دښاغلې انجنير محمد شفيق حقپال لنډ ژوند ليك

 دلوې اوبښونكي خداي په نامه

سريزه

 

په نړۍ کې خداى (ج) ډېرې زياتې ژبې پيدا کړي چې اوس مهال هم په زرهاووژبې شته خو هره ژبه ځانته ځانګړتياوې اوبېلابېل ادبيات لري کله چې ديوې ژبې ادبيات رامنځ ته کيږي نودهماغې ژبې دليکوالانودکوښښ په پايله کې منځ ته راځي ،اوژوندي پاتې کيږي شاعران دټولنې بچيان دي اوپه کومې ټولنې کې چې اوسيږي دهماغې ټولنې اوچاپېريال څخه الهام اخلي اودخپلې ټولنې ټول اړخونه کوم چې په ټولنه کې پيداکيږي دشعريانثر په ژبه انځوروي ،نولازمه ده چې دهرې ټولنې داديبانو او ليکوالانوادبي اثار خوندي پاتې شي اودورکېدومخنيوى يې وشي .

داچې هرمحصل له پوهنتون څخه دفراغت په وخت کې يوه موضوع ليکي چې نوموړې ليکنې ته مونوګراف وايي نوماته هم دخپل پوهنځي (ژبواوادبياتو)دادارې له خوادمحمد شفيق حقپال ژوند اوفن دليکلوموضوع راکړشوه چې اوس ستاسو قدرمنو په لاس کې ده.

مادښاغلي حقپال صاحب په ژوند اوفن باندې ترخپلې وسې کوښښ وکړ.چې په ښه ډول يې انځورکړم خوترکومه ځايه چې ددغې موضوع شننه اوسپړنه په کاروه هغومره به مې نه وي کړي ،ځکه دازما لومړۍ ليکنه ده، دغسې ليکنې ډېرې ضروري دي ځکه چې له يوې خوانه دليکوالانواوشاعرانواثارخوندي پاتې کيږي اوله بلې خوانه دنوموړې پيژندنه راتلونکي نسل ته اسانه وي.

په دې لیکنه کې لومړی ما دلیکوال اوشاعر دټاټوبی اودزوکړې دځای په هکله یو چې له نیکه مرغه زما دزوکړې ځای هم دی یوڅه معلومات وروکړی بیا می دده دزوکړی، زده کړې، اثارو او ځانګړونو په هکله لنډې خبرې کړې او دنوموړی دنثر او ژباړی په اړه مې کتنه اوشننه  ترسره کړې . ورپسې مې دده ښاغلي دشعر محتوااومنځپانګې ته دخپلې وسې دڅيړنې قلم ورنږدې کړى چې دغوايي اومه،دشاعرقلم،دکمونيزم سوغات،يادګار،يوه هيله اوافغانستان جوړوو اځينې نورې يي مهم عنوانونه دي.

دده شاعري دمحتوا اومنځپانګې له اړخه خورابډايه ځکه ده چې دې ټولنې ريښتنى انځورګر دى دشعردمحتوا پسې،دفورم له منځه شاعران ادبي ژانريزچوکاټ ته ورغورځول شوي چې  غزل دده په شاعرۍ کې ډېربارزدى خويوازې يې په ټاکلو فورمونوکې شاعري نه ده بلکه مثنوي ،رباعي ،مخمس،قصيده او....کې يې خپل دنظم نيلى ځغلولى.

ادبي فنون يې دليکنې مهمه برخه ده دفنونوپه هره برخه کې يې خپل شعرونه سينګارکړي خوماترې دګوتوپه شمارراخيستي دي. دغه راز زما لېکنه په یوې لنډې پای لیکنې سره خمتېری .

دیادولو بولم چې دګران ،عزتمندپه پښتواوپښتونولۍ مين دفکراوقلم څښتن اومجاهد استاد پوهنمل فضل ولي( ناګار)څخه ډېره مننه وکړم  چې په دې ليکنه کې يې له ما څخه هېڅ ډول علمي او اکاډميکه لارښوونه ونه سپموله ،له سترپرورګارڅخه ورته  قلم لا تاند او پياوړي غواړم اوورته دزیات عمر غوښتونکی یم  .

 

 

په درنښــــــت

                                    محمد ګل (همت)

دننګرها پوهنتون دژبو اوادبیا تو دپوهنځې دپښتو څانګې فارغ التحصیل

 

 

 

لومړى څپرکى

 

د لیکوال اوشاعر ټاټوبى:

مخکې له دې چې دلیکوال او شاعرپه پېژندنه اوژوند ليک په تفصيل سره خبرې وکړو بده به نه وي چې لمړى دشاعر په ټاټوبي او دهغه په جغرافيوي موقعيت څه لنډ ه  شانته رڼاواچوو.

دميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ هغه  سیمه ده چې محمد شفیق حقپال په کې زیږدلی  دغه ولسوالۍ دنوموړی ولایت  دمرکزميدان ښار لویديځ لورته د( ٨)کيلومترو په واټن کې پرته  ده چې مساحت یی (٤٨٠)کيلومتره ده له بحرڅخه (٢٢٠٠) متره لوړوالى لري (٣٤٢٢٠٠)درجوعرض البلد اود (٦٨٤٨٠٠) درجو طوالبلد ترمنځ واقع ده طبیعت دغې ولسوالۍ ته يوه طبعي ښکلاوربښلې ده چې شنو باغو رڼواوبواوښکلو ځنګلونوددې درې ښکلا يوپه دوه کړې ده.

دنرخ ولسولۍ شمال ته دجلريزولسوالي کابل ولايت لوديځ لورته يې دسيداباد چک او دايميرادو ولسوالۍ پرتې دي جنوب ته يې دسيداباد ولسوالي اولوګرولايت ختيځ ته يې دولايت مرکز( ميدان ښار)او کابل ولايت واقع دي ددغې ولسوالۍ دوګړوشمير دهغه تازه مالوماتوله مخې چې په نوموړي دره کې د برک افغانستان موسسی له لوری ترسره شوی داسې جوتيږي چې په دغه ولسوالۍ کې( ٩١٨٠٨) تنه اوسيږي خوزيات شميريې په بهرنيو هيوادونو کې هم دکډوالۍ شپې اوورځې تېروي .بايد يادونه وشي چې خلک يې ټول پښتانه دي اوپه پښتو ژبه خبرې کوي د نرخ په ولسوالۍ کې يولوى خوړ موجوددى چې لوى ښاخ يې له صد مردې اوځينې نورې وړې ښاخې يې له ا خچي توکرک اودادل نه اخسيتي دي.

صدمرده يوه ښکلي اوسمسوره دره ده چې دمڼو اونوروميوه لرونکوونو زيات باغونه لري دلته دژمي زياتې واورې اوريږي د پسرلي په موسم کې د لمر مستقيمې وړانګې په دغو هسکو او دنګو غرونو لږيږي او دواورې دويلې کېدو باعث ګرځي هغه سپينې اوبه چې په شور او څوږ سره زمزمې کوي په دغه خوړکې بهيږي ، چې شا وخواشنه اوسمسورباغونه دهمدې اوبو له برکته په ټول هيواد کې زيات شهرت لري . دنرخ ولسوالۍ په پنځو حوزو وېشل شوې ده ، چې دغه حوزې عبارت دي د شهاب الدين او بادام حوزه ، دکريمدادوحوزه ، د دادل حوزه ، د عمرخېلو او صدمردې حوزه ، د توکرک ، دخرقې او اقجي حوزه .

د دغې لويې او پرا خې ولسوالۍ مشهور کلي په دې ډول دي د لويځ څخه مخ په ختيځ صدمرده ، چینځايي ، توکرک ، اقچى ، ده خرقه ، عمرخېل ، دادل ، خانجان خېل ، کريمداد ، قول ميردل ، ده حيات ، کانعزت ، ده مسلم ، دشاغاصي کلا ، شهاب الدين شاکا بلونه، درانى ، بادام ،تيتمور اوداسې نور . ..

دغه راز دنرخ ولسوالۍ په پيل کې د شاه غاسي کلا واقع ده چې په يوه پښتو سندره کې يې هم يادونه شوې ده چې ( شا عبدالرحمنه زوروره دشاغاسي کلا دې ولې ورانوله شاه یی عبدالرحمنه )

دغه راز مشهور زيارتونه چې په دغه ولسوالۍ کې شته او خلک دعقيدې له مخې هلته ورځي او زيارت يې کوي له هغې جملې څخه دخواجه بلند ولي زيارت ، دبوم زيارت ، د خواجه صاحب زيارت ، د خواجه صبرولي زيارت ، د ترخې زيارت ، د چهل ګزي بابا زيارت ، دنزغک زيارت ، دسلطان خېلوزيارت ، د صوفي صاحب زيارت او ځينې نور زيارتونه شته چې سیمه یز خلک هلته ورځی او خپلی څانګړې غوښتنې لری ، پخوا به ښځې ورتلې اودغه زيارتونه به يې تودول اوشمعې به يې پکې لږولې خواوس خلکو دغه دود اورواج پريښى دى اويواځې زيارت يې کوي .

