
دتشو يا ډکو متيازو راوتل ۲- دشا له خوانه باد خارجيدل ۳- دتشو يا ډکو متيازو له ځای څخه دڅه شی راوتل لکه چنجی ،وينه اونور ۴- دبدن له کومی برخی نه وينه بهيدل ۵- په ډکه خوله ګانګی ۶- که ګانګی لږ لږ وي خو له مجموع نه يې په ډګه خوله ګانګی پوره کيده نو اودس ماتيږي ۷- که خوله يا غاښونه وينی شی او دوينی رنګ پر لاړو غالب شي اودس مات شو ۸- دمنی او مذی په راوتلو سره ۹- دسترګو په مرضئ کې له ستګو نه خيری يا اوبه راووځی اودس ماتوی که دايمی وي اودس به د مغذور په شان کوي ۱۰- دښځې له سينی نه بغير له شيدو اوبه يا بل شی راووځی او درد ورسره وي اودس ماتيږی ۱۱- حيض او نفاس سره اودس ماتيږي .
دوهم ډول :
ستونی ستغ ،پړمخ پريوتلو يا ډه ډه وهلو په حالت کې ويده کيدل اودس ماتوي .
بی هوشي ۳- دنيشه ای څيز خوړل يا څښل ۴- دجنازی له لمانځه پرته په نورو لمانځونو کې په قهقهه (په زوره ) سره خندل ۵- دښځی اوميړه يو ځای کيدل سره دشرمګاه داخيليدل او دانزال نه کيدل .

داودس مکروهات :
له ضرورت ذياتې ابه مصرفول ۲- دومره کمې اوبه مصرفول چه د وچ پاتې کيدلو ويره وي ۳- د اوداسه په دوران کې بی ځايه خبری ۴- مخ ته په زوره لپه اوبه ورشنل او همدارنګه نورو اندامو ته په زوره اوبه ورشنل ۵- کوم اندام له دری دری ځلی نه ذيات پريمنځل ۶- په نويو ابو سره دری ځلی مسح ۷- له اوداسه نه ورسته دلاس اوبه څنډل ۸- له کوم غذر پرته د هغو غړو مينځل چه په اوداسه کې يې مينځل ضرور نه وي ۹- د اوداسه دآدابو پريښودل او دهغه خلاف کول .
پوښتنه: زه او زما ټوله کورني کله چي اودس کوي نولومړي د لاسوپه پريمنځلوکي بسم الله شريفه لولي وروسته تر هغه کله چه اوبه په خوله او پوزه کي اچوي نو بيا هم بسم الله شريفه وايي او کله چي مخ پريولي نو لااالله الاالله محمدالرسول الله کليمه طيبه وايي اودلاسو په پريمينځلوکي اشهد ان لاالله الاالله واشهدان محمد عبده ورسوله واي او د سرپه مسح کي انااعطينا صورت لولي او د پښو په پريمينځلوکي اللهم ثبت اقدامنا علي صراط المستقيم وايي ايا دغه الفاظ صحي دي اوکه څنکه که لږڅه توضيحات را ته راکړي ډيربه موزړه خوشحاله سي.
الله ج دي مو دکامل ايمان خاوندان او داسلام په هره نقطه پوه وګرځوي.

