ديو مسلمان په بل مسلمان حقونه

وعن ابن عمر رضي الله عنهما ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : المسلم اخو المسلم لايظلمه وَلاَ يسلمه من کان في حاجة اخيه کان الله في حاجته ومن فرج عن مسلم کربة فرج اللهُ عنه کربة من کرب يو متالقيمة ومن ستر مسلما ستره الله يوم القيمة (متفق عليه )
 
 ژباړه : ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي ،يو مسلمان دبل مسلمان وروردى ظلم به پري نه کوي اودښمن ته به يي نه سپاري ،څوک چي دخپل ورور حاجت پوره کړي نو الله تعالى به دهغه حاجت پوره کړي اوچاچي دمسلمان څخه يوه سختي لري کړه الله تعالى به لري کړي په سبب ددي سره دهغه څخه سختي دقيامت دورځې اوڅوک چي ديو مسلمان پرده وکړي نو الله به دقيامت په ورځ دهغه پرده وکړي .
 
 شرحه : دپورته حديث شريف څخه څرګنده شوه چي يو مسلمان په بل مسلمان څه حقوق لر ي (١)ظلم به پري نه کوي (٢) دښمن ته به يي نه تسليموي (کفارو ته به يي نه تسليموي تر څو هغوۍ پري لوبي وکړي )اوځني علماءکرام وايي چي دمسلمان ترټولو ستر دښمن شيطان دي يو مسلمان ته نه دي پکار چي بل مسلمان دشيطان په لاره تلو ته پريږدي ځکه الله تعالى فرمايي (ان الشيطان لکم عدو فاتخذوه عدوا ) شيطان ستاسي دښمن دي تاسي ورسره دښمني وکړۍ (٣)هر شرعي حاجت به يي پوره کوي (٤)سختۍ اوتکليف ته به يي نه پريږدي (کومک اومرسته به ورسره کوي )(٥)پرده به پري اچوي که کوم عيب يا ګناه پکي وګوري خلکوته به يي نه رسواکوي مثلا که چا څوک په زنا وليده دا به يي پرده نه اخلي بلکه نصيحت به ورته کوي خو که خبره قاضي اومحکمي ته ورسيده اوداکس يي دګواهۍ لپاره وباله بيابه ګواهي نه پټوي .
 
 اوس به نو مونږ په خپل ګريوان کي وګوروچي ايا دبل مسلمان اړتياوي مو ورپوره کړي؟حالانکه داپرمونږ دهغه حق دى کوم احسان مو پري نشته ايا خپل مسلمان ورورموددښمن څخه ژغورلى اوکه په پنجو کي مو ورکړى؟ايا دخپل مسلمان ورور پرده مو ساتلي اوکه په ټولنه کي مورسوااوذليل کړى ؟ که دپورته حديث مطابق مو عمل کړى وي نو دالله شکرويستل پکاردي چي دخپل اطاعت توفيق يي راکړي اوکه مخالفت مو کړى وي نو همدا اوس توبه ويستل پکار دي ممکن بيا دتوبي چانس هم پيدا نکړو

  مولوي عبدالحق منصور