دنرخ دولسوالۍ مشهور غرونه عبارت دي له خواجه بلند ولي دوې لوړې څوکې پراته يودبل خواته غرونه دالغتا تاريخي غونډۍ ، توره غونډۍ ، داقچي غر د توکرک غر ، تورغر او د دادل دپرتو غرونولړۍ .

هغه غيرتي ، بااحساسه او د قوي عزم لرونکي اولسونه چې په دغه ولسوالۍ کې اوسيږي له دغو پښتنی  قومونو نه جوړشوي دي چې دپښتنو دغټ قام غلځیو پوری تعلق لری  : امرخيل ، پياروخېل ، اسمعيل خېل ، هوتک ، عمرخېل ، پاينده خېل، خروټي ، شاهي خېل ، اندړ ، وردګ ، اخندزاده خیل او داسې نور ...

 دنرخ دولسوالۍ اړوند ځوانان دلوبو سره دهغو له ډلې نه  دواليبال ، ډبره اچونې ، لا مبو وهلو ، ځغاستې ، نښې ویشتلو ، غیږ نیونې ، بایسکیل ځغلونې ، داندام ښکلا مینه لری او اکثره کوچنيان يې ټوپ ډنډه  او خوسي کوی  . دنرخ اوسيدونکي  زړه ور  په اسلام او وطن مين خلک دي چې په هر وخت کې يې دوطن دخپلواکۍ  او فرهنګ ساتلو د پاره نه هيريدونکې هلې ځلې کړي اوپه دې لار کې یی قربانۍ ورکړی دي همدارنګه د دې سیمی  وګړي د ډېر پخوا راهيسې د علم او ادب سره ډېر مينه لري  او اوچت پوهان لکه  دکرهڼې پخوانى وزير ډاکتر عبدالوکيل دهيواد ستر خدمتګار یی ټولنې ته وړاندې کړی چی دکرنې په برخه کی خدمتونه یی نړیوال شهرت لری  ده چې ده نه يواځې ميدان ښار يا نرخ ته خدمت کړى دمڼو او نو رو ميوو لرونکو ونو بوټي يې دلته کرلې بلکې د هيواد په هره برخه کې يې نه هيريدونکي خدمتونه کړي دي اونوم يې د تاريخ په پاڼو کې په زرينو کر ښو ليکل شوي دي لکه چې مخکې مويادونه وکړددغې ولسوالۍ وګړي زيات باسواده دي يوعلت يې دادۍ چې دښوونځیو شمېر  پکې ډیر دی  او بل داچې زيا ت علمي کدرونه لري هغه لېسې چې دنرخ په ولسوالۍ کې موجودې دي په دې ډول دي : دحضرت خالد بن وليد لېسه ، د ډاکتر عبدالوکيل لېسه ، د شهيد صا بريار لېسه ، د بي بي فاطمة زهرالېسه ، د دراني لېسه ، دشهاب الدين لېسه ، د موسى شهيد لېسه ، د قاضي ګل محمد لېسه او يو شمېر زياتې متوسطې هم پکې فعالې دي .

دغه ولسوالي زياتې حاصلخېزې ځمکې لري زراعتي پيداوار يې ډېر ښه کيفيت لري چې دهغې جملې نه يې يو هم مڼې دي چې دهيواد بيلو بيلو برخو او دهيواد نه بهرته په زياته کچه لېږدول کېږی  . غنم ، جوار اوربشې ، نخود ، لوبيا ، کچا لو او ځينې نور شيان هم پکې په ډير ښه کيفيت سره توليد ېږی.

دمیدان وردګو ولایت دنرخ ولسوالۍ په منځنۍ برخه کې د کريمدادو قريه موقیعت لری  چې ددغې قريې او سيدونکي د علم او سواد له پلوه رسيدلي دي او نسبت ډیر و سیمو ته  پوره کدرونه لري چې هم دهیواد په دننه اوهم بهر کې میشت دی د کريمدادو قریی  سوېل  لوری ته يو کلى واقع دى چې محمد شفیق حقپال هلته زوکړه پکې کړی اونوم یی  مارخانه دی  دغه کوچنى کلى دغرونو په مینځ کې واقع دى چې لویديځ ته يې د خواجه بلند با با غرونه ، سويل ته يې د با دام غرونه ، ختيځ ته يې د ده مسلم غرونه او شمال لورته يې دکريمدادو نورکلی  پراته دي د دغه ښکلي او سمسور کلي له ځانګړنو نه يو داده چې د نرخ دولسوالۍ دوه جګ غرونه چې د دوو زيارتونو (يويې دلوى خواجه بلند ولي اوبل يې د کوچني خواجه بلند ولي په نامه ياديږي ) په همدې کلي کې شتون لري .

دمارخانې خوړ چې دوه خاښې لري يوه يې دکو چيانوساحه او بله يې دحاجي غلام نقشبند چې اوس په حاجي نقشو پېژندل له کول نه سرچينه اخلي چې په پسرلي کې پرېمانه اوبه لري خو په اوړي اومني کې وچيږي . مارخانه د جهاد په وختونو کې د سوق الجيشي مو قعيت له مخې د مجاهدينو غټ مرکز وو ، چې دشهيد ديدار او نورو جهادي قومندانانو پوځي قومندانۍ او قرارګاوې په همدې کلي کې مو جودې وې او له دې ځايه يې په وحشي روسانو او کمونستانو کلک اونه هېرېدونکي ګوزارونه کړي دي .

په دې کلي کې درې قومونه اوسيږي چې عبارت دي له وردګ ، اندړ او امرخېل ، خو ځينې او سيدونکي د دې کلي دکوچيانو په شکل ژوند کوي چې په ژمي کې تو دو سيمو او په اوړي کې بېرته دلته راځي دمڼو ، زردلو او ځينو نورو ميو لرونکو ونو ښکلې او سمسورو باغونه لري .

 

زو کړه :

شاعر او ليکوال محمد شفيق (حقپال ) د حاجي محمد يو نس زوى د حاجي غلام نقشبند لمسى او دمحمد اعظم کړوسى دۍ چې په (١٣٤٤) هجري لمريز کال کې د ميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ د کريمدادو قريې د مارخانې په کلي کې په يوې عالمې روڼ اندې ، درنې او شريفې کورنۍ کې سترګې غړولي دي. غورنيکه يې انګريزانو سره د جهاد په دوران کې د غازي محمد جان خان اوامیر عبدالرحمن خان  په لښکرو کې فعاله ونډه درلوده چې نوم یی  محمداعظم خان کوټ او لدار (ولسوال ) و . حقپا ل په قوم وردګ او په وردګو کې مير خېل دى چې نيکونه يې له وردګونه ميدان ښارته راغلي او دلته  دنرخ په ولسوالۍ  کې مېشته شوي دي .

 

زده کړې او دندې:

محمد شفيق حقپال لمړنۍ زده کړې  دکابل دسپین کلی او دکريمدادودشهيد صابريار  په ښوونځیو کې کړي دي منځنۍ زده کړې يې بیاهم د کابل په سپين کلي لېسه کې ترسره کړي نورې لوړې زده کړي يې د کابل د تخنيکم د بريښنا په څانګه کې بشپړې کړي دي په ديني او فقهي برخه کې کافي مالومات لري ، اوپه دغه برخه کې يې هم زده کړې کړي دي .

په پښتو او دري ژبود شعر او نثر په برخه کې کومه ستونزه نه لري په دواړو ژبو يې ليکي د يپلوم يې د بريښنا په برخه کې په روسي ژبې اخيستى دى له روسي ژبې نه یی ژباړې کړی  په عربي ، انګريزي او اردو هم پو هيږي .

 دکا بل د تخنيک ثانوي په  ښوونځی کې یی  داستادۍ مقدسه دنده ترسره کړې ده همدارنګه د پېښورپه سيدجمال الدين او دميدان وردګو ولا يت دحضرت خا لدبن وليد په لېسو کې  د رياضياتو او فزيک په برخه کې دښوونکی په توګه دنده  په ډير ښه شان  ترسره کړې .

محمد شفيق حقپال نه يواځې استاد ، شاعر او ليکوال دى بلکې د مطبوعاتو په ډګر کې يې هم پوره ونډه اخيستې ده چې دهغې جملې دى د باختر اطلاعتي اژانس کې د سياسي مبصر په توګه اوپه راډيو افغانستان کې ديو تکړه پښتو ژبې  نطاق  په توګه ډیره موده دنده ترسره کړې.  دغه راز يې په زياتو کورنیو اوبهرنیو انستيتوتونو، موسسو او ادارو کې دندې ترسره کړي دي چې دهغې جملې نه د سولې او جګړې نړيوال انستيتوت ، دملګر و ملتونو پراختيا يي ادارې دافغانستان سره د مرستو دسمون ادارې او په يو شمېر نورو ملي او نړيوالو څانګو کې يې د خبريالۍ او ليکوالۍ په برخه کې کار کړى دى .

