2009-02-05 11:13:13
صالح محمد صالح
په دې وروستيو کې که له يوې خوا د ويبلاګ جوړونې بهير ښه تېز شوی، نو د کاپي، غلا او خپلسريو بازار هم تود شوی دی، اکثره مهال يوه ليکنه په یوه مشهوره پاڼه کې راغلی نه وي، چې کاپي يې د دوستانو په ويبلاګونو کې ليدل کېږي، چې نه يې د سرچينې یادونه شوې وي، ان کله کله خويې د اصلي ليکوال يا ژباړن نوم هم غورځولی وي. ما د نورو مشهورو پاڼو زياتې ليکنې د ملګرو په ويبلاګونو کې ليدلې دي. ان خپلې ځينې ليکنې مې هم په دغو بلاګونو کې کتلي دي.
حال دا چې د مطبوعاتي اصولو له مخې دا یوه سرغړونه ده. ملګري ویبلاګ د دې لپاره جوړوي، چې په خپله یوڅه ولیکي، یا څه لیکلو ته وهڅېږي، په کاپي کولو یو ویبلاګ نه مشهوره کېږي.