امریکا له ډاره د خلکو په منځ کې ډار خپروي
2009-10-04 01:01:41
د امریکې متحده ایالتونو دولت په افغانستان کې د خپلو ستراتیژیکو موخو په لاس ته راوړلو بوخت دی. امریکاییان د افغانستان د ودانولو او ثبات لپاره نه یوازې دا چې هېڅ راز علاقه مندي نلري، بلکه عمدا د فساد، بې ثباتۍ او لوټ اور ته لمن وهي. امریکایي پوځ په افغانستان کې له هېڅ راز جنایت څخه ډډه نه کوي.
دوی په دې پوهېږي، چې د دوی د انساني ضد سیاستونو په پایله کې به د افغانستان په خلکو کې هرو مرو د مقاومت او پاڅونونو لړۍ را منځ ته کېږي. دوی له د افغانستان د ولس عمومی پاڅون څخه خورا زیات بېرېږي، نو همدې ډار له کبله غواړي، چې د افغانستان په خلکو کې ډار خپور کړي. دوی په هم دې موخې جنګي جنایتکوونکي د افغانستان په خلکو ورتپي، کلي او بانډې پرته له دلیله بماروي او بې ګناه انسانان د بګرام او ګوانتانامو جېلونو ته بیایي.
امریکاییان غواړي، چې په ۲۰۱۱م میلادي کال کې، د افغانستان فضاته لویې سفینې راولي. دا سفینې، چې لویې کشتۍ ته ورته دي، ۷۵ متره اوږدې دي، کولای شي درې اونې په فضا کې پاتې شي او له شپږو زرو مترو څخه عکسونه او فلمونه واخلي. امریکاییان، چې دا سفینې له یوې خوا د پراختیا غوښتونکي سیاست له مخې د جاسوسۍ لپاره دلته راولي، له بلې خوا غواړي په خلکو کې داسې ډار خپور کړي، چې که چېرې څوک د دوی د جنایاتو پر ضد لاس په پاڅونونو پورې کړي، نو دوی به د هغو د ټکولو لپاره له هر راز پرمخ تللي تخنیک څخه کار واخلي.
دا سمه ده، چې د افغانستان خلک د همدې اشغالګرو د دسایسو په پایله کې لا یو شوي نه دي، او د سالم لارښود څخه محروم ساتل شوي، خو هره ورځ چې تېرېږي، خلکو ته وضع روښانېږي، او خلک څپل اصلي غلیم، چې د متحده ایالاتو دولت دی، پېژني او د ملي قوتونو ترمنځ د یوالي روحیه ورځ په ورځ پیاوړې کېږي او هغه ورځ به لرې نه وي، چې د افغانستان خلک خپل ملې اتلان له خپلو منځو څخه ډګر ته راوکاږي او د یوه سالم لارښود په رامنځ ته کېدو سره امریکاییان به هم د اسکندر، چنګېز، روس او انګرېز په برخه لیک اخته کړي.