په  زرګونه مضمونونه  ، خبرونه ، رپوټونه ، تبصرې او شعرونه يې د هيواد په بيلا بيلو ورځپاڼو ، مجلو ، راډيو ، تلويزيو ن او ويب پاڼو کې په پښتو او دري ژبو خپاره شوي. دغه راز یی مضمونونه اورپوټونه په انګریزی ، جاپانی ، فارسی، عربی اونورو ژبو ژباړل شوی اوپه نړیوالو خپرونو کې نشر شوی دی اوپردی هغه وخت پوهیږی چی کله دمحمد شفیق حقپال نوم په انګریزی ژبه په انترنت کی سرچ کړو نو ډېر شمېر نړیوالې خپرونې به ووینو چې دنوموړی مضامین اورپوټونه کې خپاره شوی دی  . همدارنګه محمد شفيق (حقپال ) په هيواد کې دننه په زياتو مجلو ، جريدو ، اوونيزو او ورځپاڼو کې چې دهغې جملې نه د حقانيت جريده ، مصباح اونيزه ، سيرت اوونيزه ، دارادې ورځپاڼه ، نامه زندګي جريده ، د استقلال مجله ، هيواد ورځپاڼه ، انيس ورځپاڼه ارمان ورځپاڼه ، قلم جريده او داسې نورو کې يې دمسئول مدير،  چلونکي ، د پاڼې کتونکي ، اديټر او قلمي همکار په تو ګه  دنده ترسره کړې ده .

 

سيمينارونه او ورکشاپونه :

ښاغلي محمد شفيق حقپال نه يوازې په هيواد کې دننه په سيمينارونو او ورکشاپونو کې برخه اخيستې ده. بلکې د هيواد نه بهر يې هم سفرونه کړي اوپه سيميناروکې يې برخه اخيستې ده چې دهغې جملې نه په انګلستان کې(s.o.a.s) پوهنتون داسيايي او افريقايي معلوماتو دڅېړنو د مرکز له خوا بلل شوى و او د افغانستان د مطبو عاتو په هکله يې په دغه سيمينار کې وینا کړې  ده چې وینا یی اوس هم دنومړی پوهنتون په ویب پاڼه کې موجوده ده .

همدارنګه په هغه سيمينار کې يې برخه اخيستې او وينا يې کړې چې د هند د حيدرآباد په ښارکې د افغانستان د مطبو عاتو په هکله جوړشوي وو .

دغه راز يې ايران ، پاکستان ، هند، انګلستان ، قطر ، اذربايجان او عربي متحده اماراتو ته سفرونه کړي دي .

په هيواد کې دننه يې هم په زياتو سيمينارونو او ورکشاپونو کې برخه اخيستې ده او وينا وي يې کړي دي چې دهغې جملې نه د B.B.C راډيو د g.t.z موسسې او ايشا فو نډ يشن ورکشاپونه  دی چې ده برخه کې اخیستې، د اطلاعاتواوکلتوروزارت په زياتو ورکشاپو نو او سيمينا رو نو کې يې هم ګډون  کړى دى .

اوس مها ل ښاغلى محمد شفيق ( حقپال ) زياتره تحليلي مقالې او تبصرې ليکي په ژباړه کې پوره مهارت لري او ښه ژباړونکى دى .

 

  

 

دوهم څپرکى

 

دمحمد شفيق حقپال اثار

الف : چاپ شوي اثار

١-دهيلو غوټۍ : شعري ټولګه

٢- پر اروايي ستونزو برى تاليف

٣- اعجاز القران ژباړه

٤- اوسنى عصر تاليف

٥- دوه کتاوبونه يې د بريښنا په برخه کې تاليف کړي چې اوس پخوا د کابل د تخنيک ثانوی په ښوونځی کې  لوستل کيدل.

ب : ناچاپه اثار

١- حقانيت اسلام تاليف

 

دمحمد شفيق حقپال نثر ته لنډه کتنه :

ښاغلى محمد شفيق حقپال که  په نثر کې لوى لاس لري اودپوخ قلم خاوند دى يوه موضوع په داسې ښکلواورنګينوالفاظورااخلي اودلوستونکومخې ته يې ږدي ته به وايې چې کټ مټ يې دده له خولې اوري او لوستونکي دې ته هڅوي چې ترپايه په موضوع کې ورسره پاتې شي نثريې روانې جملې لري لنډې اوښکلې تشبيګانې  يې کې کارولي اوپه لوستونکو ښه لګيږي که چېرته دکمې سويې شاګرديې هم ولولي ډېرژرمطلب ترې اخيستلي شي اوپوښتنې ته يې ضرورت نه پيداکيږي دښاغلي حقپال زياتره نثرونه داجتماع انځورده دټولنې اوچاپيريال ترجماني کوي اودټولنې ستونزې منعکسوي چې غوره بېلګه يې په اروايې ستونزوبري په نامه کتاب دی ، او ماهم غوره و ګڼله چې د ده پراروايي ستونزو بري کتاب باندې څه رڼا واچوم دغه کتاب په( ١٣٨٥ )لمريز کال د دانش خپرندويه ټو لنې له خوانه ١٠٠٠ ټوکه چاپ شوي چې ١٢٢ مخونه لري .

ددغه کتاب عملي ارزښت خورازيات دي ځکه دا له ډیرو نادرو کتابونو څخه دی   چې داروا پوهنې په برخه کې په پښتو ژبه تالیف شوی چې له هرلوری  پکې مطالب په تفصيل سره راغلي دي په دې کتاب کې دقران کريم آيتونه د نبي کريم (ص) احاديث چې دکوم مشکل يا ستونزې د حل په باره کې ويل شوي دي ذکرشوي همدارنګه د اوسني ساينس له پلوه هم د ستونزو او مشکلاتو دحل لارې چارې پکې په ګوته شوي دي او دنړۍ د ځينو لويو پو هانو او عالمانو نظرونونه هم پکې راوړل شوی دی . لیکوال په دې رڼا اچوی

داچې انسان په خپل خلقت کې يو ضعيف مخلوق دى چې هميش په خپل ژوند کې له ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګريوان وي چې دغه مشکلات او ستونزې يې کله دومره حد ته ورسيږي چې دخپل ژوند له ورځنيو چارونه يې باسي اوپه زياتو افتونو اوستونزویی  اخته کوی ځينې خلک په مخدره موادو اخته شي او يونيم خولا ځان وژنې اويا نورو بدمرغیو ته مخه کوي .

هيڅ داسې ستونزه به نه وي چې د حل لاره ونه لري اوپه نړۍ کې به هم داسې څوک نه وي چې هغه دې مشکل ونه لري په هر حال ښاغلي محمد شفيق حقپال په خپل دغه کتاب کې دغو لاندې مهموموضوعګانو ته اشاره کړې ده او دهغو د حل لارې يې په ګوته کړي دي .

ستونزې اوغمونه له انساني ژوند سره تړلي وي.

ماشوم توب په ټول ژوند اغيزه لري.

له واده مخکې او وروسته ځينى ستونزې اودحل لارې

بې سببه غمجنتوب اوناکراري

ديوې مهمي ضايعې په وخت کې غم اوانديښنه

ديوازې توب احساس

زندان اوتبعيد

ښه اخلاق اونرم خوى خپل کړي

ريښتنى ايمان اوعقيده دبري اصلى لاملونه دي

هدف لرونکي انسان بريالى وي

نېشه یي توکيو او مخدراتوته مخه کول غم زياتوي

بې خوبي څه ډول له ځانه لرې کولاى شى

تل هيله من اوسى

لاس ترزنې يوې هيلې ته مه کيښنى يوڅه وکړئ

بي ځايه ډار اوويره له ځانه لرې کړى

دبې ګټو انديښنو غمونو اوستونزوڅخه دوتو لپاره يوشميرديني لارښووني

دارويي ستونزو درملني په اړوند دعباداتو اغيزه.

 

 

دنثر بېلګه

ماشومتوب په ټول ژوند اغېزه لري :

ډېرې ستونزې دماشومتوب نه انسانانوته په ميراث پاتې کيږي چې دماشومتوب د ژوند څرنګوالى دژوند تر پايه پرانسان اغيزمن وي څېړونکي او طبيبان داهم وايي کله چې ماشوم دمورپه نس کې وي هم د ده چاپيريال پرده اغيزه کوي او په دغه موده کې هغه څه چې پېښيږي آن دژوند ترپايه په هغه اغيزه لري ، او مورته تو صيه کوي چې کله يې ماشوم په نس کې وي نو ځان دې خوښ ساتي او له جنجالونو ، تاوتريخوالي ، اوچتو او غوږ،خوړونکو غږونو اونوروداسې کړنو او چاپيرياليزو پېښو نه دې ځان لرې وساتي چې په ماشوم بده اغيزه کوي طبيبان دخپلې خبرې د اثبات لپاره وايي هغه ماشوم چې د مور په نس کې خپله ګوته روي نوکله چې دنيا ته راشي دمور سينه ډېره ښه رودلى شي هغه ماشومان چې خپل ښى لاس روي اويا يې ډېر ښوروي نو روسته له پيدايښت نه هم هغه لاس کا روي ،که چېرې دمور په نس کې ماشوم په ناوړه جنجالي چا پيريال کې راغلي وي نو هغه اغېزې د ده د پيدايښت نه وروسته ه څرګندوي داسې ماشوم ډير ژاړي او دارامښت احساس به نه کوي او هغه ماشومان چې موريې ښه چاپېريال کې اوسيدلي وي نو ښه خوښ خنديدونکي ا و دښې روغتيا خاوندان به وي .

