دا بلاګ دم ګړۍ په ليکه ندی.

خوب



بېګا مې خوب ليدلو

يوعجيبه غوندې خوب

د اشنا كلي ته ځم

د پسرلي موسم وي

ښكلي ګلان وي په لار

غرونه رغونه سمسور

غوږې وږمي د ګلو

باد له هر لوري راوړي

لكه د عطرو باران

په كومه دښته اوري

د غره لمن كې ګرځم

د شرشرې آواز مې

په غوګو ولګيږي

په كمره ودرېږم

يوخوا او بل خوا ګورم

پاس په يو ناو كې لږ بر

يوه شرشره د ابو

له بره ښكته لويږي

څه عجيبه شان ښكاري

د ګڼو ونو منځ كې

يوه منظره جوړه كړي

د مازديګر مهال وي

د لمر زرينې وړانګې

په څاڅكو ولګيږي

د ملغلرو په څير

په هوا وځليږي

ورته په فكر شم ډوب

په زړه كې و وايمه

څومره ښايسته دي خدايه

ستا د خلقت منظرې

 

           بديع الزمان هاشمي