________________________________________
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د احنافو په نزد د اودس په پيل کې بسم الله الرحمن الرحيم ويل سنت دي
قوله نبی صلی الله عليه وسلم : لا وضوء لمن لم يذکر اسم الله عليه (رواه أحمدوحسَّنه الألباني في الإرو )
واذا نسي أن يسمي فلا شيء عليه . ( که بسم الله ويل هير شي باک نه لري ) کنزالدقايق ليکي لا وضوء نه مطلب فضيلت دي اودس اداکيږي .
او د اودس په پای کې د شهادتين او دعا أشهد أن لا إله إلا الله وحده لاشريك له وأشهد،أن محمداً عبده ورسوله اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين (رواه مسلم ، اما لفظ (الهم اجعلني من التوابين …….. الخ الترمذي ) .
د شهادتينو او دعا ويل د ځنو حنفي علماؤ په نزد سنت او دځنو په نزد مستحب دي .
او د اوداسه د اندامو مينځلو په وخت د اذکارو کوم ثبوت نشته .
بطور مشخص کدام دعا ها را برای هر عضو (اندام) در وقت وضوء ساختن باید خواند؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اودس په وخت کې د اندامو مينځلو پر مهال هيڅ دعا او اذکار له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثابت شوی نه دي کوم اذکار او ادوار چې بيان شوي بدعت او بې اساس دي ، يوازی په شروع کې بسم الله ويل سنت او د اودس په پای کې شهادتين او دغه دعا « اللَّهُمَّ اجْعَلْنِي مِنْ التَّوَّابِينَ وَاجْعَلْنِي مِنْ الْمُتَطَهِّرِينَ »[1] لوستل کيږي .
د شهادتين د فضيلت په باره کې په حدیث شريف کې داسې راغلی دي :
(مامنکم من أد يتوضا فيسبغ الوضوء ثم يقول : أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لاشريک له، و أشهد أن محمدا عبده و رسوله، إلا فتحت له أبواب الجنة الثمانية يدخل من أيها شاء) [2]
ژباړه : که يو له تاسې په کامل ډول اودس وکړي بيا ووايي (أشهد أن لا إله إلا الله، وحده لا شريک له، و أشهد أن محمدا عبده و رسوله ) د جنت اته واړه دروازی به د هغه پر مخ خلاصې شي پر هر کومه یې چې زړه غواړي داخل دې شي .
و بالله التوفيق، و صلي الله علي نبينا محمد و آله و صحبه و سلم
فتاوای علماء مکة المکرمه ( د علمي بحثونو او افتا دایمي ټولنه 5/205 )
تيمم
تيمم د الله سبحانه وتعالی يوه بله لويه لورينه او مهرباني ده چه يواځی يې د خپل نازولی پيغمبر حضرت محمد ص په امت کړی ده تر دې مخکی امتونو کې تيمم نه ؤ.
داچه که کوم کس ناروغ شي او ابه ورته ضرر رسوي يا په سفر کې يا پر بله وجه اوبه نه وي نو د اودس او غسل پر ځای به تيمم ووهی . قوله تعالی :
وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا 43
(( اوکه وئ تاسې مريضان يا په سفر باندې (په حالت د بې اودسی او جنابت کې) يا راشی يو له تاسی له بيديا (له بولو يا متيازو ) نه يا جماع وکړئ تاسی له ښځو سره نو ونه مومئ تاسې اوبه ( يا يې نشي استعمالولی) نو په پاکه خاوره تيمم ووهی مسحه وکړئ تاسی په مخونو خپلو اوپه لاسونو خپلو (ترڅنګلو پوری ) يقيناً چه الله غفوه کوونکی او مهربان دی)) .
دتيمم تعريف :
دتيمم لغوی معنی اراده يا قصد کول دی .
اوپه شريعت کې په پاکه خاوره يا کوم شی چه د خاوری له جنس څخه وي په هغی سره د پاکی حاصلولو ته تيمم وائي .
دتيمم فرضونه :
په تيمم کې دری فرضونه دی ۱- نيت ۲- د دواړو لاسونو په پاکه خاوره باندې وهل اوبيا یې پر مخ باندې داسې راکشول چه هيڅ کوم ځای پاتی نشی . ۳- دواړه لاسونه دوباره په خاوره وهل او د دواړو لاسونو د څنګلو سره داسې مسح کول چه د ويښته قدري ځای هم پاتی نشی .
دتيمم سنت :
د تيمم مسنونه طريقه داده چه ۱- د بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۲- نيت کول دنيت مطلب دادی چه د الله ج د رضاد پاره په زړه کې د پاکی حاصلولو نيت وشي – بيا به د دواړه لاسونه تلې په خاوره باندې ووهی اوبيا خپل مخ ورباندې مسح کړی ږيره به خلال کړی که په لاسونو باندې خاوره نښتی وي هغه به وڅنډی بيا به دواړه لاسونه په خاوره ووهي او دواړه لاسونه سره له څنګلو په هغی باندې وموښی ښی لاس په ګيڼ لاس او ګين لاس په ښی لاس مښل کيږي ، که په کوټو کې ګوتۍ يا بل شی وي هغه به يا وباسی او يا به حرکت ورکوي .
تيمم د اودس او غسل لپاره يو شان دی .
په کومو څيزونو سره تيمم جايز دی :
پاکه خاوره يا د خاوری له جنس څخه بل شی لکه کانړی (چه دخاوری ګرد ولری ) ،چونه ،ګچ ، ريګ ،جغل او دخټو اوخښتو ديوال که په لرګی يا بل څه د خاوری ګرد پروت وي نو په هغه هم تيمم کيږي (درمختار ،عالګيری ) .
کله تيمم روا کيږي :
چه اوبه له يو ميل يا 1.6 کلو متره لری وي يا لدينه لری وي .
د ابو سره نږيدی څه مضر ځناور يا دوښمن وي چه د خطر او نقصان ويره وي .
په طياره يا ريل کې سپور وي هلته اوبه نه وي يا د اودس کولو موقع نه وي .
چه ناروغه ته د مرض د ذياتيدو او نقصان ويره وي .
په سفر کې وي خو دومره اوبه ورسره پاتی وي چه که په هغه باندې اودس وکړی نو بيا ب
دلمانځه فرضيت
په قرآنکريم کښې ډير آيتونه دلمانځه په باره کې نازل شوي چه په هغه آيتونو کې الله (ج) مسلمانانوته
ددی سترعبادت حکم فرمائی. الله (ج) فرمايي :
«فَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَّوْقُوتًا(النساء ۱۰۳)».
((قائموي تاسې (سم اداکوی سره له ټولو حقوقو)

هميش ګهيځ

2011-07-14 04:30:18

که زه د حقيقت په اظهار کښې زيان ووينم پروا نشته خو چې حقيقت زما د چوپوالي په وجه زيان ونه ويني.
((مترلينگ)) ژباړه الفت صاحب.

Page 2 of 5 | Results 11-20 of 43
previous 1 | 2 | 3 | 4 | 5 next