دغه راز وروسته له پيدايښت نه دماشوم چاپيريال د ده په راتلونکي ژوند ژورې اغېزې لري له بده مرغه زمونږ  په ټولنه کې چې دکورنۍ او ټولنيزژوند له هغې ډلې نه مدرسې او ښوونځۍ ته ښه پاملرنه نه ده شوې او په ډېرو کورنيو کې داسې خصوصيات موجود دي چې له خپلو ماشومانو سره دبد چلند له امله دهغه بدې اغېزې تر ډېرې کچې په ماشومانو کې پاتې کيږي .

که چېرې دژوند په لومړيو پړاونو يعني ماشومتوب او ځوانۍ کې مور او پلار دخپلو ماشومانو روزنې اوله هغوى سره چلند ته پاملرنه وکړي نو کله چې هغوى لويان شي سالم خوښ اوبا نشا طه کسان به ترې جوړشی ، اوراتلونكى ژوند به يې په خوښيوکې تېريږي اوکه چېرې ماشوم دمور اوپلار يامشرانو له لو رې په ماشومتوب کې ځورول کيږي غلطواو نامناسبو کارونو ته هڅول کيږي نوهغه ماشوم مغموم او اندېښمن منځ ته راځي چې که په ايمان ، عقيدې ،مطالعې ،تلقين اوتمرين سره يې غم ونه خوړل شي دژوند ترپايه به وکړيږي .

يو اېټالوي ډاکټر لينو فرياني وايې : شل کاله مې دماشومانو دارواپوهنې په هکله مطا لعه وکړه په پاى کې په دې پوه شوم چې اتيا په سلوکې خلک چې ډاريږي اوياهم بې زړه دي ،که چېرې په ماشومتوب کې يې د ډاډ ګيرنې درس اخيستى واى د ډارپه دې بلابه هېڅکله نه واى اخته شوي .

څېړنوښوولې چې په بېرته پاتې هېوادونو کې ، هلته چې منطق دماشومانوپه وړاندې نه کارول کيږي نو ډېره اسانه لاره دماشومانووهل اوپه هغوي غوسه کول دي مشران که له يوې خواپه يوه څپېړه ياپه غوسه اوقهرماشوم يوکارته اړباسي ،خوله بله پلو ه دماشوم پرراتلونکي ژوند باندې ډېره بده اغېزه اچوي ، دايوه ستره گڼاه ده که وغواړو چې زموږ ماشومان په راتلونکي کې سوکاله اوله خوښيوډک ژوند ولري ،اوهم موخپلې ټولنې ته سالم کسان وړاندي کړي وي په لومړي ګام کې بايددکورني تاوتريخوالي سره مبارزه وکړو ، ځکه تاوتريخوالى له بده مرغه په افغاني ټولنه کې زيات دى ، کله چې ماشوم وهل کيږي خپل هغه کارته فکرنه کوي چې کړي يې دي بلکه هغه څه ته فکر کوي چې ولې توهين شوي اووهل شوي دي .

ارواپوهان وايي چې که چېرې دکورنۍ دمشرانو له لوري تاوتريخوالي دټولې کورنۍ صميميت اومحبت له منځه وړي په ماشومانو کې ډار،اندېښنه دشپې له خوا په خوب ځاى کې ادرار اوروحي ناانډولي دکورنۍ د تاوتريخوالي اغېزمن علايم دي .

خوهغه څه چې دارزښت وړدي هغه پرماشوم باندې دتاوتريخوالي اوږ دمهاله اغېزې دي .

په ځان باندې نه باور ،شرم کونکي،تېري کونکي ،خشيم اوازارورکونکي ترې جوړيږي اوهم به له خپلوماشومانو سره له تاوتريخوالى ډک عمل کوي

 ا وهغوى به زوروي . تاوتريخوالي يودا سې عمل اوغبرګون دى چې انسان يې دپېښوپروړاندې څرګندوي چې بيا ناسم غبرګون ده ته نورې ستونزې زېږولى شي .

که په کورنۍ کې منطق حاکم وي کولاى شو ډېرکړکېچونه اداره کړو هلته چې په کورنۍ کې روزنېزه علمي اومنطقي رويه نه وي نوخامخا به هلته تاوتريخوالى حاکم وي ماشوم له مور او پلاراومشرنه زده کوي چې څه ډول کړنې ترسره کوي .

موراوپلارماشوم ته ښـيي چې که چاه ددوى دغوښتنې مطا بق کوم ښه کارترسره نه کړو نوييايې وهي اويا پرې قهريږي ماشوم دغه پيغام په خپل ذهن کې ساتې اوکله چې غټيږي داکړنه دده دژوند عادت ګرځي دغه رازماشوم کله چې غټ شي نودماشووالي له ترخوډک تصويريې يوځل بيا په سترګوکې ورګرځي ،نوهره کړنه چې ترسره کوي په هغه کې ديوډول ډاراحساس کوي اوپه ‌ذهن کې ورته هرخپل کړى کاربد اوخلکوته نه منونکي برېښي ،نوهمداعلت ده چې دده راتلونکى شخصيت ډارن ، بېهوده ، غمجن اوله ناهيليتوب نه ډک وي .

که چېري دکومې پېښې په وړاندې وغواړي غبرګون وښيي نو هغه هم له تاوتريخوالي نه ډک وي ولې دى له ځانه سره په عادتي ډول داسې انګېري کله چې ماشوم وم نوزما ډېرنږدې کسانولکه مور،پلار ،مشرورور.... پرما قهرېدل نودده اوسني مشران لکه ددفترامر دکارچارواکې ،قومندان اودهرې پېښې نه چې هلته د چا له ګواښ سره مخ وي ډاريږي .

څېړنوښودلې چې ٩٩په سلو کې هغه ما شومان چې په کورنۍ کې يې تاوتريخوالى وي په خپله ډېرغوسه ناک اوله تاوتريخوالي نه ډک وي.

اتيا په سلو کې هغه کسان چې ځان وژنې کوي ٩٠په سلوکې هغه کسان دي چې مخدره توکي کاروي په ماشومتوب کې يې له تاوتريخوالي ډک ژوند تېرکړى وي

په اسلام کې دما شوم پرښې روزنې اودهغه په نه تحقير،دهغه پرتحصين اوله هغه سره په محبت باندې ډېرتاکيد شوى ماشومان له بلو غه مخکې له ډېرو ديني فرايضو نه معاف شوي ،په ماشوم بايد ښه نوم کېښودل شي چې دى بيا په لويوالي کې پرې ونه شرميږي دحضرت محمد ص ماشومان ډېرخوښېدل اوهغوي به يې ډېرنازول، ان داچې ؛ دخپل کوچني زوى په مړينه کې يې اوښکې له سترګوجاري شوې اوله امام حسن اوحسين سره خوبه يې تل لوبې کولې ، دغه رازداسلام سپيېڅلي دين دماشومانو،او په تېره بيا دنجونو ژوندي خښول منع کړل .حضرت علي رض عنه فرمايې (چې ماشوم دخداى ج امانت دى خداى امانت ته پرته دخداى له حکمه لاس نه غزيږي ) .

په اوسنۍ نړۍ کې چې پوهې پرمختګ کړى ،په تېره بيا په پرمخ تللوټولنوکې دماشومانو حقونوته زيات درناوي کيږي او ان ځانګړي قوانين وضع شوي دي ، له ماشومانو سره کټ مټ دلويانو غوندې چلند کيږي ، دماشومانودروزنې لپاره هم دولت اوهم کورنۍ ډېرمصرف اوزحمت پر غاړه با ندې اخلي ځکه دوي پوه شوي چې بايد همداسې وکړي چې په پايله کې يې ټولنې پر مختګ کوي اوراتلونکى نسل يې دخوښۍ ژوند تېرکړي له همدې امله چې له اقتصادي اړخه ېه پرمختللو ټولنوکې هره کورنۍ يو يادوه ماشومان پيداکوي ،اودنفوسوله اړخه کوچوني دي خوپرمختګ ،پو هې اودخلکو جرأت يې ډېر اوچت وي اوډېر بېرته پاتې هېوادونه يې په مستقيم يا غېرمستقيم ډول ترخپلې ولکې لاندې راوستي .

او داهم سمه خبره ده چې په ځينودغو پرمختللوټولنوکې روحې رنځ ،ځان وژنې اعتماد اونورې ستونځې ډېرې دي چې ددهغوعواملو دمعنوي تاکيد ځاى نه درلودل اوله حقيقي عقيدې نه دخلکولرې والي دى نه په ماشومتوب کې له دوى سره بدچلند ، که چيرې زموږپه ټولنه کې دماشوم رواني اوجسمي کړول همداسې په کورنۍ ،ښونځی اومدرسه کې دوام ولري نوپه راتلونکي کې به ښه اوروغ کسان ونه لرو .

