دا يواځي ته ووايه
2010-05-19 02:26:16
اوس نو هر څه درته وايم
نور نو دپټې خبره نه دي پاتې
نور مې دځان ملامتۍ نه خلاصيدلي نه شم
پوهيږې !
جنګ كې ماته هله راځي
چې زه په خپله ګناه وپوهيږم
نور زه پوهيږم چي دخداي او بنده
او ستا دسترګو ګنهګار څومره يم
هو! ماپه مينه كې دمينې دآبرو په خاطر
دمينې نوم سره جفاكړې ده
اوما په خپل لاس هغه ټول قولونه
هغه وعدي ، هغه دميني پيمان
او ستا باور مات كړي
هيڅوك، به دي لويه دنيا كې پوهيدلي نه شې
چي (( انسانيت )) كله د (( عشق)) په لوي قاتل بدليږې
څوك به دعشق او انسانيت دجنګ په راز پوه شي ؟
ما په دې جنګ كې خپله توره سره كړه
زه لوي قاتل شوم او سپېڅلې وينه وبهيده
ما ستا د هيلو پيغلې ووژلې
او ما دخپلو ارمانونو زلمي ټول حلال كړل
ته وايه ولي ؟!
بس دژوند او انسانيت په خاطر
زه يو عادل پاچا شوم
يو ښايسته شهزادكې
شوه ددښمن پاچا پر زوي مينه
آبل پاچا زما رعيت پسې وه توره ايستې
اول ما خپله شهزادګى په وينو ولړله
او بيا دبل پاچا جكړې ته ولاړم
ټول رعيت لاس پورته كړ
زموږ عادل پاچا دې خداي وبښي
زموږ پاچا ده يوه لويه قرباني وركړي
او زه عادل پاچاشوم
دخپل رعيت په خاطر
دقرباني ستوري شوم
ټوله دنيا كي مي لوي نوم پاتې شو
مګر دعشق په وړاندې
څه شرمنده څومره سركوزي ناست يم
هغه سپېځلې ها ښايسته شهزادګى
بس لكه لمر دعشق پر هسك ځليږي
او دما دخپل رعيت لپاره هغه ووژله
ماستا لپاره هيځ يو ګل رانه وړ
ما خپلې ګوتې تورو خاورو كې ونه كرلې
ما ويل له ګوتو به اغزي راشنه شي
خداي مه كړه څوك به پري ازار غوندي شي
ما خپلې ګوتې تورو خاورو كې ونه كرلې
او ستا پيكي له ګله تش پاتې شو
ماستا دعشق دقتلوولو په نيت
دانسانيت ډير شعارونه جوړكړل
ما ويل كه بل ووژنم زه به قاتل شم
خو هغه به لكه لمر پر هيڅ افق باندې ونه ځليږي
خو نه مې ووژلې !
چي اوس دعشق دهر قدم رڼايي
ته زما دشعر اتله
چې ښايي هيڅ تاته ارزښت نه لري
ماستا په قتل تاته هر څه دركړل
لكه مكه كي قرباني دذبيح
لكه جنت كي دشهيد انګازه
لكه دټول تاريخ پر ټنډه دايثار نشاني
عشق ستا په نوم يو بل تاريخ پيل كړ
او تا دمينې له آسمانه بل كتاب راوړ
خو زه په دي عصر كي
لكه يو لوي ګنهګار
ستا دسپيځلي قربانى نښه شوم
چې هر مين به مې په شګو ولي
زه ګنهګار يم ، مقدس ګنهګار
دعشق له وينو
هره ورځ دخپل ضمير ډيوي ته تيل وركوم
زما قرباني لويه ده !
چابه خپل زوي وي په رسى تړلي
او په مرى به يې چاړه راكاږي
څوك به خپل پوست كې دچينجويو
دخوراك لپاره غوښه ګوري
څوك به ظالم ته هم له خدايه ځني رحم غواړي
څوك به سينه ددښمن تيخ ته لكه سپر ونيسې
څوك به دويو كربلا ته وي په خپله روان
خو دتاريخ له قربانيو څخه
تر ټولو لويه قرباني زما ده
چې اوس يي وايم درته !
زه به يې وايم ، خو ويره لرم
چې اسمان ستوري راونه لويږي
او لمر له ډيره شرمه ويلي نه شي
توتكې مړي نه شي
تاووس له غمه ونه سوځي
زه بۀ يې ووايم خو ويره لرم
چې ددنيا عاشقان ټول زما دسنګسار لپاره
غرونه لاسونه كې راپورته نه كړي
او دبحرونو سترګې اوښكو څخه وچي نه شي
زه به يې ووايم خو ويره لرم
چې اسرافيل خپله شپېلۍ پوو نكړي
او زما كيسه خداي مه كړه پاتې نه شي
زه به يي ووايم خو زما محبوبې !
ستا ښكلې سترګې به يې ونه مني
چې ما ديو انسان دژوند په خاطر
دخپلې مينې غاړه غوڅه كړله
او ما يوازي انسانيت ته دوفا په خاطر
ميني ته نه وويل !!!
عبدالغفور ليوال