اوباماوایې !
2010-02-17 01:42:20
اوباماوایې !
په خپلولوموکي راګیریم خلګوڅنګه وکړم
نورنه دچم نه دتدبیریم خلګوڅنګه وکړم
ضمیرمي مړدی روح مي تللی دی له تنه ځني
تش دکاغذپرمخ تصویریم خلګوڅنګه وکړم
ترخي صحنې دژوندانه نوري لیدلای نشم
اخته په غم یمه په ویریم خلګوڅنګه وکړم
موږچي لیدلي کوم خوبونه ووسم نه وختل
له خپله قومه اوس زهیریم خلګوڅنګه وکړم
نوروته اور،وروړوپه خپله پکي وسوځیږو
دیوبدبخته کورامیریم خلګوڅنګه وکړم
موږچي تړله پکښي لویه اوازاده نړۍ
بندپه هغه منحوس ځنځیریم خلګوڅنګه وکړم
دهلاکت کندي ته ولویدم ورکیږمه نور
روان پر ډیرغلط مسیریم خلګوڅنګه وکړم
ذاکرمهاجر