داهم يوواقعيت دى چې هېڅ داسې کورنۍ نشته چې هلته ستونزې نه وي ان په ډېروښوکورنيو کې هم ستونزې راولاړيږي اومشران کله نا کله يو له بل سره بحث اوجنجال کوي خوسمه لاره دا ده چې په دا ډول بحثونواومخالفتونو کې د کورنۍ غړي بايد يودبل نيمګړتياوې يوبل ته ورپه ګوته کړي اودهغو د  له منځه وړلو لارې ولټوي نه چې وهل،ټکول وکړي اوترډېرې مودې ددښمنۍ فضا په کورنۍ کې حاکمه وي خپل کورني ژوند ته ډېر پام وکړی ځينې کسان ليدل کيږي چې کله کورته راشي نوپه هرڅه نيوکه کو ي ،که چېرې يې له کوره دباندې خوندور خواړه خوړلي وي نودخپلې کورودانې په خوړو نيوکه کوي او هغه خوندورنه بولي ،دکورپرصفايۍ نيوکه کوي پرماشومانو غوسه کيږي هغوى وهل ټکول کوي اوپه زوره چغې وهي لنډه داچې په هرڅه نيوکه کوي اوله دې سره دکور نورغړي هم غمجنوي اوددې پرځاى چې هغوى ته خوښي ورکړي غم ورکوي دکورغړي هم له هغه نه بيا کرکه کو ي ، اودرناوى هم نه ورته کو ي هغه بدظاهروي او پردي خوښ وي چې دې تل له کوره دباندې وي څوک چې داډول عادت لري بايد له ځانه ستړيالرې، خوـښ اودخلاص وچولي خاوند و اوسي اوپردي دي يقين وکړي چې هيڅ ځاى زما تر کوره ښه نه دى سره له دې چې کور يي کوچني يابې وزلى دى .

ماشومان په ځينو وختونو کې تهديد ته هم اړتيا لري اوکله نا کله دماشوم دوهلو اړتياهم پېښيږي ،څرنګه چې ان،شريعت په ځينو وختونو کې دبېلګې په ډول که ماشوم وروسته له ډېرټينګاره لمونځ ونه کړی  يالوست ونه لولي او د وهلو اجازه يې ورکړې خوداوهل اوقهرماشوم سمو اعمالوته راکاږي خوالبته داوهل هم هغه ډول نه دي چې ماشوم ډېرپرې خوږشي بلکې که نورې اغېزمنې لارې نه وي بيادې کارته اجازه شوې خوبايدپام وشي چې دماشوم شخصيت بېرته اعاده  شي او پرې نه ښودل شي چې دغه غوسه يا وهل دده په رواني حالت بده اغيزه وکړي چې د ستونزو په وخت کې مثلاً که ماشوم درس نه لولي يا دشپې لخواپه ځاى کې ادرار کوي يا هم کومه بله ستونزه مو جوده وي دکورنۍ مشرانو ته په کار ده چې پدې وخت کې له ډاکترانو ،ارواپوهانو او متخصيصنو سره مشوره وکړي.

له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې د ماشوم وهل ټکول هم په کورنۍ هم په مدرسه او په جومات کې بېخي يو عادي عادت شوى او ان چې مور او پلار کله چې ماشوم يې معلم يا ملا امام له خوا وو هل شي پرې خوښيږي چې ګواکې داښه ملا يا معلم دى حال داچې هغه ملا ياښوونکی يا دکورنۍ مشر اصلا ډېره اسانه لار ځانته غوره کړي په داسې حال کې که چېرې لږزحمت  ځان ته ورکړي نوډېرې ستونزې به په دې اړوند راکمې کړای شی . نورې چارې هم شته چې ماشوم هم درس ولولي او هم د ښو کارو نو په لور و بلل شي مشران بايد په دې پوشي هغه ماشومان چې دوى يې وهي او له دوى سره بد چلند کوي هغه به په راتلونکي کې ډارن له اندېښنو ډک خشن ، وسواسې ، له شرمه ډک ، غوسه ناک ، دروغجن غله او بد کاره مينځ ته راځي .

خپلو ماشومانوته زده کړۍچې له ښو خلکو نه پيروي وکړي . بايد له ماشومتوب نه دوى ته د ديني وجيبو د پرځاى کولو درس ورکړل شي .

 

 لنډه داچې د دې کتاب لوستل ضروري دي او هر څوک يې چې په درست ډول سره ولولي او عمل پرې وکړي نو انشا الله چې دژوند په هر ډګر کې به له ستونزو او مشکلاتو څخه خلاص وي او کومه ستونزه به نه ورته پيداکيږي

خو صوصاً ځوانانو ته خو يې لوستل ډېر ضروري په دې دي چې اينده دې دوى په لاس کې ده دوى به سبا پلرونه وي دکور او کورنۍ مشکلات ورپه غاړه کيږي .

دغه نثر په روانه اوساده ژبه ليکل شوى دى پردى لغات دومره نشته پکې لوستونکي په اسانۍ سره مفهوم ترې اخيستلي شي اوپه داسې موضوع ګانو با ندې يې رڼا اچولې ده چې هېڅوک ورځينې خلاص نه دي اوهرانسان له پيدايښت نه تر مرګه پورې له دغو ستونزواو مشکلاتو سره لاس اوګرېوان وي.

 

 

ښاغلى محمد شفيق ديو ژباړونکي په توګه :

خداى( ج) انسانانو ته قسم په قسم استعدادونه ورکړي دي چا ته يوقسم او چاته بل قسم محمد شفيق حقپال ته هم خداى داسې استعدادونه ورپه برخه کړې دې سره ددې چې تکړه شاعراو ليکوال دى ،خوترڅنک يې ښه ژباړونکى هم دى کوم کتاب چې ښاغلي حقپال ژباړلى دى اعجازالقران نو ميږي چې هارون يحى په انګريزي ژبه ليکلي ډاکټرفريداسمند دري ته ژباړلي ده اوښاغلي حقپال پښتوته راژباړلى دى نوموړي کتاب کې حقپا ل له پوره مهارت نه کاراخيستى اود ژباړلې ټول اصول يې پکې مراعت کړي دي او څوک نه پرې پو هيږي چې ګوندې دادې ژباړل شوى وي .

داعجازالقران ژباړه په( ١٣٨٧هـ کال کې دا انتشارات باختر له خوا نه چې ١٥٧ مخونه لري په کابل کې له چاپه راوتلې .پدې کتاب کې خورا مهمې موضوګانې ،اوترڅنګ يې دشیانو  دخلقت په هکله دقران کريم داثبات دلايل راوړل شوي چې دنمونې په توګه يې دځينو سرلیکونو يادونه دلته اړينه بولواورا اخلويې :

دقران کريم عملي معجزې

دکايناتويا دنړۍ پيدايښت

دځمکې شـــــــــــــــــــــکل

دغرونو خوځښــــــــــــــــــــــــــــــــــــتونه

دلمرختو او پرېوتــــــو بېلابېل ځايونه

دپطرولو جوړښـــــــــــــــــــــــــــــــــت

دږلۍ ،تالندې او برېښنا جوړېدل

دشيدوجوړښت

دګوتې دنښې له مخې پېـــــــــــــــــــــــژند نـــــــــه

دملخــــــــــــــــــــــــــــــانو ډلې

دفرعون دبدن ساتنه ،

په قران کريم کې درياضي معجزې

په قران کريم کې دابجدوشمېر

دادبياتوله اړخه دقران کريم کمال دقران کريم دتقليدناشونتيا

په قران کريم کې دقافيوعالى ماهيت

 

دغه راز په دې کتاب کې نورې  ډېرې په زړه پورې موضو ګانې شته چې دلته دموضو ع دتنوع له وېرې ترې ډ ډه کوو .ځکه چې قران کريم هغه سپېڅلي الهي کلام دي چې دنړۍ دټولو اشياو دپيدايښت ذکرپکې شوى دى ، هغه څه چې څوارلس سوه کا له دمخه يې يادونه الله ج دخپل استازي په ذرېعه بشرته رالېږلې وه ، چې ننى ساينس او تکنالوژي يې اوس اوس په حقيقت اوريښتنولي شاهدي ورکو ي اوښه پرې پوهيږي چې دادبشر له توانه وتلى کار دى اودغه نظام دالله تعالى دى اوبس خوبيايې هم دکفر تورمهر په زړه لږېدلى دحق څخه منکر اوپه حقيقت سترګې پټوي.

 

 

دښاغلي حقپال د ژباړې يوه بېلګه :

په قران کريم کې دقا فيوعالي ماهيت

دقرانکريم تقليد ناشونى د ى ،سره ددې چې عربي دى ولې د موروجوعربي بيانونو ډول یې په کار نه دې وړي .قافيه داډول په قرآن کريم کې کارول شوې ده چې دقافې لرونکى نثر په نامه يادشوى او دهغو د کارونې ډول دژبو پېژندونکو له لوري يوه معجزه ګڼل شوې .

پروفيسور عادل عباس يووتلى انګريزي ساينس پوه د قرآن کريم په قافيو او تورو ډېرې څېړنې ترسره کړي هغه ډېر حيرانوونکي حقيقتونه د قرآن کريم په هکله په خپل کتاب کې چې د ساينس معجزې نوميږي يا دې کړي دي .

څه ډول چې څرګنده ده د قران کريم ٢٩ سورې په مقطعاتو پيل شوي چې ټول څوارلس توري دي . ا ، ص ، ط ، ح ، ى ، س، ق، ل، م ، ک ، ع، ن، ر، ه له دې ډلې نه که دې نون توري مطالعه کړو د قلم په سوره کې ٨.٨٨ % ايتونه دالشعراپه سوره کې %٨٤.٦ ايتونه دالنمل په سوره کې %٩٠.٣٢ ايتونه او دالقصص په سوره کې%٥٠.٥٨ ايتونه دنون په سوري قافيه شوي ټول ټال د قرآن کريم له نيما يي نه ډېر ايتونه چې قافيه يې په نون سره تړل شوي چې د دنيا په هيڅ يوه ژبه کې او هيڅ کتاب کې داشونې نه ده چې له نيمايي نه ډېر کتاب دي په نون سره مقفى شوي وي .

که د قرآن قافېی په ټوليز ډول مطالعه کړو مونږوينو چې اتيا په سلو کې د هغوى يواځې په درې غږونو يعني الف ، ميم ، اونون چې ا ، م ، ن، ي ، نه جوړ شوي او که نون ترې ويستل شي نو ٣٠ په سلو کې ايتونه په م ، ا  او ى باندې مقفې شوي .ديوه اوږده قافيه لرونکي نثر جوړول چې له دوونه تر درې زرو پورې کرښې له لږ شمير غږونو سره قافيه شوي وي د عالي کيفيت نښانه ده او کافي ده چې دادبي ډېرو او چتو بېلګو اتل وپيژندل شي .

دقرآن کريم اوږدو خبر ته په پام سره دغه قافيه تړل ډېر خارق العا ده کاردى . قرآن کريم په حقيقت کې  بېلا بېلو معلوماتو  لکه دينيات ، اخلاقيات ، عبرت ، دالله ج د پيغمبرانو پيغامونه ، ساينس ، تاريخ اونوروکې رڼا اچوی  خوداسره له دې چې ډېر روان بيان لري په قا فيه لرونکي او ښکلي ډول راوړل شوي .

هيڅ ډول انساني هڅه نه شي کولاى چې ټول دغه ډول معلومات په څو قافيو کې سره راټول کړي نو د حيرانتيا ځاى نه دى چې د عربي ژبو پيژندونکو د قرآن کريم تقليد ناشونى بللى .

   

 درېيم څپرکى

 

دمحمد شفيق حقپال شاعرۍ ته لنډه کتنه

 :

شاعري دخداى تعالى (ج) مهر باني او لورينه ده چې په ځينو ځينو انسانانو يې دغه پېرزو ينه او لورينه وي دغه انسانان بيا د فکري قوت او ځيرکتيا نه خداى (ج) بر خمن کړي وي هر شي ته په درنده سترګه ګوري .

وايي چې مينه او ښکلا هر څوک پېژني او خوښوي يې ، خو شاعر يې په هغه نوم پېژني چې عادي انسا نان يې نه پېژني .

په دنيا کې ټول انسانان د مشکلاتو او ستونزو سره مخا مخ کيږي او ټول دخپلو ستونزو د حل لپاره کوښښ کوي او دا غواړي چې خپل نظريات په ښه شان خلکو ته وړاندې کړي ، خو ټول انسانان داسې استعداد او توان نه لري دغه توان او استعداد يوازې او يوازې د شاعرانو سره موجود وي .

د دوى ذهنونه ډېرپياوړي وي خپل نظريات خلکوته په ډيراسانه انتقالوي او دخپل زړه خبره نورو ته د شعر په ژبه وړاندې کوي .

يو شاعر وايي (شعر د شاعرد ذهن ترجماني کوي ).

نو ښاغلي حقپال باندې هم پاک خداى (ج) داپیرزوينه اولورېنه کړې ده او دتخيل فضيلت يې ور کړى دى . حقپال د شعر او شاعرۍ سره له پخوانه زياته مينه درلودله لمړى شعر نه  يې کله چې پيل کړي او د شعر ليکلو خواته يې مخه شوه د ښوونځۍ په لسم ټولګی کې وو . دشعر په برخه کې دى کوم استاد او لار ښود نه لري د کتابونو او مجلو د لوستلونه يې زده کړه کړې ده خو سره د دې چې ده غښتلې شاعري کړې ان تردې چې په ځينو برخويې عادي وګړي نه پو هيږي خو بيا هم دى ځان شاعر نه بولي او وايي چې زه شاعر نه يم يواځې د دغې لارې نه مې دخپل زړه بړاس ويستلى اودټولنې دردونه اوناخوالې مې دشعرپه ژبه وګړوته وړاندې کړي دي .لکه چې داعتراف په ډول  

 

 وايي :

چې شهيد انو پرې ورکړي دى سر

داوطن دين د دپيغــــمبر غواړي

حقپاله مه وايه شاعر شـــولې ته

يوازې شوق نه دى هـــنر غواړي

 

دى نه يواځې په پښتو ژبه شعر ليکي بلکې په دري ژبه يې هم شاعري کړې ده شعرونه يې زيات انقلابي او تصوفي رنګ لري په خپلو اشعارو کې يې له زيات دقت نه کارا خيستى دى اوزيات کوښښ يې د شعر معنا ته کړي او هغه يې غوره ګڼلې نظر دشعر هنري جوړښت ته زيات شعرونه يې د انقلاب له ترخې څپېړې لاندې را غلي او دانقلاب په دوران کې بې درکه شوي هم د ي . دحقپال له شعرونو څخه داسې مالوميږي چې دوطن په ورانۍ درديدلي دى دورورولۍ ، اتحاد او اتفاق غوښتوکى دى دحق پلوى انتقاديې ښه په ښکاره څرګند کړى..همدارنګه په زياتو مشاعرو کې يې برخه اخيستې ده چې ځينو شعرونو يې په خپل وار سره جايزې هم درلودې .ښاغلى حقپا ل يوه شعريي ټولګه لري چې د هيلو غوټۍ په نامه سره ياديږي .

 

دحقپال په شعرونوکې ادبي صنعتونه

په ټولنه کې ډېرشاعران شته داسې شاعران هم پيداکيږي چې عام خلک ورسره مينه اوعلاقه لري خوزيات شمير داسې شاعران هم شته چې په شعرکې يې موضوع نه وي معلومه يادشعر ژبه يې د عامې محاورې سره توپيرلري .ياشعر يې بې وزنه وي يعني وزن قافيه اورديف يې سم نه وي اوددې باعث ګرځي چې اوريدنکي ورسره دلچسپي نه ښيې اوهم په چا ښه نه لګيږي خودحقپال په شاعرى کې داسې رنګينه سادګي اوخوند شته چې دخلکو زړونه پرې راخپل کړي اوبله داچې دنوموړي شعرونه دوزن اوقا فې په لحاظ دنوروشاعرانو څخه کم نه دي اوپه تول پوره ختلي دي.

ددې ترڅنګ دده دې شاعرى بل ښه والى په دې کې دى چې ادبي صنعتونو دده شاعري ته يونوي رنګ اوخوند وربښلى دي په شعر ونو کې يې ادبي ښکلا ډېره زياته پرته ده چې له دې جملې نه دځينو يادونه يې دلته کوو(طباق،حسن تعليل ،مراعت نظير ،لف نشر ،مبالغه ،تلمېح ،تجنيس ،تواردز....)اوس دښاغلي حقپال دشعرونو هغه برخه راوړم په کوم کې چې ادبي صنعتونه شته اوهم به يې په لنډ ډول تعريف اوپه مثالو نوکې به یی  واضح کړو.

 

تلمېح

تلمېح په لغت کې په مالګه کولوته وايې اوپه اصطلاح کې هغه صنعت ته وايي چې يوشاعرپه خپل کلام کې يوې تاريخي يا مذ هبي واقعې يا قصې ته اشاره وکړي که ويونکي په قصه يا واقعه خبروي دشعرپه معنا پوهيږي اوکه نه وي خبر دشعريا بيت په معنا نه پوهيږي.

لکه:

حقه مې ويناوه له ښه نيت ســـــــــــــــــره ملګرىوم

يوسف غوندې سپيڅلى دزندان سيمه کې پرېوتم

 

داده دعيسي پوکي تانده نفســــــــــــــــــــــــونه کړي

داده دموسي عصا حيران مجلســـــــــــــــــــونه کړي

په اول بيت کې ديوسف (ع)کیسې ته اشاره شوې ده اوپه دوهم بيت کې دموسى (ع)امساته اشاره شوې .

  

طباق

هغه معنوي ښايست دى چې يوشاعر  په خپل کلام يا شعر کې دوې متضادې کليمې راوړي لکه : ژړا اوخندا،توراوسپين،ورځ اوشپه،غم اوښادي کليمې ذکر کړي طباق يا تضاد يې بولي لکه:

 

 

داخزان وهلى بڼ ســــــــــــــــــــــــــتومانه دى

بس کړه نورجفا دســـــــــــــــپرلي زيري کې

زغمونه ماتمونه شبګيرې که ماښــــامونه

تياره وي روڼا کيږي له بيګاه نه مه ډارېږه

 

 

په اول بيت کې د(خزان اوسپرلي)کليمې ذکرشوي اوطباق يې منځ ته راوړي دى په دوهم بيت کې د(تياره اوروڼا)کليمې راغلي اوطباق يې منځ ته راوړى دۍ

.

تجنيس

تجنيس په لغت کې هم جنس کولوته وايي اوپه اصطلاح که چېرې په يوه بيت يا نيم بيتي کې دوې يا زياتې داسې کليمې راشي چې ليک او لوست کې ټولې يازياتره سره ورته وي مګرپه معنا کې سره توپيرولري تجنیس بلل کيږي .

له ګوګله په وتوشي ته چې ويــــــــــنې

ځي داستا کتوکتونه ترې نه ويــــنې

داسې زه حلال حلال شومه شـيرينې

فرهادنه وقربان له شــــــــــــــــــيرينې

دلته داول بيت په اوله مسره کې وينې دکتويا ليدو په معنا اوپه دوهمه مسره کې وينې دوينو (خون) په معنا دي اود دوهم بيت په اوله مسره کې شيرينې دګرانې په معنا اوپه دوهمه مسره کې شيرينې هغه جلۍ ده چې فرهادپرې مين و.

 

حسن تعليل

 

حسن تعليل :هغه صنعت ته ويل کيږي چې ويونکي ديوه وصف لپاره داسې علت راوړي چې په حقيقت کې علت نه وي خودلطافت اومناسبت له حيثه ښه علت وبلل شي يا ديوه وصف لپاره داسې سبب پيداکېدل چې په حقيقت کې يې هغه سبب نه وي خودې لطا فت اوباريکۍ دپيداکولولپاره يې هغه ته نسبت کېداي شي.

 داچې مخامخ شوه اينې سره   لايتناهی  په نګاه پرېوته

دفزیک په قانو ن کې که چېری دوه آیینې په موازی ډول یو دبل مخې ته کېښوول شی نو په دواړو کې هغه تصویر ونه چې جوړېږی بې حده زیات وی یعنی لایتناهی وی.

 

  

مراعت نظير

مراعت نظير :هغه صنعت ته ويل کيږي چې شاعر په خپل کلام کې داسې کليمې راوړي چې يودبل سره تناسب ولري لکه :

ستا حقيقي مينــــــــــــــــه وياړکوي نڅا کوي

بې ربابه ټنګ ټکور جوړپرې محفلونه کړي

يعني چېرته چې محفل و ي هلته ټنګ ټکوراورباب وي اوچېرته چې دغه شيان وي هلته مينه اونڅا وي.

 

مبا لغه

دې ته وايي چې ديوشي په ښه والي يا بد والي کې داسې حد ته ورسيږي چې دوقوع نه ډېر لرې شي يا دمحال درجې ته ورسيږي دې ته مبالغه وايي لکه :

سترګې نه شم اړولى ديار لــــــــــــــــــــــورته

لمرته څوک شي دليدلو په یســـــــــــــــــــــــترکې

شاعردلته ديار حسن دومر ه ستايلي دي چې دى ورته کتلى نشي اوددې سره يي تشبه کړي لکه څوک چې په بستره کې وي اولمر نشي ليدلى.

 

توارد :

 دې ته ويل کيږي چې شاعر تخيل ،ذهن اواند په تصادفي توګه هغې خواته لاړشي دبل شاعر خيال هم هغې خواته تللي وي اودې دواړو شعرونه يومطلب څرګند کړي لکه :

 

(الهي دمحـــــــــــــــــــــــــــبت سوزګدازرا

په دااوردستي سمندر ســــــــــــــــــــــــاز را)

چې دنوم په اوريدودې شمــــــــــــــه کړيکه

ستا دمينې ښکلې لار کــــــــــــــــې دااوازرا

چې کلام له خولې نه وځي په کــــــــې ته يي

زما کلام ته الهــــــــــــــــــــي داسې اعجازرا

داهغه وخت زيات واقع کيږي چۍ يودبل شعر يي نه وي ليدلي خوافکار يې سره ورته وي يا په دغه يوشعر کې سره ورته وي دغه ډول شعر غندل کيږي نه بلکې لادې ستاينې اوتقدير وړدي.

 

 

لف نشر:

لف په لغت کې رانغښتلو ته ويل کيږي اونشر خپرولو اوشيندلو ته وايي په اصطلاح کې دې ته ويل کيږي چې په خبرکې اول ګڼ لفظونه راوړل شي بيا په هماغه شمير نورداسې لفظونه راوړل شي چې دمخکينيو هريوه سره دوروستنى يواړيکه وي لکه :

چاراکړل سوعاتونه چاوکړل داظلمونه    ظا هره افغانانو باطن کې دروس ورور

په اول بيت کې سوغاتونه اوظلمونه ذکرشوي اوپه دوهم بيت کې دهغوي وضاحت يي په دوهمه مصرع کې کړي دى اووايي چې دغه سوغاتونه يي راکول مونږ ه فکرکو چې دافغا نان دي خودوي په حقيقت کې دروس ورونه و.

 

دحقپال دشاعرۍ محتوا (منځ پانګه)

دحقپال دشاعرۍ په بڼ کې هر قسم ګلونه شته اودهرچا دخوښې مضامين او موضوعګانې پکې ليدل کيږي .دښاغلي حقپا ل په هراړخيزه شاعرۍ کې تصوفي ، عشقي ،انتقا دي ،تربيوي اخلاقي ،خطابي اوانقلابي اشعارموجوددي چې دهرې برخې ننداره ېې دلته په لنډ ډول کوو.

تصوفي برخه :

يوه ښه ځانګړنه چې دحقپال صاحب  شاعرۍ ته يې ارزښت وربښلى هغه عرفان اوتصوف دی زمونږ دکلاسيکوشاعرانو يوپوخ رنګ وو خو په معاصر وشاعرانوکې يوازې امير حمزه شينوارى بابا اواستاد فضل ولي ناګار داسې شاعران دي چې په دغه  لارکې يې نه ستړيکېدونکې هلې ځلې کړي اوپښتوادب ته يې دزړه وينې وربښلي دي خوحقپال صاحب هم چې کله تصوف ته مخه کړي نودالله(ج) په مينه کې بيخي مدهوش شي اوددنيا په هرڅه کې يوازې دالله (ج) مينه لټوي لکه چې دى وايي.

 

 

 

 

 

 

 

دحقپال  شاعري دفورم (شکل ) مخې

دمحمد شفيق حقپال شا عري روانه سا ده اوله مفهومه ډکه شاعري ده دلفظونوپيکه والي نه لري دمعاصرې دورې دشاعرانو سبک پيروي دي کلام يې ريا لستيکه یڼه لري غزل ،مثنوي ،څلوريځې ،مخمس ،قصيده، اونور فورمونه يې دشاعرۍ مهمه ګاڼه ده زياته شاعري ېې په غزل استواره ده اوس به يې د نطمونو ځينې بېلګې دلته ذکرکړو .

 

غزل :

غزل فورم دشعرشاعرۍ په ټولوصنعتونو کې مهم اوباارزښته فورم دي

غزل عربي کلمه اوله  عربي نه پښتو ته راننوتى دي دښځوپه اړه خبرې کول اوله هغونه خوند اخيستلوته وايي .

دغزل په اړه زيا تو پوهانوبيلابيل نظرونه ورکړي دي چې دځينو نظرونه دلته يادونه کول ضروري ده.

مرحوم استادسيد تقويم الحق کاکاخېل څرګندونه دغزل په باب داسې ده ((په عربوکې يوه اصطلاح ده (غزل الکلب)يعني سپي غزل شو وايي:

کله به چې عربو ښکاريانو خپل ښکاري  سپي د هوسۍ دنيولولپاره خوشې کړ داسې يوحالت به پېښ شو چې هوسۍ به ستړې شوه اودتښتېدوتوان به يې نه وه اوخپل مرګ به يې له نږدې وليده وبه لويده اوپه ځا نګړي اندازکې به يې سپو ته کتل دغه حالت به په سپيودومره اثروکړ چې بيابه دهوسۍ دڅيرې کولو خيال ددوي له مغزه ووت اوښکته سرونه به څملاستل ))

په پورتنۍ څرګندونه کې کاکاخيل صاحب خپل مطلب له غزل څخه هغه کيفيت دي چې په مخا طب اثرکوي اوهغه داحساس اوجذب په حالت کې له ظاهري اونمايشي دنياڅخه په بله خواوړي.

ښاغلي افضل رضا په خپل کتاب پښتوغزل کې ليکي چې((غزل هغه منظوم کلام دى چې مطلع اومقطع لري دبيتونو شمېريې طاق وي کم نه کم پنځه بيتونه اودخوشحال بابا دوينا مطابق زيات نه زيات ديارلس بيتونه لري))

پوهندوى نوراحمدشاکرپه خپل اثربديع اوبيان کې ليکي(دغزل لومړي بيت ته مطلع وايي دمطلع دواړه مسرې او د نوروبيتونودوهمه مسره يوله بل سره په قافيه کې يوشى وي اوپه وزن کې بيادغزلې ټولې مسرې سره برابرې وي دبيتونوشمېريې له پنځو څخه ترپنځلسوبيتونوپورې رسيږي)       

دغزل په مطلع کې بايدډېرکوښښ وشي چې تغزل اوسندريزوالى ولري اومقطع دغزل اخري بيت ته وايي په دې بيت کې اکثره دشاعرنوم يا تخلص ليکى وي خوځيني اوسني شاعران يې ضرورنه ګڼي.

 

 

 

 

 

 

 

 

غزل

وټومبل سنبل ګل په رخساريــار

خنديدل کول تل په ما خواريـــار

له خوښۍ په جاموځايـــــــــــدم نه

چې غزل اورېدل مــــــــــــنل ياريار

ستا دخيال په پروازشوم يوواريـار

په څوځل الوتل غوښتل جار يــار

چې يوارخوړپه سرفرهادواريـــــار

ماپه دل خوړل سل دخونخواريــــار

چې هجران کړم په دل ستـي ياريار

بلبل ژړيدل مل مليـــــــــــــــــــار يار

چې نظر غشي بيا کړل تيــــــــــاريار

په يرغل تلل سول ډېرپه انـــــــګاريار

چې مسکا يې په شونډوښکاره شوه

رابلل شول بيـــــادغمــــــــــــــخواريار

دوه پيزه (مثنوي)

دوه پيزه هغه ډول شعري فورم دى چې هربيت يې په خپل منځ کې ګډه قافيه لري چې په عربي کې يې مثنوي بولي دبيتونوشمېر يې ثابت نه دي ترټولوخلاص شعري فورم دي  شاعران کولي شي چې په دې شعري صنف کې خپل مقصد تروروستي بريده بيان کړي ځکه يې نو اکثره شاعران دلويو موضوع ګانو دبيان په غرض دغه شعر ي فورم انتخابوي چې بېلګه يې په لاندې ډول ده.

دکفر بم په اورېدوشو نـــن بــيـــــــا

تندر دغم په غوړمبېدو شونــن بيا

بيا نن کلي کور په غـــــــــــــم و لاړه

ښامارنن بيا دمرغه تــــــــــــن وداړه

سره سېلابونه شول دوينـــــــــو روان

ټول اندامونه  شول جدا له انـــسـان

له ډېرې وېرې کړيکه غلې شـــــوله

تاويل نن ورځ دقيامت پلې شـــــوله

چا دځيګر وينې په سترګولــــــي دې

دچاله سره لاس اوپښې تاوېــــــــــدې

سزادحق اوعدالــــــــــــــــــت يـــې وه دا

دانساني  لوړکرامــــــــــــــــت يې وه دا

مستو به يو دبل جامــــــــــــــــونه وهل

دچادمړينې په خوښۍ يـــــــــــې خوړل

حيوان انسان ورته هېڅ نه ښــــکارېده

دبل غلام وه هم له ده ځـــــــــــــــــــــارېده

که يې دوينو سره لښتي جـــــــــــــــوړول

دوي محفلو نه دمستې جـــــــــــــــــوړول

خومارمستي خواږه شراب يې غوښـنل

انساني غوښونه کباب يې غوښـــــــــــتل

تش اشاره يې وه سېلاب دويــــــــــــــــــــــنو

دکمونېزم داسوغات خوويــــــــــــــــــــــــــنو

دايې دسولې پيلامه وه لـــــــــــــــــــــــــــــږلږ

اصل يې نورپه ادامه وه لـــــــــــــــــــــــــــــږلږ

دوينو څښلو ته يې تنــــــــــــــــــــــــــــده وه دا

دبشري خدمت يې څنــــــــــــــــــــــــــډه وه دا

 

څلوريزه (رباعي)

څلوريزې ته په عربي کې رباعي وايې : رباعي هغه شعري فورم دې چې له عربي څخه پښتوته راغلى دى . دغه فورم څلور مصرې لري له ځينوحالاتو پرته چې په هغه کې کېداى شي ددريمې مصرې يوه څپه دقافېوالو مصروله څپوڅخه کمه يازياته شي په ټوليز ډول دڅلورواړو مصرو دڅپوشمېر يې سره مساوي وي. درباعي لومړى بيت مقفا وي . دريمه مصره يې قافيه نه لري او دڅلورمې مصرې قافيه يې دمطلع قافيه تعقيبه وي او دغزل په شان په څلوريزه کې رديف اختياره وي دمثال په ډول :

ورور ګلوي او کراري به شــــــي که نه

دجګړونه بيزاري به شــــي کـــــــــــه نه

افغانان خواره واره به شي بــــــــياټول

بياسمون او ابادي به شــــي کنـــــــــــه

پنځه يزه (مخمس)

دپنځه يزې هر بند پنځه مصرې لري د لومړي بند پنځه واړه مصرې يوه قافيه تعقیبوي او د نوروبندونو څلور مصرې يې په خپل منځ کې هم قافيه او دپنځمې مصرې قافيه يې دلومړي بند دقافي تابع وي او دلومړى بند وروسته دهر بند دقافې څخه کېداى شي په څلورومصرو کې بيل رديف راشي خو پنځمه مصره په قافيه او رديف کې دلومړي بند دقافيه او رديف تابع وي .رديف په مخمس کې اختياري ده خو قافيه يې اساسي برخه ده او له ځينو استثنا يي بندونو پرته دمخمس دټولو بندود څپوشمېر سره مساوي وي.

 

 

خطا بي برخه:

دعرفان اوتصوف سره په خوا کې  ځوانان دالله(ج) په سپڅلې لاره کې ځان قربانولوته هڅوي اوهغوى ته دوطن ساتنې،ملي وحدت،يوالي اواتفاق درس ورکوي اوورته وايې.

اى ځوانه مجاهده داسلام ددين پتنګه

دحق په لاره درومه نوميا ليه اوباننـــــګه

مه ودرېږه روانېږه دمرام په لوري درومه

خنډونو نه تېرېږه توريا ليه بافرهنـــــــګه

اخلاقي برخه:

دعشق،تصوف،انتقاداونوروترڅنګ يې دښواخلاقوذکرکړى اودټولنې افراديې ښواخلاقوته هڅولي په ښواخلاقوکړه وړدحضرت مصطفى(ص)په سنتوکړه،جنت ته داخېلېده،دايمان نښه دظلم اوتيري نه دخلاصون لار ده.

ښه اخلاق به دې محبوب دزړونوکړي

بدخويي به دې جـــــــــلاله ورونوکړي

پيژندنه دمومن په ښه خـــــــلق کيږي

ولايت ته به له ښه خلقـــــه د رسيږي      

تربيوي برخه  

حقپال دحق پلوي دی وايي چې په هروخت اوهرزمان کې بايد حق وويل شي دې که څه هم دده سر،مال اوژوند ته زيان رسيږي خوبيا هم دې هيڅ استکبار،قدرت اوزورپه وړاندې پټه خوله نه پاتېږۍ اوڅه چې حق وي هغه ووايي لکه چې دى دیو بل شاعر دشعر په اقتفا  وايي:

 

دحق ويل دحق کول دحق پلل دي پـــــــــــکار

دحق په لاره کې دسرومال بايلل دي پـــــکار

برى دحق اوحقانيت وي دقرآن په وينــــــــــــا

په حق جهاد کول په وړاندې دباطل دي پکار

ښايي دحق بري لپاره امتحان دميـــــــــــــــنې

دحقې لارې شهيدانو په لارتلل دي پــــــــکار

عشقي برخه:

دعشق په برخه کې دنوروکارونواوغمونونه بې پروادى لکه چې وايي:

مينه له عاشق نه مال اوسرغواړي

سوى يې زړګى سوى ځيګرغواړي

که يې دفتحې توغ اوچت ونه لــــيد

ساه ورکول په دې ډګر غــــــــــــواړي

 دښکلومينه هيڅ اثــــــــــرنه کوي

هرومروبه يو نظرغـــــــــــــــــواړي

انتقادي برخه:

دغه شعر ښاغلي محمد شفيق (حقپال)هغه وخت ليکى چې دکريمدادو په قريه دوحشي روسانوله خواسخته بمباري روانه وه هري خواته دوينو بهیرونه  جاری ؤ خپل اوپردي ته وه مالوم هرچا په سر خا ورې بادولې اود خپلې کورنۍ غړي يي لټول.

دکفر پم په اوريدو شــــــــونن بيا

تندردغم په غوړمبېدو شـــــونن بيا

بيا ېې کلي کور په غـــــــــم ولاړه

ښامار نن بيا دمرغه تــــــن وداړه

سره سېلابونه شول دوينـــــوروان

ټول اندامونه شول جدا له انسان

 

 

 

 

 

 

 

 دوام لري ...